جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبلومبرګ: د سرتېرو ایستل به طالبانو ته د ټرمپ ډالۍ وي

بلومبرګ: د سرتېرو ایستل به طالبانو ته د ټرمپ ډالۍ وي

تاند(یکشنبه، د قوس ۹) امریکایي شنونکو بلومبرګ نشریې ته ویلي دي طالبان هغه ډله ده چې د ځان لپاره یې مشخص پلانونه لرلي دي او مالي سرچینې لري.

په مطلب کې راځي دغه ډلې پوره شل کاله له بهرنیو او افغان ځواکونو سره جګړه کړې ده او اوس ټرمپ غواړي په بېړه او غیر مسوولانه توګه له دغه هېواد خپل سرتېري وباسي.

سرچینه کاږي چې دا مسئله به په افغانستان کې جګړې نورې هم خونړۍ کړي، ځکه د سولې هوکړې تر رامنځ ته کېدو وروسته معلومه شوه چې طالبانو جګړې کمې نه کړې، بلکې جګړې لا شدیدې شوې دي او پر افغان سرتېرو د طالبانو بریدونو ادامه کړې ده.

بلومبرګ لیکي چې د سرتېرو ایستل طالبانو ته د ټرمپ ډالۍ ده چې ښایي په سیمه کې ناامنیو او کشمکشونو ته لمن ووهي.

بلومبرګ نشریې داسې مهال دا خبر ورکړی دی چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې دي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب