یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهجوزجان: د ورځې ۲ ټنه کونځلې پروسس کیږي او صادريدو ته چمتو...

جوزجان: د ورځې ۲ ټنه کونځلې پروسس کیږي او صادريدو ته چمتو دي

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏‏په جوزجان کې د یوه خصوصي شرکت مسوولینو ویلي، چې له هېواده بهر ته د کونځلو د صادرولو چمتووالی لري.

 د حاجي صفر مراد لمیتد په نوم د دغه شرکت مدير ذکر الله باختر اژانس ته ویلي، چې هره ورځ څه د پاسه اوه سوه زره کيلوګرامه کونځلې بهرته د صادرولو لپاره پري مينځل اوانډي کيږي.

دغه شرکت په مډرنو ماشين الاتو سمبال دى او په ٢٤ ساعتونو کې له ٣٠کارګرانوسره د نږدې ٧٢٠٠کيلوګرامو کونځلو د مينځلو اوانډي کولو وړتيالري.

مدير ذکر الله وايي کونځلې د دغه ولايت له بزګرانو پيري او له پاکولو اومينځلو وروسته يې انډي کوي.

هغه وويل دغه شرکت هره ورځ دوه ټنه کونځلې مينځي او انډي کوي یې.

هغه زياتوي کنځلې له پاکولواوانډي کولو وروسته ترکيې ته صادريږي.

د دې ترڅنګ چې د شبرغان په ښارکې دوه شرکتونه د کونځلو پاکولو او انډي کولو په برخه کې فعاليت کوي؛ خو د دغه ولايت يوشمېرخلک د کونځلو غوړيو د توليد لپاره له صنعتي لارو چارواستفاده کوي.

محمد اسحق وايي چې له ٤٠کلونو را پديخوا د کونځلو غوړيو د توليد لپاره له صنعتي لارو چارو استفاده کوي او په ٢٤ ساعتو کې له دوو او ښانو په استفادې سره د لسګونو کيلوګرامو غوړيو د توليد وړتيا لري.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ اوس د جوزجان په بازارونوکې د کونځلو يو کيلوګرامه غوړي په ٣٠٠ افغانيو پلورل کېږي او د هغه توليدات زياتره بهر ته صادرېږي.

د جوزجان د کرنې او اوبولګولو رييس قاري عبيدالله انصار وايي په دغه ولايت کې دوه شرکتونه د کونځلو د مينځلو او انډي کولو په برخه کې فعاليت کوي.

قاري انصار وايي چې کونځلې له انډي کولو وروسته بهر ته صادريږي.

په جوزجان کې د کونځلو غوړيو يوشمېرتوليدونکي وايي چې د کونځلوغوړيو د توليد لپاره د اړتيا وړ کونځلې د فارياب، بلخ او د سرپل له ولايتونو او د جوزجان ولايت له ولسواليو پېري.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان اقتصاد لویه ضربه لیدلې او تېره میاشت یې د ۳۰ سلنه سقوط خبر ورکړل شوی.

وچکالي، د صنعت او پانګونې زیانمنیدل، د افغانستان د ۱۰ میلیارده ډالره بانکي زېرمو کنګلیدل، د سوداګریزې راشه درشې کمیدل او په ادارو کې د مسلکي کسانو پر ځای د ملایانو او نورو نا مسلکي کسانو ګومارل کیدل هغه اندیښنې دي، چې د اقتصادي زوال د چټکتیا وړاندوینې ورسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب