تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه) د عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ د طالبانو پر ضد د مقاومت اعلان شوې عالي شورا، چې تراوسه یې د خپل فعالیت مرکز نه دی ښودلی، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمان څخه غوښتي، چې د طالبانو واکمني په رسمیت ونه پېژني.
د دغې شورا له اړخه یاد شوي سازمان ته په استول شوي لیک کې راغلي، چې طالبان د دغه سازمان د اصولو او ارزښتونو خلاف دي، ترهګریزې موخې لري او د زور له لارې واک ته رسیدلي.
یاده شورا ټینګار کوي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندل به د اسلامي افراطیت د پراختیا سبب شي، ځکه خو باید د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان متوجه وي.
ټاکل شوې، چې د یاد شوي سازمان غونډه سبا د افغانستان د بشري ناورین په اړه د سعودي عربستان په غوښتنه په اسلام اباد کې ترسره شي.
مخکې د طالبانو خلاف د پنجشير مقاومت ډلې مشر احمد مسعود په پاکستان کې د دې غونډې د نه جوړیدو غوښتنه کړې او ویلي و، چې پاکستان د طالبانو له واک ته رسولو سره د افغانستان د بشري او نورو ناورینونو اصلي عامل دی.
د مقاومت عالي شورا، چې ویل کیږي مشري یې عبدالرب رسول سیاف کوي، ډیری غړي یې په ترکیه کې دي.
عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عطامحمد نور ، یونس قانوني او عبدالهادي ارغندیوال د دغې شورا له مخکښو غړو څخه ګڼل کیږي.
یادې شورا د اعلانیدو په اعلامیه کې لیکلي و، چې لومړی له سیاسي لارې طالبان د ټول ګډونه، منتخب او جمهوري نظام جوړیدو ته هڅوي، خو که طالبانو یې غوښتنې ونه منلې، پر ضد به یې وسله واله مبارزه وکړي.
طالبانو بیا دغه سیاستوال منفور شوي ګڼلي او و یلي و، چې دوی د عادي افغانانو په شان په هېواد کې د ژوند کولو لپاره راتلی شي.
د مقاومت عالی شورا = د بدو ځناورو او ملی خاینینو ستره ډله!
باید دغه جاهله طالبانو سره یوځای د یوه سره ټول محاکمه شه.
پوست دې پیژنم په دوکان د چرمګره، سیاپه ترهګره!
عبدالرب رسول سیاف نه دی، عبدالعرب دی. عبدالعرب سیاپ وايي «طالبان ترهګریزې موخې لري او د زور له لارې واک ته رسیدلي او ددوی په رسمیت پېژندل به د اسلامي افراطیت د پراختیا سبب شي».
او دا هماغه سیاپ دی چې ټول کابلیان یې تکفیر کړل او ويل یې چې کابل باید په بل مخ واړول شي…
او دا هماغه سیاپ دی چې د نور پنجابچاپي تنظیمونو سره په زور کابل ونیوه او د رباني مسعود سقوي واکمنۍ ساتلو لپاره قتل عامونه وکړل ښار یې کڼډواله کړ…
او دا هماغه سیاپ دی چې د ترهګرۍ او اسلامي افراطیت پلار یې بل نوم دی. له عربو یې پيسې اخیستلې او اسامه یې له شل زرو عربي وژونکو ځناورو سره افغانستان ته راوست، د افغانستان تابعیت یې ورکړ وزیر اکبرخان کې یې قیمتي کورونه ورته واخیستل…
او دا هماغه شیطان سیاپ دی چې بیا د بي ۵۲ وزرو لاندې له سقاویانو سره کابل ته ننوت ځمکې یې چور کړې د ناټو نګه غلامي ته یې کار وویلو…
او دا هماغه سياپ دی چې رسمي مجلس کې یې د افغانستان د خپلواکۍ سمبول ستر غازي مرحوم امان الله خان یې په کفر متهم کړ او دحبیب لله کلکاني په نوم يوه مشهور غله قطاع الطریق او د انګریزانو جاسوس ته سلامي وکړه…
خو، مړی چې خدای شرموي په تخته یې … ځي، عبدالعرب سیاپ جبون هم خدای وشرماوه ۱۴ د اګست په ډیر ذلت و حقارت ډار و ویره تيښته وکړه بګوان ته پناه یوړه…. او انشاالله همداسې په ذلت و ذلالت کې به مرداریږي، دا چیغې يې نور ځای نه نیسي… وایي د هیندو ځانکدن و بادونه یې وتل… څنګ ته یې ناست ملګري ویل لالا ځي نښي پریږدي…