Homeخبرونهطارق ارین: په تېرو ۶ میاشتو کې طالبانو ۳۵۰۰ ملکیانو ته مرګ...

طارق ارین: په تېرو ۶ میاشتو کې طالبانو ۳۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۱۴۰ چاودنې کړي دي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې په تېرو ۶ میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې کابو ۳۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ارین وایي، یواځې په تېرو دوو اونیو کې د طالبانو په ترسره شوو بریدونو کې ۹۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.

https://taand.net/%da%ab%d9%88%d8%aa%d8%b1%db%90%d8%b4-%d9%84%d8%a7-%d9%87%d9%85-%d8%af-%d8%a8%d8%b4%d8%b1%db%8c%d8%aa-%d8%af-%d8%ae%d9%88%d9%86%d8%af%d9%8a%d8%aa%d9%88%d8%a8-%d9%be%d9%87-%d9%84%d8%a7%d8%b1%da%a9/

د نوموړي په خبره، طالبانو دغه بریدونه د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ترسره کړي، چې تر ټولو ډېر یې په ننګرهار اوتخار ولایتونو کې دي.

طالبانو که څه هم تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د دې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په خپلو بریدونو کې د هر ډول ملکي مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي دي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...