جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهترکیه: د فلسطینیانو د حقونو دفاع ته ژمن یو

ترکیه: د فلسطینیانو د حقونو دفاع ته ژمن یو

تاند(یکشنبه، د قوس ۹) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي، هېواد یې له فلسطین سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د فلسطینیانو د حقونو تحقق په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، دوی له ټولې اسلامي نړۍ سره خواخوږي لري خو فلسطین چې له هره اړخه ځپل شوی دی او له کلونو راهیسي د اسراییل له لوري ورسره ظلم کېږي دوی به یې هیڅکله یوازې پرې نه ږدي.

اوغلو له فلسطیني وګړو سره د همغږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې دغه راز ویلي، ترکیه به په هر حالت کې د فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش بیا په فلسطین کې د اسراییل له لوري د انساني ضد کړنو له غندلو پرته ویلي چې له فلسطین سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب