یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د یونس قانوني غولوونکې څرګندونې| استاد شهسوار سنګروال

د یونس قانوني غولوونکې څرګندونې| استاد شهسوار سنګروال

لنډې نه لنډه یا دونه:
د لیندۍ په ۷مه نېټه ۱۳۹۹لمریز کال، چې د۲۰۲۰زیږدي کا ل د نوامبر له ۲۷مې نېټې سره برا بره وه د طلوع تلویزیون له یونس قانوني سره د بن د ناستې په اړه پوښتنې اوګروېږنې درلودې …
د بن کنفرانس د ملګروملتو د امنېت شورا د پریکړې اوسپارښتنې له مخې، جرمني ومنله چې د افغانانود خپلمینځي خبرو پخلی او کوربه توب وکړي.
د همدې پریکړې له مخې د ملګروملتو تر څارنې لا ندې د هغو څلورو ډلو استازي د جرمني بن ته راوبلل شول، چې په دوۍ کې د شمال ټلوالې، په روم کې د محمد ظاهر پلویا ن، په پېښور کې د مېشتو افغانانو استازي او د قبرس په نومونو ډلې شاملې وې.
خو مخکې له دې چې د بن پریکړو ته سرښکاره کړو، دیته یوځغلنده نظرکوو،چې ولې طا لبا ن د شمالي ټلوالې پر وړاند ې واک ته ورسېدل؟ په دې تړاو څو بېلګو ته تم کېږو:
ـ د استاد رباني د واک په مهال کې د چا سر، مال او ناموس خوندي نه وه او خلکو یوه پاڅون ته یې شېبې شمارلې…
ـ افغانستان د سیمه ییزو قومندانانو په ولکه کې وو او داسې ناوړه کړو وړو ته لار پرانستې وه، چې د سقاو د زوې نا خوالې ورته ګوته په خوله وې …
ـ  له پا ټکونو نیولې ترحکومتي چارو دهر قوم دهر تنظیم دهرسمت دهر ژبې او دهرجنګسارونډه څر ګنده وه اوټولې ټولنیزې چارې په ټپه ولا ړې وې.
داسې په لسګونونا روا وې روانې وې ،چې طا لبا نو پا څون وکړاو د ولس په بې درېغه ملا تړې یې د استاد ربا ني تش په نوم حکومت را نسکور کړاودهېواد ۹۸٪ سلنه خا وره یې ونیوله …
اوس راځود یونس قانوني مرکې ته ،ده دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل :
د افغانستان په معاصر تاریخ کې استاد ربانی لومړی ولسمشر وو، چې حکومت یې پرته له کوم فشار نه په سوله  ییزه توګه تسلیم کړ …ولې له بده مرغه چې ترې ونه پوښتل شول چې کوم حکومت…ایا کوم مکان یې معلوم وو؟
قا نوني په دې هم ټینګارکاوه چې که موږ له امریکا سره مرسته نه وی کړې طا لبا ن یې له مینځه نشو وړلی…!؟ دا څه ما نا …؟ که چېرې دغه همکا ري وه،چې امریکا غټ غټ بمونه وغورځوه،هوسمه ده…دغه همکاري شوې ده اوکه چېرې دا سې همکاري نه موهدف دا وه چې تا سې کوم ځواکمن واکمن حکومت درلود…ولې دا یوه مبالغه وه اویوه غلو.
قا نوني صیب،دیوې پوښتنې په څواب کې ،چې ګنې له بنجشېر نه درې تنوفهیم، قا نوني اوعبد ا لله د کا بینې مو هم وزارتونه ولکه کړي ول …په ځغر ده وویل،ډ اکتر عبد الله دپنجښېر نه دی !؟
نه پوهېږو،چې دده موخه څه وه؟ خودا خبره کېږي،چې دده پلارد کندهار وواومور یې د پنجشېر…ولې داسې انګېرنې شتون لري،چې احمد شا ه مسعود ویلې دي زموږ نیکونه هم له کندهاره راغلي دي.
خو داچې هر څوک له هر ځا یه را غلی وي ،خو تزکره او جا یداد چې په کو مه سیمه کې لري دهمغې سیمې ده . مثال،په کندوز،هلمند ،مزارکې… دهرې ژبې او دهر قوم کس چې هلته اوسېږي ، همغه ولا یت پورې اړه لري.
د ډاکتر عبدالله تزکره اوپا سپورت کې هم دپنجشېرولا یت لیکل شوی دی، خو داچې قا نوني صیب ولې د بنجشېر له «افتخاراتو» محروم کړ نپوهیږم؟
حا ل داچې دقا نوني میر من دننګر هار ده نوکه دپلار واکي خبره نه وي په دې حساب دده زوې بیا هم دپنجشېر نه کېږي. .. یا نې د وه رګه  دی .ولې له عبد ا لله سره بې توپیر په دې کې وي ،چې دعبد الله پلار شا و خوا یوه پېړۍ دمخه پنجشېرته راغلی وواو دقا نوني صیب دزا منومورلسګونه کا له د مخه له قانوني سره واده کړی دی.
د قا نو ني صیب یوه بله لا په هم له ملنډ و ډکه وه ،چې وې وېل،جوې با یډ ن مې له دفتره وشاړه اوحا ل دا چې دهمغه له برکته وزارت ته رسېدلی وو…ده ددې خبرې پخلی هم وکړ ،موږ چې څرنګه له شورویانوسره جنګېد لي یوداسې له تا سوسره هم جنګېدلی شو،خو دا یې ونه ویل دچا دډالروپه زور او ملاتړ؟
که یو ځل بیا دعبد الله بیچاره خبره را غبرګه کړو،چې دپنجشېرله جغرافېیه اوجزیرې نه یې محروم اوبې برخې کړاو حا ل داچې هغه هلته دمیلونو ډالرو جا یداد لري …قا نونی صیب دی دقدرت له پاره دپنجشېر له سهمې نه ووېست…
که سلګونه او یا زرګونه کا له شا ته لاړشو، ډ یرې بېلګې موندلی شو، چې افغا نا ن له یوې سیمې نه دیوشمېرټولنیزو،اقتصادي اونورو لا ملونوله مخې  بلې سیمې ته لېږدېد لي دي…دمثال په توګه دپښتنویوشمېر قومونه دیو شمېر لاسوندونو له مخې له نن نه اوولس سوه (۱۷۰۰) کا له وړاندې په غور کې مېشت اوودان ول… خواوس دهمغو پښتنواولا دونه په هند کې اباد دي، ولې هند وان هغو ته نشي ویلی ،چې تاسودهندوستان نه یا ست، دا ځکه چې یووخت یا نې زرګونه کا له وړاندې دهندوانولرغوني نیکونه له لرغوني افغا نستان ته تللي دي. داوس لپاره همدومره

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    د سنګروال صیب د لیکنو په تایید ، د یونس (غیر!) قانوني مرکه ما هم واوریدله.
    یو خو باید نجفیزاده دا پوښتنې ورڅخه کړې وای ( ستاسو مُلي قهر مان خو د روسانو سره قرارداد امضا کړی و ، تاسو د څه جهاد کړی و؟ دوهم تاسو ټول هم په کوچه ی رباني پیښور او د پنجابي استخباراتو لاس لاندې لوی سوي وئ ، نو د طالبانو سره مو څه فرق و او مقاومت څه مانا؟؟ )؛پاکستاني طالبان خوموپه هلکوپټرو کې پنجاب ته واستول مګر خپل وچ او لامدهء مو ووژل.
    بل دا چې د ډ. عبدلا اصلي پلار د پنجشیر و ، بیا ېې مور پس د هغه له مرګه ، کوم قندهاري سره واده کړی ؛ هسې د ځینو جاهلو پښتنو غولولو لپاره وايي ، زه کنداری یم! البته هغه پشتنو ته هم ډالرِ ایراني ورکوي!! او غیر قانونی اوس ورته کمپاین کوۍ!!!
    — د احمد ضیا مسعود سره ېې د دوبی ته تاریخی آثارو قاچاق هم له کوم رهبر نه میراث اخیستی و؟؟؟؟
    ا.د.ن.رې پوښتنې د افغانانو پیکر ته راځي !!!. مګر څوک چې د نورو ژرندو ته اوبه برابروي هغوی د افغان تذکره هم نه اخلي او په شوری کې وایی : ” حالې اګه به پوهنتون ، دانشګاه ګفته شوه آسمان خو به زمین نمیایه؟!”…
    نور تاسو پخپله وسنجوئ. په درنښت.

  2. اولاَ خو به یې سنګر وال صاحب ته ولیکم:
    نورې ټولې مسلې حل شوې، یوازي دا خبره پاته شوه، چې عبدالله عبدالله پنجشیری دی که کندهاری؟
    هسی د ي ځان ته کار کتلی. پرون دي په همدې تاند کې د غزني پيښه تر سترګو نه شوه، څلویښت ځوانان مو جګړې و خوړل، دغومره هم و هاغه بلي خواته.
    نو زوروره، لږ ځان پوه کړه، جګړې د پښتانه بیخ و ایست، ته لګیایې توری او سپینی کوې.!
    /////
    ثانیاَ به یې و دا محترم ډاکتر حمیدالله زړه ور صافي ـ ساپي ته وریاده کړم:

    با انصافه که له نامه سره دي هاغه د انګریزي برخه هم یوځای کړم، نو تر لویشت هم زیات دی، لیکن تاسو اوس هم صاحب په صیب ( پرلپسې اورښت، یا باراني وریځ) راته کاږئ
    یعني سنګروال باراني یا وریځي والا
    فکر راته پیکر ولي لیکې؟
    ولي دا ځوانان په غلطه املا روږدي کوئ؟

    بله خبره داچې یونس قانوني که هرڅه دی، پر نامه یې ریشخند وهل سم کار نه دی، تاسو خو سپینږیري هم یاست.
    که موږ ځوانان دغه کردار خوښ کړو، خو لا یوه خبره!

    تر دې ور ها خوا پښتنو ته جاهل خطاب کوئ، په څه دلیل مو درب ودروب جوړ کړی دی؟
    کاکا جانه لږ یې سړه خوره، تر څه وخت به دا د نفاق او بدبینۍ او رته پکه وهئ.
    خبره دي وکړه، خو په چوکاټ کې، اخر موږ هم سیال لرو، هغو ته به څه وایو. یا دي دا نوم لږ کوچنی کړه، چې بهانه خو مو ورته جوړه وي.

    یاچهار یار

  3. استا د سنګروا ل صاحب سلام
    دکابل ښاریانو وژنه یو جنایت وو دتاریخ یو تور داغ بلل کیږی ستمی اوکرکجن ربانی دخبلې بقا لپاره دسروپرچمیانو سره ملګری شو داهغه لېننان ول چې نجیب ګاو یې هم تېرویست اوس دنجیب بلویان نارې سورې وهی له ورخه تېرې اوبه بېرته نه را ګرځی دربانی اخری هیله دبن ککړه معاهده شوه چې د جمعیت ،دشمال لوټمارو ګلم جمو او کمونستی وږوبرچمیو کاسو او کبړیو لباره دبن غونده لنګه غوا شوله دکابل چور دخمکو غصب ،دکورونواوکوڅو انحصار ،بې حسابه دالر،وسلې،اومهمات چاترلاسه کړل دحکومت کلیدی مقامونو کمیشن کاران اود بهرنیو چارو دننه او بهرنی تشکیلاتی برخو کې د خانه سامان به سویه سفیران خو دربانی لباره طلایی فرصت وو
    یونس خان قانوی اوکه غیر قانونی ده د بن غونده کی دجنۍ په څېر ناز او نخرې کولی شبه که تیاره ده مڼې به شمار دی دا فرهنګ وژونکی که هر څومره تبصرو کې دتاند له لارې کله ناکله به مستعارو نومونو کې په اتکل ابلتی وولی کومه ګټه نه لری
    داکتر ساپی دغه قراردی ښه پېژندلی

  4. سلامونه ،
    له ورور محمد !(چې فکر کوم مستعار نوم دی) د یادونې نه مڼنه.
    غواړم هرې نیوکې ته مو لڼډ جواب درکم. اول خو زما نوم درې برخې لري : اصلي مې حميدالله دی. فاميلي یا قومي (صافي یا ساپی) دی او زړه ور مې کورنی یا په کلي کور کې لکه پښتنو کې چې رواج دی ، دی. د دې لپاره ېې لیکم چې خپلوان مې وپیزني. انګلیسي هم د ډاکټري لپاره او دا چې اوس اوروپا کې یم. هيله ده ته هم خپل اصلیت راوښیې! ؛ چې اوس تا باندې صل الله و سلم ونه وایو!!
    -یونس خان ته آن غفوري صاحب له آسترالیا نه غیر قانونی وايي ؛ آیا کابل کې ېې شخصي زندان قانوني و؟ آیا دا نور کارونه ېې …
    -د صیب یا ساب او پیکر په باب باید ووایم چې پیکر دلته هالیڼډي کې هم په همدې معنی استعمالیږي او صیب خو لیکل ېې آسانه اصطلاحي دی. خدای وکړي تاسو نوی نسل اول له بیځایه وژل کیدلو نجات ومومئ ، د ژبې مسایل خو پوهاند زیار هم لا نه دي حل.
    -ما ځینو پښتنو ته جاهل ویلي ؛ ټول پښتون قام مې د سترګو تور دی، د دوی حقوقو لپاره پي.ټي. ایم .کې مبارزه کوو؛ نپوهیږم تاسو د څه شي سیالۍ لرئ؟ زما مقصد هغه پښتانه دي چې د یو څو پیسو لپاره که په لر کې دي که په بر ، د پښتنو دشمنانو ته کمپاین کوي ، راېې ورکوي او لابیګري ورته کوي ؛ نه ټول پښتانهء!.
    – او له یا چهاریار څخه مو مقصد چيشی و؟
    په ځانګړې ډول له ورور ع. شریف زاد څخه مڼندوی یم چې زما تبصره ېې تایید کړې او سنګروال ساب ته ېې تیر ۳۰ کلونه یاد کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب