جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني: د افغانستان او سيمې ثبات غواړو، هیڅ هېواد ته...

سراج الدين حقاني: د افغانستان او سيمې ثبات غواړو، هیڅ هېواد ته ګواښ نه يوو

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏‏‏د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ له مشرې دیبورا لاینز سره کتلي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت لیکلي: په دې غونډه کې خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان او سیمې پر ثبات ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ ندی.

‏هغه دغه راز له نړيوالو غوښتي، چې له افغانانو سره د تعامل په برخه کې تابیا وښیي.

ویل شوي، چې د دغې لیدنې پر مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مشرې دیبورا لاینز هم د کړکېچ د هواري په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د ښوونې او روزنې او همدارنګه کرنې په برخه کې به د ګڼو پروژو د پیلولو هڅه وکړي.

‏مېرمن لاینز له افغانستان سره د نړیوال بانک د ۲۸۰ میلیون ډالرو نغدي مرسته وستایه او د مرستو د لا دوام ډاډ یې ورکړ.

څه موده مخکې هندوستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال د هندوستان او روسیې مشرانو وويل، چې د افغانستان له خاورې څخه باید د داعش، القاعدې او لشکر طیبه په ګډون هیڅ کومې ترهګرې ډلې ته د دوی د جنګیالیو د پناه ځای، روزنځای، تمویل ځای او بل هیڅ ډول استفادې لپاره د کار اخیستو اجازه ورنه کړل شي.

 پرون د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل، چې که افغانستان ته عاجلې مرستې ونه ليږل شي، بشري ناورين او نورې ننګونې به افغانستان د داعش او القاعده ډلو په مرکز او نړۍ ته په لوی ګواښ بدل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب