جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اسلامي همکاریو سازمان: اسلامي هېوادونه دې د افغان سولې ملاتړ وکړي

د اسلامي همکاریو سازمان: اسلامي هېوادونه دې د افغان سولې ملاتړ وکړي

تاند(یکشنبه، د قوس ۹) د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا د افغانستان جګړه ناروا وبلله او پر ټولو اسلامي هېوادونو یې غږ کړی چې په دغه هېواد کې روانه جګړه تحریم کړي.

دغه سازمان په نایجیریا کې په خپله وروستۍ غونډه کې هم یو پرېکړه لیک صادر کړی چې په هغه کې یې له افغانستان سره پر اقتصادي، امنیتي، سیاسي او سیمه ییزو همکاریو ټینګار کړی دی.

دغه سازمان وایي چې د افغانستان د سولې مسئله د دوی له بشپړ ملاتړ برخمنه ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د اسلامي همکاریو سازمان دلته روانه جګړه ناروا بللې ده او په خبره یې ښکېلې خواوې دې نور د عامو مسلمانانو له وژلو لاس په سر شي او روانه جګړه دې د خبرو له لارې ختمه کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان همدا راز پر نورو غړو هېوادونو هم غږ کړی دی چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي او ددغه هېواد د سولې له بهیر بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکړي.

دا سازمان داسې مهال دا خبر ورکوي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوې دي چې تر اوسه کومې پایلې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب