جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهخپل سوچونه داسې کنټرول کړئ| جنرال دولت وزیري

خپل سوچونه داسې کنټرول کړئ| جنرال دولت وزیري

تر ذهن مخکې شه

د ماتيو مککي او کاټرین ستکر ليکنه

د ښاغلي صالح محمد صالح د پښتو ژباړی غورچاڼ

شپږم لوست

هر څه له سوچ سره سم نه پیښیږي

که ښه ځیر شو، وبه ګورو چې د انسانانو ذهن د سوچونو کارخانه ده. په هره شیبه کې زموږ ذهن ته په لسګونو سوچونه راځي، خو ټول دا ډول سوچونه راځي او ځي. حتی داسې سوچونه هم زموږ ذهن ته راځي چې يوه شيبه وروسته يې هيروو او په هکله يی حتی فکر هم نه کوو.

ځینې خلک دومره په سوچونو کې غرق وي چې حتی د خپلو سوچونو په هکله فکر کولو ته هم وخت نه لري او خپل سوچونه کتګوي کولای هم نه شي، چی د دې ټولو سوچونو څخه يې کوم سوچ د دی وړ دی چې خپل فکر پرې تم کړي.

هر څه د سوچونو سره سم نه پیښيږي، که خپلې سترګې پټې کړو او وګورو چې کوم سوچ زموږ په ذهن کې ګرځي او بیا خپلی سترګې پرانیزو وبه ګورو چې هیڅ داسې کوم کار نه دی شوي چې د ده ذهن پرې بوخت و. د بیلګې په توګه غواړئ تشناب ته لاړ شئ، په دې وخت کې ذهن کی در ګرځي چې په تشناب کې اوبه نشته. کله چې تشناب ته ځي ګورئ چې د تل په څیر اوبه شتون لري.

یا د خپل ځان په هکله سوچ کوئ چې ډیر تنبل یاست، وګورئ چې ايا تاسو په یوه دقیقه کې په تنبل بدلیدلای شئ، هیڅکله نه.

سوچونه له کومو کیمیاوي موادو نه دی جوړ شوي چې موږ ته يې هضمول ستونزمن وي. موږ کولای شو چې خپل سوچونه کتګوري کړو او ځان د سوچونو له توپان، لنډ مهالو سوچونو، تکراري سوچونو او هغهو سوچونو چې مونږ ته یواځې مزاحمت کوي او زموږ ذهن بوخت ساتي، وژغورو.

ځينې وخت زموږ په ذهن کې یو سوچ وي، خو په حقیقت کې بل څه واقع کیږي. د بیلګې په توګه زموږ په سوچ کې وي چې سهار به باران اوري، خو کله چی له خوبه پاڅیږو ګورو چی ورځ پاکه او باران درک نه لري. نو مانا دا چې هر څه د سوچونو سره سم نه واقع کیږي.

ځینې سوچونه داسې وي چې موږ ته يو مسیر یا لاره راښيې، دا هغه سوچونه دي چې بار بار زموږ ذهن ته راځي، موږ باید د دې مهارت ولرو چې دا ډول سوچونه له نورو تفريق کړو او د بیهوده سوچونو سره يې یو ځای نه کړو. موږ باید د دې وړتیا ولرو چې دا ډول سوچونه له ډاروونکو او ځوروونکو سوچونو بيل کړو. دا په دې مانا چې موږ باید د ځان پوهولو مهارت په ځان کې وروزو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب