شنبه, مې 18, 2024
Home+این چه شور است که در دور قمر می بینم

این چه شور است که در دور قمر می بینم

فرشته جلالزۍ

د تللي ولسمشر د ملي امنیت سلاکار،‌ حمدالله محب په وروستیو څو ساعتونوکې له دریو رسنیو سره خبرې وکړې چې ما ولیدې.

زه یې دلته سلاخي ته ناسته یم.

ګنګسه یم.

حیرانه یم.

پريشانه یم.

محب وویل،‌ زموږ لویه تېروتنه دا وه چې موږ دامریکا پر وتلو باور نه درلود.

نو دا خبره څرنګه کوي؟

له افغانستانه د امریکائیانو د وتلو خبره د یوې ورځې  نه وه.

بارک اوباما د جمهوري ریاست  اول  کمپاین په دې وچلاوه چې جګړې ختموي.

دوهم کمپاین یې په دې وچلاوه چې امریکايي‌ عسکر به کور ته ستنوي.

رېچرد هولبروک یې دافغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل او د دوحې دفتر پرانیستل شو.

اسامه بن لادن ووژل شو.

په ګوانتناموکې د زندان تخلیه پيل شوه.

طالبان د قطر په ماڼیو کې ځاي‌ پر ځاي‌ شول.

بیا عسکروپه وتلوپیل وکړ.

بیا ټرمپ راغی ، ستېزې یې وکړې، بمونه یې واچول.

بیاموافقه لاسلیک شوه.

بیابندیان خوشي‌ شوو.

بیاطالبانو له حکومته وغوښتل چې ورته تسلیم شي.

بیاولسمشر واشنګټن ته ولاړ.

بیاجوبایډن ورته وویل چې هېڅ‌ مرسته نه شي‌ کولائ.

ایا حمدالله محب فکر کاوه چې امریکا پاتې کېږي؟

ایا حمدالله محب فکر کاوه چې امریکا ټوکي کوي؟

ایا حمدالله محب فکر کوي چې طالبانو تصادفي‌ وګټله؟

محب وویل، رسنیو بې طرفي‌ کوله او دې نظام کمزوری کړ.‌

نو دا خبره څرنګه کوي؟

زما یو هندي ژورنالیست ملګری دی چې کله کله پر مسایلوخبرې ورسره کوم.

هغه وايي‌ چې په هند کې د ژورنالیستانو یوه لویه برخه (سموسه) ژورنالیستان دي.‌

سموسه ژورنالیستان هغه دي چې د سموسو او کلچو د خوراک لپاره غونډو ته ځي‌ او هر چا چې ښې سمبوسې ورکړې هغسې خبرونه لیکي.

ایا په کابل کې هغه خبریالان کم وو چې په انتخاباتي کمپاینونوکې به یې سمبوسې خوړې؟

ایا هغه خبریالان هم کم و چې انتخاباتي کمپاینونه به یې تمیولول؟

ایا کم مدني فعالان وو چې په کنفرانسونو اوسیمینارونوکې به یې کلچې خوړې او  احمدشاه ابدالي ته به یې غل ویل؟

ایا هغه خبري رسنۍ کمې وې چې د حبیب الله کلکاني سوانح یې له سره تشریح کولې؟

ایاهغه خبري‌ رسنۍ کمې وې چې د افغان هویت ته یې نوی تعریف ورکاوه؟

یو وخت دافغانستان په ډېرو رسنیوکې دا بحث و چې ولې د حامد کرزي مېرمن خپله څېره نه راښکاره کوي.

یووخت دافغانستان په رسنیوکې بحث پردې و چې داشرف غني دښځې دین چیشی دی.

ایا دا بحثونه بې طرفانه وو؟

حمدالله محب چېرته اوسېده؟

حمدالله محب چیشې اروېدل؟

حمدالله محب چیشی کتل؟

محب وویل،‌ نه پوهېږم چې تر سقوط مخکې موږ څومره امنیتي ځواکونه درلودل.

دا څرنګه ویلائ شي؟

حمدالله محب ته د ځانګړو ځواکونو شمېر نه و معلوم.

حمدالله محب ته حتی د پولیسو او اردو اټکلي شمېر نه و معلوم.

نو هره ورځ‌ په امنیتي جلسو کې څه شی ویل کېدل؟

ایا ولسمشر له چا پوښتنه نه کوله چې څومره کسان د جمهوریت لپاره جنګېږي؟

د ملي امنیت سلاکار ولسمشر ته د چیشي راپور ورکاوه؟

کله چې د وسله وال ځواک اعلی  سرقوماندان له ارګه وت،  شاته یې ونه کتل ؟

ویې نه پوښتل چې څومره ځواک مې دښمن ته پاتې شو؟

حمدالله محب څه ورته وویل؟

محب وویل، هېڅ‌ څوک د جمهوریت له سقوطه خبر نه و.

دا څرنګه ممکنه ده؟

په ۲۰۲۰ م کال کې طالبانو او امریکا د سولې موافقه لاسلیک کړه.

په هغو ورځو کې به په شدت په کار کې وم.

یوماښام د یوه اورېدونکي ټلفون راته راغی.

مال څه کار کوې؟

وايي،‌ له سهاره ترماښامه ناست یمه راډیو ته چې ستا خبرونه واورم.

مال،‌خداي دي‌ کراري کړې چې پنجوايي‌ ته درشم بیا به میلمستیا راته وکړې.

وايي، یو څو نورې ورځې، بیابه له کابله تر چمنه لارې خلاصې وي.

مال ، څنګه ؟

وايي،‌ طالب به کراري راولي.

د پنجوايي یوه دهقان ته دا خبره ور رسېدلې وه.

نو حمدالله محب څرنګه خبر نه و ؟

حمدالله محب ومنله چې دامریکا استخباراتو خبر کړي و چې د ولسمشر د قتل او بې عزته کېدو دسیسه جوړه شوې ده.

نوکه دجمهوریت د سقوط خبره نه وه، ولسمشر به څرنګه اعدامېده؟

نوکه دجمهوریت د سقوط خبره نه وه،‌ ولسمشر به چا  بې عزته کاوه؟

زما سر نه خلاصېږي.

امریکائیان وايي، ملګري دي‌ راوښیه چې تا وپېژنم.

په غربي نړۍ کې ملګري مهم ګڼل کېږي.

په غرب کې خلک په دې باور دي‌ چې د یوچا ملګری د هغه د شخصیت په اړه ډېر څه راته ویلائ شي.

دا خبره چې ( زه دحمدالله محب ملګری یم) مې له ډېرو کسانو اروېدلې ده.

خو چېرته د غرب تعریفونه او چېرته زموږ  شرقي فکرونه؟

دا شرقي حقیقت څوک ردولائ شي چې کله څوک په قدرت کې وي،‌ حضوري او غیابي‌دوستان یې زیات وي؟

حمدالله محب مې نه دی لیدلی .‌

له حمدالله محب سره نه یم ږغېدلې.

نو نه یې پېژنم.

خو ما یو وخت داسې انګېرله چې جمهوري‌ ریاست به ورپاتې شي.

ما فکر کاوه چې ځوان او لوستی دی.

ساټ و باټ یې برابر دی.

امریکا ته نږدې دی؟

ما باور درلود چې له پاکستانه دافغانانو کرکه د افغانستان خواره – واره ولسونه په یوه ملت بدلولائ شي .

ما انګېرله چې حمدالله محب دافغانانو نبض موندلی دی.

ما داسې احساس کاوه چې په خبرو یې سړی پوهېږي.

خو په دا نن خبرو یې نه پوهېږم.

 د همدې ابهام له وجهې مې خپل دا یادداشت یوه ملګري ته ور واستاوه .

مال (ماویل)‌ ته زما په  متن کې منطق سته؟

وايي، یا!

مال ولې؟

وايي، دامریکا پر وتلو ځکه باور نه و چې تر اخره د پنټاګون او سپینې ماڼۍ ترمنځ سخت اختلاف موجود و.

وايي، جنرال مېلي (مارک مېلي)‌ په سپینه ماڼۍ کې سخته احساساتي وینا کړې وه او ویلي و چې له افغانستانه په وتلوکې دامریکا ګټه نسته.

وايي، دا خبره چې امریکائیان وزي  د ۲۰۲۱ م کال په اپرېل کې قطعی شوه.

وايي، د ځواکونوشمېر ځکه نه و ورته معلوم چې تلفات زیات وو او عسکر مکررا تښتېدل.

وايي ، د رسنیو او مدني ټولنې د فعالیت  په اړه خبره یې بل تعبیر لري.

وايي، مطلب یې دا و چې زیاتو رسنیو او مدني فعالانو ادعا کوله چې بې طرفه دي خو په اصل کې بې طرفه نه وو، د نظام پر ضد فعالیت کاوه .

زه وام، زه خو ولس یم.

هغه چې حمدالله یې محب دی؟

ما په مټاخان ، په وازه خوا،  په پنجوايي، په ده دادي، په ارغنداب ، په سنګین ، په چخانسور کې  حمدالله ته غوږ نیولی دی.

ما ته یې ولې سبینه خبره ونه کړه؟

زه به یې  چېرته د خبرو په تعبیر پسې روانه یم؟

2 COMMENTS

  1. شکلی لیکنه او شی پوشتنی دی. فکر کوم د زیاتو خلکو سره همدغه پوشتنی ولی او هو پدی که شک نشته چی اکثره د تاجکو او هزاروو رسنی د تعصب چخه دکی وی او یواحینی موخه یی د غنی بدنامول ول. اوس دی د تولو (فاسدو او خاینو) مبارک شی. هیواد د پاکستان په صوبه بدل شو…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب