تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي، چې پاکستان ته د افغانستان د بشري ناورين په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په سبانۍ غونډه کې د ګډون په موخه تللی، نن یې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د يو شمېر نورو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي.
د متقي ویاند وايي، چې هغه له شاه محمود قريشي سره په لیدنه کې د پاکستان په کوربتوب او د سعودي عربستان په همکارۍ جوړيدونکی فوق العاده غونډه د افغانستان په اړه يو ښه اقدام وباله، او د هغوی هڅي يې وستايلي.
هغه هيله څرګنده کړه چې دا غونډه د افغانستان د سياسي او بشري ستونزو په حل کې اغيزمنه ثابته شي.
مولوي متقی دغه راز د افغانستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي جسپر وېیک سره لیدلي او د اقتصادي وضعيت او بشري کومکونو په اړه ورسره غږيدلی.
طالب وزير د جرمني څخه مننه کړې، چې له افغانستان سره یې د بشري ناورين د کنټرول لپاره د ۶۰۰ مليونه ډالرو مرسته اعلان کړې.
هغه د جرمني له استازي غوښتي، چې دغه مرسته بايد په شفافه او پوره توګه افغانستان ته انتقال شي او د معلمانو د معاشاتو ورکولو وعده ژر پوره کړل شي او د افغانستان د بانکونو له لاري دا پروسه تکميل شي.
مولوي متقی همدا شان د انډونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې ريتنو مارسوديا سره لیدلي او په اقتصادي، تعليمي او سياسي چارو کې د همکاريو غوښتنه ورڅخه کړې ده.
ټاکل شوې، چې د افغانستان د بشري ناورين په اړه ياده غونډه سبا ترسره شي.
په پاکستان کې د افغانستان پخواني مرستيال سفير زردشت شمس ويلي، چې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډې دغه هېواد ته لويه لاسته راوړنه ده، ځکه په نړيوال سټیج کې د افغانستان په سر بيا مطرح کيږي، خو افغانستان ته د شاتګ په مانا ده.
د شمس په وينا، مخکې به جرمني، جاپان او د نړۍ نور پياوړي هېوادونه د افغانستان په اړه د مرستو او نړيوالې همغږۍ د کنفرانسونو کوربانه وو، خو د طالبانو له واکمنیدو سره افغانستان په نړیوال ډګر کې خپل دغه مقام د لاسه ورکړی.