سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهګوترېش: لا هم د بشریت د خونديتوب په لارکې ستر خنډونه شته

ګوترېش: لا هم د بشریت د خونديتوب په لارکې ستر خنډونه شته

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱): د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيوګوترېش وایي دغه سازمان په نړۍ کې ډېرې ستونزې حل کړې دي خو، لا یې هم د کار په لار کې ستر خنډونه شته دي.

ګوتریش د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت د دغه سازمان غړو ته د خبرو پر مهال وویل، چې ملګرو ملتونو له نړیوالو جګړو وروسته په نړۍ کې د نظم او ثبات لپاره مهم کارونه کړي دي.

د نوموړي په خبره لا هم د بشریت د خوندیتوب او هوساینې په برخه کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو په لارکې خنډونه موجود دي.

هغه وایي اټومي وسلې، د اقلیم بدلون، وباګانې، جګړې، اقتصادي مسایل او بې وزلي هغه مسایل دي، چې بشریت یې له ستونزو سره مخ کړی دی او ملګري ملتونه یې د خطرونو کمولو په لټه کې دي.

د ملګرو ملتونو په دغه عمومي غونډه کې د ټولو غړو هېوادونو مشرانو یا استازو په انلاین او حضوري توګه برخه اخیستې وه.

https://taand.net/%db%8c%d9%88%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%a7-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%d8%af-%d8%af%d9%88%d8%a7%d9%85-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%a8%d8%a7%db%8c%d8%af-%db%8c%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب