Homeخبرونهسږ کال هیواد کې د جلغوزیو بیې شپېته سلنه ټېټې شوې دي

سږ کال هیواد کې د جلغوزیو بیې شپېته سلنه ټېټې شوې دي

تاند(یکشنبه، د قوس ۹) د افغانستان د جلغوزیو بیه شپېته سلنه کمه شوې ده.

په خوست ولایت کې د جلغوزیو کاروباریان وایي وروسته له دې چې په نړۍ کې کورونا وبا خپره شوه نو د جلغوزیو پر صادراتو یې هم منفي اغېز وکړ.

د دوی په خبره له همدې امله په بازارونو کې د جلغوزیو بیه شپېته سلنه راښکته شوې ده.

جلغوزي د افغانستان مهم تولیدات ګڼل کېږي چې تر ډېره هند، پاکستان، چین او متحده عربي اماراتو ته صادرېږي.

په ګڼو اروپایي هېوادونو کې هم د افغانستان جلغوزي د نورو هېوادونو د صادراتو په نامه پلورل کېږي.

په هند کې ددرمل جوړولو په برخه کې کارول کېږي.

بلخوا ددې توکو له صادراتو او کاروبار سره د هېواد په جنوبي ولایتونو کې د زرګونه افغانانو ژوند بسیا دی.

ولسمشر غني تېره ورځ هم ویلي وو چې ددغه مېوې د لا ښه پروسس او صادراتو کې د اسانتیا لپاره د لارو چارو پر پیدا کولو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...