شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان: داعش او القاعده د افغانستان له بشري ناورین نه پخپله ګټه...

پاکستان: داعش او القاعده د افغانستان له بشري ناورین نه پخپله ګټه استفاده کولای شي

تاند:( شنبه ، د قوس اووه ویشتمه)‏‏‏‏ ‏‏‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبرداری ورکړی، چې که د پراخو مرستو له ترسره کیدو سره د افغانستان بشري ناورین مهار نه شي، داعش او القاعده ډلې به له دغه وضعیت څخه پخپله ګټه استفاده وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په اسلام اباد کې د افغانستان د بشري ناورین په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړې غونډې مخکې کړي.

دا غونډه سبا د سعودي عربستان په غوښتنه ترسره کیږي.

دغې غونډې ته د ګډون لپاره نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلام اباد پر لور روانیږي.

پاکستاني وزیر پرون دا هم ویلي، چې که په افغانستان کې زر دغه بشري ناورین مهار نه شي، هلته به د ښوونې او رزونې په ګډون پر ټولو برخو نړیوالې پانګونې او لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

د ملګرو ملتونو د مختلفو سازمانونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې تر ۲۳ میلیونه پورې خلک وږي دي، ۱۸ میلیونه وزګار شوي، کار لرونکي میاشتې کیږي چې طالبانو معاشونه نه دي ورکړي او میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ ترڅنډو نیږدې شوي.

طالبان بیا د فقر د شدت په اړه دغه ارقام په کور دننه ردوي او له مبالغې ډک یې بولي.

په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلې د پياوړتیا په اړه مخکې امریکایي چارواکو او نورو لوریو هم خبرداری ورکړی و، خو طالبانو رد کړي او بې ځایه ګڼلي وو.

1 COMMENT

  1. په افغانستان کی د اوسنی بشری ناورین اصلی عاملین پاکستان او تالبان دی.
    او دا ناورین به ترهغه دوام ولری چی د افغانانو دا دواړه ازلی دښمنان د افغانانو د برخلیک حاکمان وی

    پاکستان او تالبانو دا ناورین رامنڅته کړی تر څو د افغانانو د عزت او ابرو په پایمالولو خپل شوم هدفونه ترلاسه کړی او افغانستان پاکستان ته محتاجه کړی او افغانان سوالګر او در په درشی.

    او بیا خو لا تالبان فقر او لوږی وهلو افغانانو لا دا په زړه پوری مشوره هم ورکوی چی رزق کمی نه لری او باید واښه وخورۍ او د لوږی غږ پورته نه کړۍ.

    پداسی حال کی چی د تالب مشرانو خیټی د پنجاب د بلاربو میخو نه هم غټی شوی او ورځ په ورځ په دی بشری ناورین کی نوری هم غټیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب