پر خواله رسنۍ مې د زابل – کابل پر لویه لاره د تېلو ضایع کېدل او بیا نن د کابل ښار په زړه کې د ښاروالۍ له خوا د یوې نایي خانې مردارې اوبه بېرته دوکان ته ورپمپ کول ولیدل نو هک حیران شوم. دومره ناشولته کار هغه هم د قانوي تخطي پر وړاندې ډېر د اندېښنې وړ دی.
زموږ د کلي انار اکا دې خدای پاک وبخښي هغه به ویل: (ما یې لعل ګل ژاړه خیرو ګل یې په خره سپور راووړ.) موږ د طالب او د هغوی د ملاتړو دا بې خرده چلند ژاړه چې اوږدې څڼې د ضایع کېدو تېلو د لښتي تر څنګ ویته خوله ولاړ و او په فاتحانه انداز یې د خوار ملت شتمني ضایع کوله، خو د متمدن کابل په زړه کې مې د داسې ناقانونه کار ترسره کېدل ذهن ته نه کښېوتل. په هرصورت، ځينې یوازې د همدې لپاره دا ډول کارونه کوي چې په فیسبوک او یا نورو خواله رسنیو کې یې نوم څو ورځې ښکته پورته شي. دوی ته دا مهمه نه ده چې په جومات کې مرداری وکړي او که په ژرنده کې.
په نوره نړۍ کې چې څوک ناقانونه کار وکړي نو د قانون له مخې یې جریمه کېږي او په دې چاره کې د چا عذر نه منل کېږي، ځکه قانون پر ټولو یو شان تطبیېږي. هلته بیا د زورواکي او چارواکي خاطر نه کېږي بلکې ټول د قانون پر وړاندې یو ډول مسؤل ګڼل کېږي. داسې نه دی لکه د کابل په ښار کې چې هر ساعت د ترافیکو پولیس له موټروانانو سره لاس او ګریوان وي. دلته د ترافیکو پولیس موټروان ته یوه وړه پارچه ورکوي او هغه بیا مجبور دی چې یا هغه لوړه ملا ماتوونکې جریمه ورکړي او یا هم محکمې ته ولاړ شي چې خپلې دعوا ته قانع کوونکي دلایل وتراشي ترڅو یې د قاضي له خولې واوري چې جریمه ورکړي او که نه. زیات وخت خلک محکمې ته ځي، ځکه چې د قانون له مخې هغه پولیس چې پارچه یې ورکړې وي هغه هم باید محکمې ته په هغه ورځ حاضر شي او خپل ټول اسناد د قانون د حکمونو سره سم قاضي ته وړاندې کړي او له خپل تصميم دفاع وکړي، چې هغه موټروان په غلطه و او باید جریمه ورکړي. ځینې وخت که پولیس د یوه عذر له امله هم محکمې ته حاضر نه شي نو قاضي د موټروان په حق کې فیصله کوي او موټروانان هم دغه یو غنیمت بولي.
په هرصورت، خبره د کابل او زابل وه. په داسې هېواد کې چې اکثره خلک یې له بېوزلۍ سره مخامخ دي او خلک د سهار او بېګاه نه لري چې تر ستوني یې تېر کړي، خو بلخوا بیا داسې خرمستي روانه ده چې شته امکانات په وچ زور ضایع کوي او د خلکو له استفادې یې باسي. که د کابل ښاروالۍ ټول هغه دوکانونه چې د قوانینو سره سم خپل کثافات تر ځایه نه وړي او یا بل ډول تخطي کوي نو باید نقدي جریمه شي او د پولیسو او محاکمو په زور دې ور څخه دغه جریمې واخلي او د دولت خزانې ته دې تحویل کړي. له بده مرغه، ښاروال صیب! او یا بل داسې چارواکي ته بیت المال هسې زړې ببولالې ښکاري او یوازې د ځان د مشهورتیا په لټه کې دی او د قانون د تطبیق غم ور سره نشته بلکې وچه سرزوري یې را اخیستې ده، ترڅو هغه پخوانۍ ډنډورې یو څه ورباندې ارامې کړي.
په همدې اړه یوه کیسه را یاده شوه چې یوه ورځ یوه ښځه په ګودر ناسته وه. ګوري چې د سرکار د جلب عسکر کلي ته را روان دی. کله یې چې له بیالې ټوپ کړي نو په دې وخت کې د عسکر باد پرې شوی. د دې لپاره چې ټر په پر پټ کړي نو په کودر ناستې ښځې ته یې مخ را اړولی چې د خ….و تسهاری دې واورېده. ښځه هم هوښیاره وه ور ته کړي یې وه: (عسکره وروره، هغه ټس او دا ټس ډېېېر فرق لري!) نو ښاروال ته هم څوک نه وايي چې د څو هفتو وړاندې ډوڼدوره او دا ډنډوره ډېېېر فرق لري. څه پکار چې د خلکو توهین او هم د شته امکاناتو د خرابېدو کوښښ کوې؟
په اصل کې ځینې خلک سادیزم باندې اخته شوي او د نورو خلکو له ځور څخه خوند اخلي. نو که چارواکي زما مشوره اوري نو یو ځل خو دې دغه ښاروال کوم ډاکټر ته بوځي کنه زموږ یو ملګری شته هغه به په ګوتو ورکړم چې درملنه یې وکړي. هسې هم پوهېږو چې د دولتي چارواکو ګوتې تر زابله نه رسېږي چې د طالب ګوټي غوږ لږ ورباندې تاو کړي. که داسې و نه کړي نو دا سړی په پوست کې پاک نه را ته ښکاري او ممکن نورې ډېرې ډرامې نندارې ته وړاندې کړي.