جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورزه مزدور يم! | لیکوال: عزت الله ځواب

زه مزدور يم! | لیکوال: عزت الله ځواب

زه مزدور يم!

 زه ورکوټى په پردۍ مزدورۍ کې رالوى شوم.

 د دې ښار د ډېرو ماڼيو او ودانيو نومونه مې نه دي زده، خو هره خښته يې زما له لاسو وتلې ده، ما درېيم او څلورم پوړ ته په شا د سمټو بورۍ خېژولي دي.

زه سهار په شنه خړه پاڅېږ م، کله په خوړ کې د شګو لارۍ باروم کله ډبرې، کله لرګي ما توم، کله ټاټکی چلوم، کله لاس ګاډى او کله پنډي توب کوم.

زه هېڅکله نه وايم چې ستړى يم ، ګرځم که هر کار راته پيدا شي لټي پکې نه کوم، ځکه زه اړ يم چې کورنۍ ته يوه کپله مړۍ وګټم  .

زما د لاس ګوته ګورې چې تړلې ده، دا ټپي ده،  ددې ودانۍ په کار کې ژوبله  شوې،  اوبه يې پټې کړي، څو شپې مې راته  مور پياز په اور کې کېښود او ټکور يې کړه،  خو ښه نه شوه .

نن سهار بيا راته د دې ودانۍ خاوند دويم پوړ ته د خښتو غورځولو وويل، هغه پوهېږي چې د هرې خښتې له ختا کولو سره زما ګوته څړيکې وهي او زړه مې ورسره درد کوي، خو رحم پکې نشته، هغه کله هم چا سره خواخوږي نه کوي او( بيړه وکړئ!) خبره يې د ژبې په سر ده، که تمبلي وکړم غوسه کېږي، هسې هم په دې ورځو کې چاته کار نه پيدا کېږي.

زه کله کله د شپې له راديو اورم، چې د مزدورانو حقونه او د کارګرانو اتحاديه، خو نه پوهېږم  چې څه مانا؟

زمونږ وګړي، خو د نورو په کارونو کې زاړه شول او لاړل، د هغوى خوکله  پوښتنه هم چا ونه  کړه؟

زه هم مزدور يم، زه څه حقونه لرم؟ په دې خاوره زما څه حيثيت دى؟

ايا زه همدې ته پيدا شوى يم، چې نورو ته هوسا او کرار ژوند برابر کړم؟

 کورونه، پلازې او مارکېټونه زما لاسونه تڼاکې کړي، خو يو وخت بيا زه د ورتللو جرئت هم نه شم کولاى، ځکه هلته رنګارنګ رڼا ګانې  او سودا ګانې شي او زما په څېر خيرن، چې له جامو يې د خولو وږم ځي، هلته ښه نه ښکاري.

2 COMMENTS

  1. هغه د تراب صاحب شعر دی چي وایی
    زه مزدور زما پلار مزدور و او زما زوي په هم مزدور وي.
    نو پریږده چي د دي ماشومانو ژوند په همدي مزدورۍ کي تیر ځکه هسی هم څوک نسته چي غور يي وکړي

  2. د تاند و مدیریت ته:
    دغلته مې یوه شي ته ور پام شو

    لیکنه د عزت الله ځواب ده
    خو عکس د محمد نعمان دوست پکې ځوړند دی

    نو پام مو وي ګورئ، محمدنعمان دوست صاحب همدغه یو د ښې و بدي ورځي عکس لري!
    که یې ورته پام شو، کیدای شي تر محکمې پورې مو سر ګردان کړي.
    که زه سم نه یم پوهیدلی، نو دعوا نه لرم، معافي وار دمخه لا غواړم

    یا چهار یار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب