Homeخبرونهلغمان کې د ۶ قومندانانو په ګډون ۴۷ طالبانو ته مرګ ژوبله...

لغمان کې د ۶ قومندانانو په ګډون ۴۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یک شنبه، د قوس ۹) د لغمان ولایت امنيتي چارواکي وايي د دې ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې  د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند اسدالله دولتزي تاند وېب پاڼې ته وویل چې، دا عمليات تېره ورځ ناوخته ترسره شوي دي.

نوموړی وایي په دې عملياتو کې د طالبانو د استخباراتي مسوول او ۶ سیمه يیزو قوماندانانو په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيآن شوي دي.

نوموړی وایي په وژل شویو کسانو کې دولت شاه ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسؤل قاري همت او د دوی ۶ تنه سيمه يیز قومندانان  حلیم ، نجیب الله ، طوفان، قدرت ، مالک  او فراشغاني هم وژل شوي دي.

د هغه  په خبره په دې عملياتو کې ملکيانو او افغان ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.

بل لورته وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...