دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزد خلافت ډنډورچیانو ته د اسلام د عقلانیت ور یادی ـ مجید...

د خلافت ډنډورچیانو ته د اسلام د عقلانیت ور یادی ـ مجید قرار

پر انساني نړۍ یو لوی نظم حاکم دی. دا نظم د څو پېړیو کار او زیار په نتیجه کې رامنځته شوی. دا نظم داسې دی چې د نړۍ ولسونه او جغرافیې پر هېوادونو وېشل شوي. د کومو ولسونو کې چې تاریخ، ژبه، دین، او اقتصادي ګټې مشترکې دي، مشترک هېوادونه یې جوړ کړي.

د دې هېوادونو ترمنځ کرښې معلومې دي، د دوی اړیکې اړیکې د پاسپورټ په وسیله تنظیمېږي او د هېوادونو په دننه کې اړیکې د ملي هویت پاڼو (تذکرو، شناختي کارډونو او نورو پاڼو) په وسیله تنظیم شوي. د دې هېوادونو ترمنځ هوایي کرښې، د پوستې شمېرې، د تلیفون او انټرنیټ کوډونه، سوداګریزې نښې، ستراتیژیک تړونونه، د وسلو او نورو قراردادونه، د اسعارو د تبادلې بازارونه، د اسعارو نرخونه، د صادراتو او وارداتو قوانین، مالیات او نور وضع شوي. د دې هېوادونو ترمنځ ګڼ هېوادیز (ملټي نېشنل) شرکتونه کار کوي.

د یوه موټر سېټ په یوه هېواد، سي ډي پلېیر په بل، ټایرونه په بل، ګروپونه په بل، او بېټرۍ په بل کې جوړېږي. د دې هېوادونو د ستونزو شریکېدلو، حل کېدلو او یو بل ته د رسېدلو لپاره د ملګرو ملتونو چتر رامنځته شوی. له ملګرو ملتونو پرته په سلګونو نورې نړیوالې ادارې دي چې په مختلفو برخو کې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اړیکېتنظیموي. ګڼ هېوادونه د نورو په تکیه چلېږي. د دې هېوادونو ترمنځ د انساني، حیواني او حتی نباتي ناروغیو د کنترول لپاره مقررات وضع شوي، او د دې مقرراتو له برکته ناروغۍ مهارې شوي او له منځه وړل شوي دي. د دې هېوادونو ترمنځ پر تجارتي لارو، د انرژۍ برېښنا او ګاز پر ترانزیتفیسونه او مالیات وضع شوي. د دې هېوادونو ترمنځ د بهېدونکیو سیندونو، ویالو او نهرونو لپاره مقررات او قوانین وضع شوي. دې هېوادونو بحرونه او سمندرونه سره وېشلي. د دې هېوادونو ترمنځ د خوراکي او ناخوراکي توکیو د لېږد را لېږد لپاره تصدیقونه، د تصدیقونو مراجع رامنځته شوي. له یوه هېواده بل ته لېږدېدونکي مڼه څو ډوله تصدیقونو ته ضرورت لري. د هر هېواد پر انسانانو سربېره، د هغه هېواد د بوټو، مېوو، څارویو او نورو شیانو خواص مطالعه شوي، د هر یوه لپاره هویت، کوډونه او نومونه وضع شوي. په افغانستان کې د هر زون غنم خپل خاص نوم، ځانګړی کوډ، او ځانګړې بنیادي تخم لري.
د دې ټول نظم هره کړۍ بیا دومره تخصصي مطالعه، زده کړه او ټکنالوجي غواړي چې خلک پرې د دوکتورا او ماسټرۍ تخصص کوي.

دا مې له زرګونو دې ته ورته قوانینو او مقرراتو څخه یواځې د یو څو شیانو یادونه وکړه. په دې نړۍ کې د انسان د بقا راز په نظم او ډسپلین کې دی. که نظم نه وي، نه یوه اداره چلېدای شي، نه یو ماشین فعالیت کولای شي، نه یو کور خپلې چارې سمې سمبالولای شي. دغه پورته یاد شوي قوانین او دې ته ورته نور قوانین د نړۍ نظم سمبالوي او له برکته یې د نړۍ حالات په قابو کې دي.

که همدا نن یواځې د پاسپورټ او وېزې قانون له منځه ولاړ شي، دوبۍ به د سومالیا، افغانستان او نایجریا له وږیو او لوڅوډکه شي. په کوڅو کې به یې خلک لوټل کېږي. په لارو کې به یې سوالګر ګرځي، پر واټونو به یې پوډریان او چرسیان ګرځي. یو کال وروسته به جهاد پکې اعلان وي. خلک به یې یو د بل سرونه غوڅوي. یو بل به وژني، یو د بل جنازې به تحریموي او یو پر بل به لکه د افغانانو د کفر تهمتونه او لعنتونه وایي.

ترافیک به یې لکه د کابل، نظافت به یې لکه د سومالیا، اخلاق به یې لکه د پاکستانیانو او د خلکو سړي سر عواید به یې لکه د تاجکستانیانو وي.

دا قانونین او مقررات چې د ملیاردونو انسانانو ژوندي خوندي کوي، د یوه، دوو، دریو کلونو، لسیزو، یا پېړیو په نتیجه کې نه، بلکې د سلګونه کاله انساني تجاربو پر بنیاد جوړ شوي.

نړیوال نظم خو یوه لور ته پرېږده، کله چې د نړۍ لههېوادونو څخه په یوه هېواد کې نظم ګډوډېږي، نظام له منځه ځي، هغه هېواد بیرته د ټولې نړۍ په اشر، بسپنو او سرمایه ګذارۍ نه رغېږي. د هغه هېواد انسانان بې ابه، نسلونه بې تربیې، ناموسونه نیلام، دارایي لوټ، دپلوماتیک مقام نابود، مغزونه فرار او بشپړ نسلونه د هلاکت کندې ته ور خطاوزي.

کله چې د یوې افراطي ډلې غړی را ولاړېږي، په وړه خوله د نړۍ د دې نظم د ننګولو خبره کوي، هغه ته چا دا خبره نه وي کړې چې نړۍ خو پرېږده، که ستا د خپل کلي او اوبو د تقسیم قانون له منځه لاړ شي، میرآب مو مړ شي او کوم سپین ږیري ته دا په ذهن کې نه وي چې د چا ځمکې ته څومره اوبه، له کوم کاریزه ورکول کېږي، نو آیا ته دغه وړوکی نظم بیرته په کلونو ځای ته راوړلای شې؟

یوه زمانه د پاکستان اسلامپلوري مشر ضیاءالحق غوښتل د وخت د سیاسي مصلحت او خلکو تېرایستلو لپاره په پاکستان کې ځینې محکمې شرعي کړي. د یواځې څو محکمو د شرعي کولو لپاره هغه ته د څو زره ججانو پر ځای د څو زره په قانون پوهو قاضیانو ضرورت شو چې د همدې ضرورت پر اساس بیا د پوځ د دعوت اکاډومي او د اسلام آباد اسلامي پوهنتون رامنځته شو.

تاریخي تجربه ښي چې د دې اسلامپلورو اسلامکارو افراطي ډلو په لاس ګډوډ شوي هېوادونه بیا په پېړیو پېړیو په پښو نه دي درېدلي چې ښه مثال یې افغانستان، سوریه، سومالیا، نایجریا او نور هېوادونه دي.

خبره دا ده چې خرابول تر ټولو اسانه کار دی. یو ماشوم ته اورلګیت په لاس ورکړه، یوه غټ کور ته اور اچولای شي، خو رغول بیا هم تخصص غواړي چې دغه خلک یې نه لري، هم پاکي او صداقت غواړي چې دا خلک یې دښمنان دي، هم سرچینې غواړي چې دا خلک یې نابودۍ ته جهاد وایي، هم وخت غواړي چې انتظار یې د نسلونو نسلونو په بربادۍ تمامېږي.

ستونزه دا ده چې دا خلک د اوسني نظم د تعویض لپاره عملي امکانات خو څه چې کومه کتابي طرحه هم نه لري. د دوی ټوله طرحه یو څو زاړه متنونه دي چې د مللو او نحلو په برخه کې د هغو متنونو احکام دا مهال د تطبیق له امکانه وتلي دي. فرضاً، د نړیوالو اړیکو په برخه کې اوس هم د شپږ سوه کاله مخکې فقه کاروي چې نړۍ په دریو برخو، یعنې دارالکفر، دارالاسلام او دارالحرب تقسیموي. دوی په دې لا نه دي خبر چې دغه دری پارټېشنه نړۍ اوس نشته. نړۍ په 196هېوادونو تقسیم ده چې په هر هېواد کې هندو، مسلمان، شیعه، سني، عیسائي او یهودي ګډ اوسېږي. د افغانستان هندو ته په هندوستان کې د سړي په سترګو نه کتل کېږي او د افغانستان مسلمان ته په سعودي کې.

په شرعي لحاظ د دې نظم مختلېدلو ته فساد یا فتنه وایي. د حضرت امام غزالي قول دی چې د فتنې په یوه ساعت کې د بد حاکمیت د یوه کال ګناهونه کېږي.

ځینې خلک په دې نامه چې جهاد فرض دی، خلافت فرض دی، د بد پاچا خلاف خروج لازم دی، ولسونه فتنې ته ور ټېلوهي. دوی په اصل کې د شریعت د یوې اساسي قاعدې مخالفت کوي چې وایي: د ضرر دفع د مصلحت تر جلب مخکې ده. د اسلامي شریعت له مخې د ضرر دفع کول واجب دي، او کله چې د فریضې او حرام کار ټکر راځي، نو باید د فریضې پر ځای د حرام کار نه کولو ته مخه وشي. مثلا، که له یوې خوا استنجا واجبه وي خو له بل اړخه د استنجا پر مهال عورت پټېږي نو شرعاً د واجب تر په ځای کېدلو د عورت پټېدل مقدم دي.

دغه قاعده پر ټولنیزو احوالو هم تطبقېږي.

البته، دا یادونه هم ضروري ده چې خلافت کوم حالت دغه یاران انځوروي، هغه له راشده خلفاوو را وروسته چا په خوب هم نه دی لیدلی. یوه عمده تېروتنه چې دا سرناخلاصي پرې مبتلاء دي، دا ده چې دوی عثماني پاچهۍ، عباسي پاچهۍ او اموي استبداد ته هم خلافت وایي، حال دا چې دغه ټول میراثي ملوکي یا پاچهي سیسټمونه ول چې دربارونه یې له وینځو، شرابو، مداحو شعراوو او ګناهګارو انسانانو ډک ول.

دوی دا هم هېروي چې تر اوسني نشنلیزم یا ملي حاکمیتونو مخکې نړۍ تل د تاخت او تاز نړۍ وه. وروڼه به پر وروڼو، قومونه به پر قومونو، امیران به پر امیرانو او پاچهۍ به پر پاچهیو بلوسېدلې او هره څه موده وروسته به آباد ښارونه له خاورو سره خاورې کېدل. شاه جهان پاچا د خپل شهوت د اشباع لپاره د خپلې معشوقې په نامه د تاج محل د جوړولو لپاره زرګونه ککرۍ خاورې کړې. اکبر پاچا د خپل استبداد د قایمولو لپاره د سلګونه زره انسانانو له ککریو منارونه جوړ کړل. اوس دې څوک ووایي چې آیا حامد کرزی غوره دی که شاه جهان؟

ولید ابن یزید د خپل حریف د ماتولو لپاره پر کعبه د منجانیقو ګولۍ و ورولې، او د حرم په دننه کې یې انسانان ووژل. حجاح شاوخوا سل زره صحابه او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د لومړي لاس شاګردان شهیدان کړل. آیا که ظاهر ته وکتل شي او باطن خدای ته پرېښودل شي، حجاج به ښه و، که شهید سردار محمدداوودخان چې همدې اسلامپلورو افراطیانو یې پر ضد جهاد اعلاناوو.

هو، ځینې اسلامي متنونه او احادیث شته چې په اخیره زمانه ک�� د خلافت د قایمېدلو وړاندینه کوي خو هغه متنونه د دې جواز نه ورکوي چې موږ په لوی لاس د نړۍ او خپلو هېوادونو د نظم د اخلال لپاره کار وکړو، فتنه او فساد رامنځته کړو. وړاندوینې لزوماً دا معنا نه لري چې ګواکې موږ به په خپله په لوی لاس فتنې، خونرېزیو او بغاوتونو ته لاس اچوو او هغه حالت ته به لاره هواروو.

د اسلام مبارک دین د انساني مصالحو ساتونکی دی. د دې دین اساس عقلانیت او اهداف یې ټول د ځان، مال، کرامت، نسب او دین د فساد پر مخنیوي را څرخي. د دې دین یو اصل د اصلاح تدریجي توب هم دی. د تدرج منطق دا معنا چې هرڅوک خپل کور پوخ کړي، نو کلی به ټول په خپله پوخ او ښکلی شي. هر سړی خپل اولاد تربیه کړي، کلی به خپله تربیه او وروزل شي.

یو څوک چې تر خپل وران هېواد مخکې د نړۍ د جوړولو نارې وهي، هغه چا ته ورته دی چې د خپل کور د منځ په حوض کې د غرقېدلو په حالت کې وي او دی چغي وهي چې هلۍ، د نړۍ د تودوخې زیاتېدلو له امله د شمالي او جنوبي قطب یخچالونه ویلېږي او په اوقیانوسونو کې د اوبو سطح لوړېږي. دا د تدریج د منطق خلاف غیرعقلاني او فساد پلوی نظر دی.

ټول انسانان، په تېره موږ افغانان باید وپوهېږو چې موږ باید دا زده کړو چې زموږ عزت یواځې د خپل کور دېوالونه خوندي کولای شي. هغه څوک چې د خپل کور دېوالونه د اسلامي ورورولۍ په نامه نړېدلي پرېږدي، د خپل کور بیرغ را ټیټوي، کله تور او کله سپین بیرغ پورته کوي، هغه به داسې ذلیل وي، لکه په یوه کلي کې چې د یوه سړي کور کنډواله وي، د کور پر تورسرو یې د هر پرېوتلي نظر وي، او دی په پردیو کلیو د خلکو د عزت او پښتو مرکې او جرګې کوي.

چا چې په هر ځای کې پردی او ناملي بیرغ پورته کړ، خپل ناموس یې نیلام کړ. زموږ عزت یواځې زموږ بیرغ ساتي او بس.

8 COMMENTS

  1. کرار سایپ کور دی ودان ډیری مهمی خپری ته دی را بام کړه. د خبل کار به تړاو ډیرو عرپی هوادوته څم او دوی خا تری در سره شریکوم. 1- فغانی غا لی می به یوه دکان کی ولیدی چی بلورونکی یی هم افغان او ډیره ښه خوږه بښتو یی هم وییلهږ ما وبښتی چی ولی ستا ددکان به لوحی پاندی لیکلی چی د عجمی غایو دکان. ده په ډیره روکه توګه وویل دا د بخوا را باتی ده. 2-د ډوبی یو ه جارواکی به تلړیږون کی داسی وویل. خلګو هلته خراپت او هغه پل بلو منا جات هرجیرته جی څی ولاړ سی. اوس نو وګوری دوی تر اوسه لا د عرپ او عجم خبره نه ده حل کړی بیا د خلا فت ډنډوری وهی. او ددوی اسلام ولی داسی دموکرات دی او ږموږ د د سواد او علم ضد او خبل ټول افرا تیان موږ ته لیږی. مننه

  2. Every one should read this carefully and learn from. The writer Majid Qarar has diagnosed the Afghan issue so effectively that you feel as the whole movie is playing in front of your eyes. No unrealistic events etc. are included, no bias and no finger pointing to any particular group or party.

  3. Every one should read this article carefully and learn from. The writer Majid Qarar has explained the past and future based on history and facts so clearly that no one can deny the why our country’s situation is always confused. If we follow what Mr. Qarar wrote, the Afghans will get rid of confusion and will follow a clear and realistic path.

  4. قرار صاحب
    لیکنه د د سروزرو او ملغرو نه ډکه ده. په واقیعت سره تا خپل مصولیت هر وخت ادا کړی دی
    آباد او سر لوړی اوسی

  5. ښاغلی قرارصیب ستاسود پوهی اوشخصیت ته داحترام په پام کی نیولوسره
    زه یولنډکۍ پوښتنه لرم هغه داچی تاسوتل په خپلولیکلوکی وایاست چی اسلام پاله افراطیان ؛زماپوښتنه داده چی آیاڅوک چی دیوعقیدی له بنسټه یعنی له اصلیته اطاعت کوی هغه کس تاسواسلام پاله یاتنسټ پاله بولۍ حال داچی ددنیا ټولوقوانینوته که ځیرشوهروکړی چی دمربوطه هیواد دقوانینوښه اطاعت یعنی ستاسوپه آندله بنسټه دهغه په چوکاټ کی ځان داخلوی اوځان دقوانینوپه پام کی نیولوسره برابروی هغه شخص ته ټول ولسونه ښه شخص وای ځکه چی ددخپل هیوادټول قوانین په ځان پلی کړی دی اوهغه ترټولومحترم شخص په هغه جامعه کی بلل کیږی.اما تاسوبرعکس فکرلرۍ نه ‍پوهیږم چی تاسوداسلام پاله یابنسټ پاله له معنی څخه څنګه تصور لرۍ؟
    دوهم داچی تاسوځین داسی مسایل په ګوته کوۍ چی هغه زماله آنده ستاسود پوهی څخه شاید ډیرلوړوی ځکه چی زه ستاسولیکینی تعقییوم ولی داسی ښکاری چی تاسوپه اسلامیاتوکی څه ستونزی لرۍ لومړی داچی تاسوټول تحقیق دمنطق پربنسټ کوۍ دادرسره منم ولی دقرآن اوحدیثوپه رڼاکی چی وی هغه به ډیره ښه وی اوبل داچی کله چی څوک دداسی مسایلوپه هکله تحقیق کوی هغه باید په قرآن اوحدیثوپوره حاکمیت ولری چی دقرآن اوحدیثولپاره صرف نحواوداسی نورعلوم ډیرضرور دی چی ددی له لحاظه باید تاسوغنی اووسۍ ولی داسی نده غلط پوهنه ونشی چی داسلام مقدس دین له عقل اومنطق سره هیڅ ستونزه نه لری ځکه چی قرآن اوحدیث خپله په منطق ولاړی لارښونی کړی دی.نوله دی لحاظه که تاسوځپلولیکنوته لګ څه ځیرشۍ بهتره به وی اودخپلی زده کړی په هکله که څه ولیکۍ دابه بهتره وی چی لوستونکی پوه شي ستاظرفیت په دی ډول تحقیقونوکی څومره دی.
    مننه الله دی وکړی چی ځپه نشۍ
    په درنښت
    انجنیرامان الله امین

    • درنه انجنیر امان الله وروره، زما په دې یا کومه بله لیکنه کې افراطیانو ته د اسلامپال توری نه دی کارېدلی. زه یې یا اسلامپلوري یا اسلامکاري یا کاروونکي بولم چې اسلام استعمالوي او عمل نه پرې کوي. دوهمه دا چې په اسلام کې د افراطیت تصور نشته. اسلام معتدال او افراطي نه لري. اسلام یو اسلام دی چې هغه معتدل اسلام دی. افراطي اسلام په نامه شی اسلام نه دی. هیله ده زما لیکنې په دقت ولولئ.

  6. Salam,

    The article is very superficial and has not addressed the real issues. It’s like, let the patient recover then we will give him medicine. It’s false approach, in fact Khilafah is the treatment of diseases caused by secular democracy, capitalism, Nation state system, UN etc.

    I would recommend you to please read more about Khilafah being the ruling system and Islam as an ideology. If you like I can recommend you some very books on the topic.

    Regards

  7. محترم ورور قرار صاحب
    کله چی ما ستا د لیکنی شروع لمړی برخی ولوستیلی نو داسی می سوچ وکړ چی ګویا تاسو د مشکل اصلی عوامل او حقیقت درک کړی دی خو وروسته پدی پوه شوم چی له اصل مسیر څخه بلی خواته ولاړی:
    الف: لکه څنګه چی تاسو د هغو کسانو په هکله په ډیر زیات زیار او زحمت سره د هغوی په مختلفو اړخونو معلومات ارایه کړی دی سره د دی چی یوه زیاته برخه ستاسو د ورکړل شوی معلوماتو صحیح دی خو زه لکه څنګه چی تاسو د هغوی په روش سوچ او کړنو باندی نیوکی کړی دی زه ستاسو ته وایم چی ستاسو هم د اساسی معلوماتو په نه لرلو سره د هغوی په شان د هغه چا ښکار شوی یی چی هغوی هم ښکار کړی دی. لطفا لاندی موضوعات په غور سره واخلی او بیا دوباره نور معلومات د موجوده انترنیت څخه ترلاسه کړی :
    1. لکه څخګه چی تاسو د یو منظم سیستم خبره کړی دغه منظم سیستم بلکل د پیړیو څخه کار کړی او اوس خپل اوج ته رسیدلی دی او ټول شیان یی یا خو معیاری کړی او یا به یی نورهم لا معیاری کوی لکه څنګه چی تاسو او ویل خو خبره مهمه داده چی دغه رامینځ ته شوی نظم د بشریت په ګټه زیاته استفاده کیړی او که په ضد د بشریت؟ که چیری هر نظم د جنګ او انسان وژنی زیګندویه وی نو بیا دا نظم د انسانیت او بشریت دشمن دی.
    2. د دغو ټولو جنګونو موخی هغه څه نه دی کوم چی تاسو فکر کړی دی.
    3. دغه د بی نظمی د راوستو ‍پلان د ښکیلو کسانو په لاس نه دی جوړ شوی بلکه د نورو کسانو په لاس خوړ شوی دی چی د دغی بی نظمی څخه وروسته یو نوی نظم په نظر کی لری. او ډیر نور ‍‍لانونه یی تر شا طرح کړی دی.
    4. آیا تاسو د دغو ټولو بی نظمیو د اساسی پلان څخه خبر یاست که نه؟ د دی تشریح ساعتونه نیسی. خو زه کاملا مطمین یم چی تاسو نه بلکه ملیاردونو وګړی تری هم خبر ندی.
    5. زمونز او ستاسو مسولیت دادی چی خپل کور او د خپل ځان او که ممکن وی نور دوستانو په اصلاح و خبر تیا د حالاتو څخه ښه ونده واخلو.
    مننه
    اکرمی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب