جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهحنيف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان ته: ط په رسمیت مه پیژنئ

حنيف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان ته: ط په رسمیت مه پیژنئ

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏‏‏‏‏د پرځول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزیر محمد حنيف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان ته د افغانستان د وضعیت په اړه لیک استولی.

دغه لیک د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزارت په رسمي فارمټ کې ليکل شوې او غوښتنه پکې شوې چې په افغانستان کې د پراخ بنسټه او د خلکو په خوښه حکومت جوړولو لپاره بايد بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

د اتمر په وينا داسې حکومت بايد رامنځته شي، چې د اسلامي ارزښتونو تر څنګ د ښځو د حقونو په ګډون ټول بشري حقونه او ټولنیز عدالت یې باید بنسټیز ټکي وي.

 اتمر زياته کړه، چې د يوه داسې پراخ بنسټه او مشروع حکومت جوړولو یوازینۍ لار دا ده چې د دوحې تړون او د ملګرو ملتونو د قرارداد پر بنسټ دې بین الافغاني مذاکرات له سره پیل شي.‌

اتمر له ملګرو ملتونو مننه کړې، چې طالبانو ته يې په دغه نړيوال سازمان کې د افغانستان د استازيتوب څوکۍ نه ده ورکړې.

هغه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان نه هم د همداسې پریکړې غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې، چې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډه سبا ترسره شي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني مرستيال سفير زردشت شمس ويلي، چې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډې دغه هېواد ته لويه لاسته راوړنه ده، ځکه په نړيوال سټیج کې د افغانستان په سر بيا مطرح کيږي، خو افغانستان ته د شاتګ په مانا ده.

د شمس په وينا، مخکې به جرمني، جاپان او د نړۍ نور پياوړي هېوادونه د افغانستان په اړه د مرستو او نړيوالې همغږۍ د کنفرانسونو کوربانه وو، خو د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان په نړیوال ډګر کې خپل دغه مقام د لاسه ورکړی.

1 COMMENT

  1. د سقوي اتمر برخه لیک هغه فاحشې ته پاته کیږي چې دوه لوڼډه ګانو طلاق کړې وي. یوځل خو روسانو طلاق کړ بیا امریکا (ددوی په اصطلاح امپریالیزم سره همبستر شو. ريښتیا بدماشي یې هم وکړه خپلو غلو سره تور امریکایي ټوپک په غاړه عکس واخیست چی غني وډار کي ههههههههه خو د اګست ۱۵ مه یې پل وایست، د خلیل حقاني مقابل کې یې ټيزونه اچول نه تور ټوپک وو نه بدماشان ههههههههه ) خو بخت ورسره نه وه هغه هم قطر کې طلاق کړ او ټالب یې په ډګه کیناوه او ارګ کې یې خطا کړ هههههه

    اصلي خبره داده چې په پردي کټ شپه نه سبا کیږي که دروسانو کټ وي که د امریکایانو یا انګریزانو وي که د پنجابیانو کټ وي او که د فارسیانو او که د…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب