پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+وسله وال ځواکونه| دولت وزیري

وسله وال ځواکونه| دولت وزیري

د یوه هېواد د وسلوالو ځواکونو ملاتړ د دولت عمده دنده ده، دغه ځواکونه د حاکم نظام د کورني او بهرني سیاست مخ ته وړي او نظام له داخلي یا هم بهرنیو یرغلونو خوندي ساتي.

ملي وسله وال ځواکونه د دې تر څنګ چې له دښمن څخه د  هېواد د ساتنې، د ځمکنۍ بشپړتیا، د پولو ساتلو او د کورني امنیت د ټینګولو مسؤلیت پر غاړه لري، تر څنګ يې د نظام ساتل هم عمومي دنده ده. د دې ستر مسؤلیت د تر سره کولو بیه ډېره ګرانه او د سر او وینو په قیمت وي. کله نا کله په هېواد کې وسلوال ځواکونه د سیاسي تحولاتو او بدلونونو ښکار کېږي.

خو د کوم نظام ساتل:

– د ظاهر شاه د واک او نظام ساتل چې د خپل د کاکا زوی او د خور د مېړه له لاسه د کینې او کورنیو بې اتفاقیو له لاسه وشړل شو!!!

آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟

– د سردار محمد داود خان د نظام ساتل چې په یوه سر ښورولو يې په لسګونه افسران اعدام او د زندان خوراک کړل او په سیاست کې يې هم د لېوني داود نوم ګټلی و!!!

آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟

– نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین خو نوک او ورۍ وه. پر یوه او بل ډزې او وژل د کوم جنرال په امر تر شول، که قومانده يې په خپل لاس کې وه؟

آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟

– ببرک کارمل، ډاکټر نجیب الله، دوستم، عظيمي، کاویاني، فرید مزدک او وکیل خو د يوې خوڅې ماران وو!!!

آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟

– د مجاهدینو مشرانو خو په دې دنیا ځانونه جنتي ګڼل. بلډنګونو او ډالرو خو يې ټوله دنیا نیولې ده او د کابل کوڅې خو د دوی د جګړو له امله تر اوسه د پېريانو کنډوالې دي!!!

آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟

– د شمالي ټلوالي او طالبانو تر منځ د جګړې مشران افسرانو وو او که د مجاهدینو مشران!!!

آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟

– د حامد کرزي د باور وړ کسان خو په روزګان، کندهار او کابل کې امریکایان وو او له يوې ولسوالۍ څخه په یوه جدول کې د ۲۹ جنرالانو څخه درې تنه یو د خوست، یو د وردګو او یو د کونړونو وو!!

آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟

– د ډېر قدرمن ډاکټر صاحب محمد اشرف غني پر مهال د امنیتي ځواکونو مسؤلینو په هکله څه ووایم!!!

آیا ملامت وسله وال ځواکونه دي؟

وسله والو ځواکونو خو خپله وینه ورکړه، خپل سر يې قربان کړ او ظاهر شاه ته يې وویل عمر دې ډېر شه پاچا.

داود خان ته يې وویل له تا مو سر او مال قربان،

نورمحمد تره کی يې د ختیځ نابغه کړ،

حفیظ الله امین يې د ختیځ ستوری کړ،

ببر کارمل يې له سره را ژوندی کړ،

ډاکټر نجیب الله ته له سره تېر شول خو سنګر يې وساته،

د مجاهدینو د مشرانو په امر د هېواد درې او دښتې د سپېڅلو مجاهدینو په وینو سرې شوې.

حامد کرزی خو له اسمانه را نازل شو،

ډېر قدرمن ډاکټر صاحب غني ته دې ځوانان مبارک وي،

اوس راځئ وګورو چې،

که د سیاسیونو له خوا وسله والو ځواکونو او مجاهدینو ته په بده سترګه کتل کېږي او خپله ملامتي په دوی پورې کوي، خدای دې په دې دنیا او هم په هغې دنیا دوزخي کړي!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب