جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ښځې مجبورې که ملامتې؟| لیمه وزیري

ښځې مجبورې که ملامتې؟| لیمه وزیري

چېرته تللې وم، ډېرې داسې ښځې وې چې کالونه، کالونه مې نه وې لیدلې. ما چې خپله لاره بېله کړه، د ژوند لوری مې وټاکه نو؛ له ډېرولیرې شوم. د هغو خلکو کړۍ رانه تاو شوه، چې لاره مو څه نا څه یو شان وه. د لرې رڼاګانو په تمه مو په تورو او ډاروونکو تیارو کې مزل پيل کړ. انسان هغه څه دی، څه چې فکر کوي. اوس مې د دوی په مینځ کې ځان یوازې احساساوه. یوازې نه وم اصل کې کوټه تر خولې ډکه وه، خو دوی زما په ژبه نه پوهېدلې، زما فکر یې نشوای درک کولای. البته ما هم د دوی ژبه اوس څه نا څه  پردۍ ګڼله. ځان مې نه شوای په ورګډولی. په اولو کې یې مجلس په دې و چې ښه ښځه هغه ده چې د خواښې او خسر خدمت وکړي، ژبه ونه لري. د زلفو تار یې ښکاره نشي. سترګې یې ټيټې وي. د کور له څلورو دیوالونو بهر نشي. د سږ کال د حاصلاتو نه یې سرونه ټکول.

یوې وویل: چې له لندنه یوه نجلۍ راغلې وه. افغانه وه، خو هېڅ داسې نه وه لکه بهر کې چې اوسېدلې وي، سر تر پایه پټه وه. ښه ګلالی حجاب یې درلود.

https://taand.net/%d9%84%db%8c%d9%85%d9%87-%d9%88%d8%b2%db%8c%d8%b1%d9%8a/

بلې ورغبرګه کړه: چې زما د ورور ښځې د آسیا په سطحه تعلیم کړی، ډېره ښه ښځه ده. نور درس او کار کول پرېږدي. زموږ سره یې د کلي ژوند ته غاړه ایښې. مګر، شرط یې دا دی چې غوا به نه لوشي. ځکه ترې ډارېږي.

یوې خاله وویل: چې تاسو هم خوشاله یاست چې کابل کې اوسېږو. په وړو خونو کې پراته یئ، حتی دې موسمونو بدلون هم نه شئ حس کولی څه ورسېږي د ژوند نورو خوندونو ته!

د مجلس په ورستۍ برخه کې مې څنګ ته یوه سپين سرې ترورۍ ناسته وه. ولسمشر ته یې بدې ردې ویلې. لکه چې کومه وروستۍ وینا یې اورېدلې وه. ویل له وطن نه یې سوالګر جوړ کړ. د چا په اولاد یې رحم نشته. چې خدای وس راکړی وی، ورتلم په دې لکڼه مې وهلو. بیا یې تر شونډو لاندې وویل: چې کاش زه دومره تکړه وی!

زما لستوڼی یې ور ونیوه راته یې کړل، چې دا کوچیاني جامې څنګه ښې درسره ښکاري.

د موسیقۍ لوړ او بې خونده غږ وډاره کړم. له خولې مې ناڅاپه چیغه ووته. دوی وویل: چې په تا کې د پوهنتون د پېښې اثر تر اوسه شته. ما ویل، بدمرغ! د جګړې په هېواد کې موسیقي هم راته عذاب شي.

هېچا، یوې هم نه، ونه ویل چې ژوند دومره کوچنی او محدود نه دی. په کار کولو، کلي او ښار، حجاب، واده کولو، ماشوم راوړلو او موډ پسې تللو پورې نه دی محدود. ژوند له دې ټولو سره، سره پراخ دی. ښځه بیا تر ژوند هم پورته او نامحدوده ده.

کتاب راسره و، خو له دې بې خونده مجلس نه مې کتاب ته څنګه پناه وړې وی. دوی خو دې ښځې ژوند له کتاب پرته، د عزت ژوند ګڼلو. دوی په خپله نړۍ کې زه په خپله کې. هېڅ پوه نه شو. ځينو په کړس، کړس خندل. نپوهېږم چې خندا یې له زړه وه که له مجبورۍ. ممکن دوی په خپلو مجبوریو هم نه پوهېدلې. خو، زما په زړه لکه د آسمان هومره بوج و. دوی د خپلو رڼاوو پلوشې په زنځيرونو تړلې وې. اروا مې تنګه شوه. خدایزده چې دا ښځې به ملامتې وي که مجبورې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب