سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهعمران خان وايي؛ افغانستان سره مو د تېر په پرتله اړیکې ښې...

عمران خان وايي؛ افغانستان سره مو د تېر په پرتله اړیکې ښې دي

تاند (یک شنبه، د قوس ۹) د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي د تېر په پرتله د افغانستان او پاکستان اړیکې خورا ښې شوې دي.

عمران خان پاکستاني رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې، دوی د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

د ده په خبره ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د پاکستان په هڅو په افغانستان کې د سولې خبرې پيل شوې او دا دي اوس د بین الافغاني خبرو تر مرحلې رسېدلې دي.

نوموړي یو ځل بیا له افغانستان سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی.

عمران خان وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېر په پرتله اړیکې خورا ښې دي او د لا ښه والي لپاره یې هڅې روانې دي.

عمران خان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې نوموړی کابل ته راغلی وو او دلته يې له افغان چارواکو سره پر بېلابېلو مسايلو خبرې وکړې.

نوموړي که څه هم افغانستان ته د خپل سفر پرمهال د سوداګرۍ پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې د اسانتیا خبره ژمنه هم کړې وه خو د سوداګرو په خبره تر دې دمه په سوداګرۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب