تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه) طالبانو تاييد کړه، چې په کابل کې د عربي دارالعلوم د عربي برخې آمر مولوي بسم الله شاکر نن سهار په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه پېښه نن سهار د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې دغه برید د ناڅرګندو وسله والو کار ګڼلی او نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.
له دې سره ژمنه شوې، چې د پېښې عاملين به معلوم او ونیول شي.
پرون د کابل ښار په کارته پروان سيمه کې پر مشهور ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد هم چاودنه شوې وه، چې هغه او درې تنه نور يې ټپيان کړي وو.
معلومه نه ده، چې د دې پېښو تر شا څوک دي، خو د شنونکو په باور طالبان او داعش ډله د یو بل مذهبي پلوي ملایان( اهل حدیث او حنفیان) د وژونکو بریدونو هدف ګرځوي.
نهایت قابل تشویش است که علما،آنهم استادان گرانمایه ایکه برای امت اسلامی ارزشمند و خادمان راستین امت و بشریت اند حکام فعلی اهمیت آنها را تا هنوز ندانسته و در خدمت و
حمایت این نعمت گرانبها سخت مقصر ، بی باک و غافل اند
نمی دانیم این چه عقلانیت،دینداری و تربیت است که قدر استاد، عالم و خادم راستین ملت و امت را ندانسته پس تصور ظرفیت خدمت ، انتظار بیهوده به نظر میرسد و این تجارب ۴ماهه نشان میدهد که:
امیر قوم، خادم قوم نبوده و درین لباس فرعون قوم و ملیشه ای دشمنان است و بجز تباهی ملت و روش ارذل الناس از اخلاق و سیرت محمدی فاصله زیاد داشته و ظرفیت و توان سپردن امانات را به اهلش ندارند و پشم و نسوار معیار آدمیت شده نمیتواند