پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+پريټي؛ د خپل ژوند له هرې شېبې خوند واخلئ د سبا معلومات...

پريټي؛ د خپل ژوند له هرې شېبې خوند واخلئ د سبا معلومات نشته

تاند (یک شنبه، د قوس ۹) د هندي سينما مشهوره هنرمنده د خپل يو مشهور فلم (کل هو نه هو) د ١٧ کلونو په پوره کېدو خوشحالې ښيي او وایي وياړي چې، په دې فلم کې له هغې سره شاه رخ خان او سېف علي خان هم کار کړى و.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې پريټي زنټا په انسټاګرام کې د خپل دغه فلم (کل هو نه هو) يادونه راتازه کړي دي.

هغه وايي: « دا داسې فلم دى چې زه يې خندولې هم يم او ژړولې هم، دا زما د ژوند يوه داسې تجربه وه چې په لفظونو کې يې څرګندول ګران دي فکر کوم، دا زما تر ټولو غوره فلم دى.»

پريټي زنټا دغه راز خلکو ته مشوره هم ورکړې ده او ویلي يې دي: « زه تاسې ته يوه مشوره درکوم، نن له خپل ژوند څخه پوره خوند واخلئ، معلومه نه ده چې سبا به وي او که نه.»

پريټي زنټا د دغه فلم د يوې سندرې (کچ تو هوا هى) يوه ويډيو هم خپره کړې ده.

دې فلم د هند دوه ملي جايزې هم ترلاسه کړې وې چې، يوه جايزه سندرغاړي سونونېګم ته په (کل هو نه هو) سندره او بله د فلم موسيقي جوړونکي شنکر احسان ته ورکړل شوې وه.

د دې فلم کيسه کرن جوهر ليکلې وه او دا فلم په ٢٠٠٣ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب