دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیز خاوند مو ولې جنسي اړيکه درسره شلوي؟

 خاوند مو ولې جنسي اړيکه درسره شلوي؟

نجیب احمد عزيزي

د ژوند تر ټولو غټه ستونزه چې جنسي اړيکه له منځه وړي، په تېره بیا نارينه «خاوند» کرکه زیاتوي، غواړو په دې مطلب کې يې سره ولولو.

۱ـ تر حد زیات سينګار

دا ټولو ته مالومه ده چې مناسب سينګار د ښځې لپاره بېخي ضرور دی، خو که چېرته لږه اندازه زیات شي نه يوازې مصنوعي کېږي، بلکې نور هم د مقابل کس له سترګو لرې کېږئ، ځکه نارينه طبعاً کم سينګاره ښځې خوښوي؛ نو د يو ګډ ژوند لپاره دا هڅه د مېرمنې يو غوره کار دی.

۲ـ د بدن بوی

دا يو داسې اړخ دی ممکن زیات کسان توجه ورته و نه کړي، خو دا هم يوه حيرانوونکې خبره ده چې زیاتې ښځې او نارينه بوی نه لري، مانا دا چې د ژر ژر حمام کولو له امله يې خوله بوی نه لري، مګر که چېرته ښځه/خاوند زیات خوله شي، چټلې يې کرکه او بې‌ميلي زیاتوي. «دا چې جنسي ميل د ځينې کسانو توپير سره لري، نه يوازې د مېرمنې د بدن له بويه خوند اخلي، بلکې هغه يې د پارېدنې سبب وي.»  د طب له نظره د بدن له خولو سره زیات زهرجن مواد راوځي؛ نو ښه دا ده چې حمام ژر ژر وشي.

۳ـ اضافه وېښتان

تر ټولو بدترین شی د نارينه له سترګو د ښځې د بدن اضافي وېښتان دي چې جنسي اړيکه يې په ټپه هم درولای شي، په تېره بیا د تخرګونو وېښتان، که يوه مېرمن يې لرې کولای نه‌ شي له خاونده دې مرسته وغواړي، ځکه دا که لږ اندازه هم وي، خو يو بامزاجه خاوند يې په لوبو لوبو کې هم در نه لرې کولای شي.

۴ـ ګډوډ وېښتان او نوکان

د نارينه له سترګو ښځه يو پاکيزه او منظم موجود ښکارېږي، خو کې يې وېښتان ګډوډ، نوکان چټل او بې‌رنګه وو، ممکن خاوند يې جنسي اړيکه ورسره پرې کړي.

۵ـ خرابې جامې

د بدن د پټولو تر څنګ جامې بايد ډېرې نوې او بېلابېل موډونه وي، خو نارينه معمولاً د ښځو په پرتله هغه جامې خوښوي که تنګې يا هم اوږدې وي، مګر دا چې يو خاوند څنګه پاروي هغه ډول جامې دې انتخاب کړي.

۶- د پوستکي رنګ

نارينه هغه ښځې زياتې خوښوي چې ظاهراً يې لاسونه، مخ، پښې، د تازه‌والې او سپين‌والې نښې لري، خو د ښځې پوست د کارونو يا ناروغې له امله ډېر ژر تغير کوي، خو تر ډېره که ظاهري ښکلا ته پاملرنه وکړي دا به اړيکه نه شلوي.

۷ـ پوچې خبرې

ژبه که څه هم زړونه سره نښلوي، خو که چېرته يوه ښځه ظاهري ښایست هم ولري، مګر د بدو الفاظو له کبله يې مېړه هر وخت په شخړو ورسره اخته وي؛ نو هغه څه چې کورنۍ جګړه زیاتوي او جنسي اړيکه مو زيانمنوي هيڅ اړتيا يې نه‌شته.

۸ـ نارينه خويه

هغه ښځې چې په تګ، خبرو، يا هم نارينه ته ورته جامو کې ګرځي او له ښځينه خاصيتونو ځان لرې کوي، د نارينه پر وړاندې ډېره بده ښکارېږي، ځکه د ښځې نارينه خوی «عادت» په تېره بیا خاوند هيڅکله نه‌شې ارامولای، هغه اړيکه چې د ښځې او نارينه تر منځ ده، د تل لپاره يې شکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب