Homeخبرونهد زابل د ولایتي شورا د رئیس په موټر چاودنه؛ ۲۳ کسانو...

د زابل د ولایتي شورا د رئیس په موټر چاودنه؛ ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یکشنبه د قوس ۹) د زابل د ولایتي شورا پر رئیس په موټر بم حمله کې د مړو شمېر یو او د ټپیان شمېره ۲۲ کسانو ته رسیدلې.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، نن لس بجې د دې ولایت د ولایتي شورا ریس عطا جان حقبیان له کوره دندي ته پر لاره وو چې ټونس ‌‌‌‌‌‌ډوله موټر ورباندي چاودنه کړې .

د سیال په وینا په چاودنه کې نوموړی د خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شوي.

بلخوا د زابل د ولایتي روغتون مشر محمد داود مجیدي ویلي چې د پیښي له ځایه روغتون ته یو مړ او ۲۲ ټپیان وروړل شوي چې ډیره برخه یې ملیکان دي.

پخواني معلومات:

د زابل د ولایتي شورا د رئیس په موټر چاودنه شوې

د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، نن لس بجې د دې ولایت د ولایتي شورا د رئیس عطاجان حقبیان په موټر هغه مهال چاودنه شوې چې له کوره دندې ته پر لاره و.

د ښاغلي سیال په وینا په چاودنه کې د حقبیان په ګډون ۳ کسان ټپيان شوي دي او بل چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د زابل روغتیايي چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه دوی ته ۱۱ ټپیان ور وړل شوي دي.

تر اوسه د برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...