تیره ورځ په روغتون کې یو ناروغ وفات شو زما ډیره خوا ورته په یوازیتوب بده شوه څوک یې نه ؤ، خو چې نن یې لور او زوی راغلل نو تر ده مې پر دغو دووتنو ډیر زړه وخوږید لومړی زه ورسره مخامخ شوم ما ورته تسلیت ووایه او زوی ته مې یې د خپل پښتني دود له مخې غیږ ورکړه، خو زما دې غیږ هم تسلي نه کړ، نه یې ژړل او نه یې بل غبرګون ښوده، ویښ ویده ؤ او داسې ښکاریده چې غم ډیر ځپلی او دی ورته یوازې وي.
ویل یې مړی به سبا د خښولو دفتر انتقال کړي او زه بیرته خپل کار ته ځم کله چې د ښخولو د دفتر کارونه خلاص شول حال به راکړي او راستون به شم.
په اروپا کې له یوې خوا خلک ساړه او بې مینې ښکاري، له بلې خوا ماشیني ژوند دومره سرګردانه کړي وي چې د خپلو خپلوانو غم ته هم نه وي وزګار، ښايي له همدې امله وي چې د هر روغتون کارکوونکي دنده لري چې د مړي له خپلوانو او کورنۍ سره ډیر ښه چلند وکړي اوپه یو ډول ورسره خواخوږي وښيي.
نه پوهیدم نور یې څنګه تسلي کړم، د بل وارډ یو ډاکټر راغی او ما ورته وویل تر لور یې زوی ډیرزهیر دی، ته ورشه او لږ یې دلاسا کړه.
هغه لنډ ځواب راکړ ته عجیبه سړی یې دلته دغه کتابچه پرته ده ور یې کړه په دې کتابچې کې لیکل شوي دي چې کله د یو چا خپل خپلوان مړه شي څنګه له دې غم سره مقابله وکړي او ځان ورسره عادي کړي، دا ورکړه ډیره مرسته ورسره کولای شي، دلته ډیرو غټو ارواپوهانو پکې لیکنې کړې او ډیرې ښې لارې چارې غمجنو کورنیو ته ورښيي.
سودا مې شوه ورته کیناستم چې ویې لولم عجیبه وه، په لومړي مخ یې لیکلې و:
«د خپلو خپلوانو مړینه سخته وي او ورسره جوړیدل اسانه کار نه دی، البته هر سړی په یوه خاص ډول غبرګون ښیي څوک ژاړي، څوک ډیرې خبرې کوي، او ځینې غلي وي خو تر ټولو مهمه مسله دا ده چې باید دا د یوه واقعیت په توګه ومنل شي چې دغه کس اوس له موږ سره نه شته، دغه حالت هغه وخت مهم وي چې مرګ ناڅاپه راشي، نو څوک ژر باور نه شي کولی چې یو عزیز یې له لاسه ورکړی دی.»
د دغه ارواپوه دویمه سپارښتنه دا وه چې د باور له مرحلې وروسته د غوصې او یوازیتوب مشکل دی چې باید ورسره کلکله مبارزه وشي نو هڅه وکړئ دغه یوازیتوب ختم کړئ او غم له نورو سره شریک کړئ، خپل درد بیان کړئ ،که دغه مرحله مو ښه تیره کړه نو دریمې مرحلې ته نه ورځئ او دریمه مرحله چې ډیره سخته ده هغه د ژور خپګان یا ډپرېشن مرحله ده چې له دې پړاوه ستاسو را ایستل سخت کار دی او ممکنه ده طبي او اروايي درملنې او مرستې ته اړتیا پيدا کړئ.
د دې وړې کتابچې په یوه برخه کې لیکل شوي دي:« د غم موده په انسانانو کې توپير کوي ځینې ترې ژر او ځینې ناوخته خلاصون مومي خو منطقي فکر او د ځان قانع کول تر ټولو اسانه او غوره لاره ده .»
په دې وړې کتابچې کې ډیر څه لیکل شوي خو ما ته څو کاله مخکې وختونه رایاد شول کله چې ارواښاد امان الله ساهو وفات شوی ؤ د استاد پسرلي لیدو ته ورغلو هک حیران پاتې شو چې څنګه د دغه ستر غم په وړاندې لکه غر ولاړ دی، دوه ورځې وروسته استاد پسرلي د غم او د انسان د مقاومت په هکله وویل:
دوه ډوله انسانان د خواخوږي له غم سره ښه مقابله کولای شي یو هغه چې د علم او معرفت په ګاڼه سنبال وي او دومره مطالعه او پوهه ولري چې په اسانه ځان قانع کړي او مرګ د یوه واقعیت په شان ومني او دویم هغه کسان دي چې کلک ایمان او عقیده ولري او په دې ځان قانع کړي چې مرګ یو واقعیت دی او خلاصون ترې نه شته. ده په دې برخه کې مثالونه هم ورکړل، ویې ویل چې که مو پام کړی وي کله چې د یوه مولوي صاحب او یا بل متدینه کس خپل خپلوان مړ شي د اسلام پر احکامو د ژورې پوهې له امله ډیر ژر له دې غمه ځان خلاصولی شي.
زموږ دین او کلتور دغسې ښې خواوې هم لري چې په دې متمدنه نړۍ کې یې نه شو موندلی. ښه به نه وای چې دغه غوره او ښې خواوې مو نورې هم مضبوطې کړې وای.