Homeخبرونهکابل کې د پاسپورټونو وېش سبا بیرته پيلیږي

کابل کې د پاسپورټونو وېش سبا بیرته پيلیږي

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏‏د پاسپورټ ریاست لپاره د طالبانو ټاکل شوی رئیس عالم ګل حقاني وایي، چې سر له سبا به په کابل کې د پاسپورټونو د وېش دریدلی بهیر بیرته پيل شي.

د ده په وینا، په دغه لړۍ کې به یوازې د کابل اوسیدونکو ته پاسپورټونه ورکړل شي.

هغه له نورو خلکو غواړي، چې پاسپورټونه په خپلو اړوندو ولایتونو کې ترلاسه کړي.

 د ده په وینا، د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره به خلک نور په انلاین ډول نوم لیکنه کوي.

هغه د انلاین فورم د نوي کیدو خبر هم ورکړی.

د حقاني په خبره، د پنجشنبې پر ورځ به یوازې د طالبانو د اسلامي امارت غړو او جنګیالیو ته د پاسپورټونو د وېش چارې ترسره شي.

  دا په داسې حال کې ده، چې خلک د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په چاره کې د پراخې ګډوډۍ او فساد ادعا لري او وایي، چې له پیسو پرته یې په اسانه څوک کار نه ترسره کوي.

د پاسپورټ ریاست مسوولین بیا دا ستونزه د کمیشن کارانو او مخکینیو کارکوونکو په غاړه اچوي او وایي، چې لسګونه تنه یې د پاسپورټ د وېش بهیر کې د فساد او کمیشنکارۍ په تور نیولي دي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په میلیونونه افغانان له مختلفو قانوني او ناقانوني لارو غواړي هېواد پریږدي او د دې کار لپاره په عاجل ډول پاسپورټونه ترلاسه کړي.

اوج ته رسیدلی فقر او اقتصادي ناورین، د ژوند لپاره سخت شوي ملایي قیودات او د فردي ازادۍ او اساسي حقونو نقض، بې کاري او په راتلونکي بې باوري د دغه وضعیت اساسي دلایل ګڼل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...