د دې لیکنې موضوع ته تر ننوتولو وړاندې غواړم درنو لوستونکیو ته دا سپیناوی ورکړم چې د دې لیکنې هدف هیڅ انسان سپکاوی، او د هیڅ ډلې بې موجبه مخالفت نه دی. د دې لیکنې هدف د افغانستان د نوي او لوستي نسل په مغزو کې د اسلام د مقدس دین له اصلي انځور څخه د غبار څنډل او د هغو خلکو په مقابل کې استدلال ته د مسلمانانو چمتو کول دي چې د وروستیو ناخوالو پړه د اسلام پر مقدس دین ور اچوي.
البته، د همدې سپیناوي لپاره دا ضروري خبره ده چې د سیمې په کچه د ملا په فتوا او مټ د روانې فتنې او وحشت مسؤولیت له اسلام او دیني علم څخه لرې او د دې طبقې د مربیانو پر غاړه ور واچول شي. د طالبي او خوارج فکر د مار سوړه معلومه ده. هر چا ته د خپل قاتل تربره، وحشي کلیوال د ژمي د دمې ځای معلوم دی چې یا د کراچۍ دارالعلوم، یا صدر مدرسه، یا د باړه ګلۍ مدرسه، یا د باړې مدرسې او یا د کوټې د فضل الرحمان مدرسې دي.
ټولو ته دا هم معلومه ده چې د افغانستان د وراني فتواوې له تېرو دېرشو کلونو څخه د پاکستان ملایان نه، بلکې ملایي مؤسسې، مدرسې او مرکزونه کوي. پر همدې اساس، اوس دا ډېره ګرانه ده چې ملایان د روان وراني له مسؤولیت څخه خلاص کړو، ځکه نو یواځېنۍ لاره دا ده چې اسلام د ملایانو له مسؤولیت او تړاو څخه خلاص کړو.
البته، د دې لیکنې هدف دا هم نه دی چې ملایان د افرادو په حیث ملامت کړای شي. موږ هر یو ګڼ ملایان دوستان لرو. ملا انسان دی. ښه یې ښه دی، بد یې بد دی. دلته خبره د افرادو نه ده. په ملایانو کې ډېر سپېڅلي انسانان شته. دلته خبره د طبقې ده. له بده مرغه ملایي طبقه د دې سپېڅلیو انسانانو په موجودیت سربېره د آی ایس آی عامله، او د هغوی د پلان عملي کوونکې ده. په دې خبره ښایي هر باوجدانه ملا له موږ سره قناعت وکړي. په دې اساس، زموږ هیله ده چې دغه رنګ خدایي او حق بینه ملایان هم له موږ سره په دې خبره اعتراف وکړي چې د روان فساد تر شا زور د ملا د فتوا او وعظ دی، سون توکي یې د همدوی شاګردان طالبان او سرچینې یې ۳۱ زره مدرسې دي چې د آی ایس آی په سرچینو ګرمې دي.
افغانستان له نسلونو نسلونو، په سیاست کې د ملا له منفي مداخلې متضرر دی. امیرعبدالرحمان خان وایي، د غزني د سیمې یوه ډله ملایان انګرېزانو ته ورغلي و، له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې زموږ امیر بې لارې شوی، موږ یې پر ضد جهاد اعلانوو. که مو تاسې مرسته وکړئ. د امیر عبدالرحمان خان بخت بیدار و. انګرېز د جهاد ننګې ته را ونه دانګل، ځکه چې امیر د انګرېز په فرمایش منلو کې وار ړومبی کړی و. د امیرعبدالرحمان خان برعکس، غازي امان الله خان او سردار محمد داودخان شهید دا بخت نه درلود. د شهید داودخان پر مهال چې کله همدا ملایان د انګرېز ځای ناستي ذوالفقار علي بهټو ته د اسلام د ننګې له غوښتنې سره ورغلل، نو بهټو یې په خلاص مټ د ټریننګ او نظامي روزنې لپاره نصیرالله بابر او کرنل امام وټاکل او هغه فساد تر ننه روان و.
د ولسمشر کرزي هم بخت اپوټه و. ملایان بیا د انګرېز بچوڼي ته د اسلام د ننګې لپاره ورغلل. د انګرېز زېږدي هېواد بیا د دوی د بې هدفه جهاد مرسته وکړه، او زموږ څو نسله بیا د تباهۍ او بربادۍ کندې ته ور کښېوتل.
د وروستي او پخوانیو تجربو توپیر په دې کې دی چې د امیرعبدالرحمان او داودخان شهید په دوره کې ملایان یواځې په رهبرۍ کې ول. د ولسمشر کرزي پر مهال ملایان د ټول مسلح مخالف په بدنه کې او د هېواد په نیږدې ټولو جرایمو، خرابیو او وژنو کې مستقیماً شریک دي.
تېر ځل که څه هم فکر او فتوا ملایي وه، خو وروستۍ بدنامي یې د کلي چرسي او بنګي ته ورسېده، او نوم یې ټوپکسالار، ټوپکي او لنډه غر شو. ملا ورڅخه نه یواځې پاکه پېروزه را ووت، بلکې د هغوی له بدنامي یې د خپل ځان را مخکې کولو لپاره پوره پوره برخه واخیسته.
دا ځل کیسه داسې نه ده. دا ځل ملا خلکو ولید، وپېژاند او په نښه کړ، او ټول خلک وپوهېدل چې دلته کوم فساد، کوم قتل، کوم ځانمرګی، کوم بغاوت او کوم اختطاف وشو، په هغه کې د ملا فتوا، مدرسه، د ملایانو امارت، او لږ تر لږه د ملا عاطفه او تایید ملګری و.
اوس باید خلکو ته ووایو چې ملاتوب او عالمتوب توپیر لري. دا هم باید ور ته واضحه کړو چې دا دواړه څه توپیر لري.
لومړی خو دا دی چې ملایان د خلکو د چارو د ادارې لپاره نه کافي دیني علم نه لري، او نه دنیوي علم. نه په سیاست پوهېږي، نه په دین. نه له دنیا خبر دي، نه له آخرته. نه درایت لري، نه دیانت. دوی له بم اېښودلو، پل الوځولو، خلکو وژلو، عشرونو ټولولو او قمچینو چلولو پرته په هیڅ نه پوهېږي. د دوی ډېر پوه هغه ملا دی چې یو څه شعر معر لولي، وایي او یو څو بې سر او بره لیکنې کولای شي. د ګران سید شاه سقیم خبره وایي طالب چې ډېر زیات روڼ اندی او متفکر شي نو شاعر شي او چې شاعر شي بیا هم د فدایانو د ستاینې شعرونه وایي.
په شرعي لحاظ د خلکو د چارو د ادارې د مسؤولیت اخیستلو لپاره یواځې پنج کتاب، قدوري، نورالایضاح او یو څو له یادو یاد کړي متنونه کافي نه دي. قرآن کریم وایي: إن الله يأمركم أن تؤدوا الأمانات إلى أهلها و إذا حكمتم بين الناس أن تحكموا بالعدل…
خدای پاک تاسې ته امر کوي چې امانتونه یې اهل ته وسپارئ. د آیت د همدې فقرې د تاکید لپاره ویل شوي چې کله تاسې واک چلوئ، نو په عدالت یې چلوئ.
په کوم هېواد کې چې دکتوران، ماسټران، د ازهر فارغان، علماء، او پر دین او دنیا خبر وګړي موجود وي، هلته د ملاعمر په څېر د یوه ناخبره وطني ملا واکمنېدل خپله د دې آیت صریح مخالفت او د اسلام د عدالت د پیغام منافي کار دی.
دوهمه دا چې که فرضاً او تصوراً ملا عالم هم فرض کړو، منحیث فرد، په اسلام کې دیني علم د واکمنۍ لپاره یواځېنی شرط نه دی. که شرط وای، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم به حضرت ابوذر الغفاري رضی الله عنه ته، چې د ولایت غوښتنه یې کوله، د رد ځواب نه ورکاوو. تر ابوذر رضی الله عنه به عالم او تقوا دار څوک وای؟ او منحیث طبقه، په اسلام کې د رجال الدین په نامه د کومې طبقې راجوړېدلو اجازه نشته. په قرآني آیت شریف کې فرمایي چې: “وما كان المؤمنون لينفروا كافة فلولا نفر من كل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا في الدين ولينذروا قومهم إذا رجعوا إليهم لعلهم يحذرون“.
په آیت شریف کې ویل شوي چې یوه طائفه په دین کې ځانګړې پوهه ترلاسه کړي، او بیا چې کله خلک له عمل څخه فارع شي، نو دغه ډله خلک به بیا د بدو کارونو له عواقبو څخه د نورو خلکو د وېرولو دنده لري.
په نوموړي آیت شریف کې داسې نه دي ویل شوي چې دغه خلک به بیا وزیران کېږي، یا به له مخې د یوې طبقې په حیث قوماندانان کېږي، یا به ملکي کوي. بلکې په صراحت ویل شوي چې دنده به یې دین بیانول او د نورو خلکو پوهول وي.
د افغانستان ملا صاحبان هر وخت د یوې طبقې په حیث د قدرت ترلاسه کولو په تلاش کې دي، حال دا چې په اسلام کې د رجال الدین د طبقې د حاکمیت تصور نشته. دې کار ته اریستوکراسي وایي او اسلامي مفکرین یې په شدت سره ردوي. د اسلامي تاریخ په دوران کې د اسلامي علمي څېړنو مؤسسه تل د واک له مؤسسې څخه بیله او آزاده وه. علماوو رسمي دندې نه منلې او له دربارونو لرې او په زهد کې اوسېدل.
د دې لامل واضح دی. علم د عینیت یا په عربۍ ژبه د موضوعیت او په انګرېزي ژبه د Objectivity یو ارزښت لري. د دې ارزښت معنا دا ده چې علمي قاعده له هر ډول سیاسي، ذهني، ذوقي او سلیقوي تمایل پرته وڅېړل شي. دا ارزښت یا قاعده په هنر کې هم اصل دی. مثلا، د یوه شعر په اړه د خبر پر مهال د شاعر قواره په نظر کې ونه نیول شي. په تاریخ، جغرافیه، دیني علومو ټولو کې د دې قاعدې په نظر کې نیول کېدل اصل او اساس دی. کله چې د علماوو مؤسسه د واک له مؤسسې سره غاړه وځي، نو دا ارزښت متأثره کېږي. علم له عقلانیت او عینیت څخه د سیاسیتوب، ایډیالوژیکتوب او سلیقوي توب طرف ته مایل کېږي او فتواوې لوری کږوي.
د افغانستان د افغانستان د ملاصاحبانو یوه ستونزه دا ده چې نه د دین او نه د دنیا علم او نه لازمه اندازه دیانت لري.
دوهمه ستونزه یې بیا دا ده چې غواړي پر سیاست انحصار ولري. په عامو خلکو کې ملایانو، په ملایانو کې حنفیانو، په حنفیانو کې د جنوب متزمتو اخوندانو او په اخوندانو کې بیا امارتي اخوندانو ته په انحصاري صلاحیت قائل دي.
زموږ په نظر، ملا او دیني عالم توپیر لري، او خلکو ته د دې توپیر خلکو واضح کېدل یو بنسټیز ضرورت دی.
موږ د یوه کسب په توګه د ملاتوب په جواز یا نه جواز خبره نه کوو. نه په دې غږېږو چې آیا په فرضي عبادتونو اجوره اخیستل روا دي او کنه. نه په دې غږېږو چې زکات او عشر د فقیر حق دی او که د ملا. نه په دې خبره کوو چې امامت ټېکه کول او له عوامو څخه د نکاح تړلو، د ماشومانو په غوږونو کې د اذان کولو، امامت، خطبې، د ماشومانو د نوم اېښودلو او نورو چارو صلاحیت اخیستل جایز کار دی او کنه.
موږ په دې غږېږو چې که د دین دغه ډول حرفوي کول روا او جایز هم وي، پروا نه کوي خو حرفه باید له علم څخه بیله شي. دا نه چې که دا حرفه نه کوله، شکل یې د دې حرفې یا دې طبقې د خلکو نه و، هغه ته به عالم هم نه ویل کېږي.
موږ وایو ملامحمد عمر اخوند ملا دی، عالم نه دی، ډاکټر اشرف غني احمدزی عالم دی، ملا نه دی. حکمتیار عالم دی، ملا نه دی. ذاکر نایک، علامه اقبال، سید قطب ټول علماء دي، یو یې هم ملا نه دی. د پېښور د دعوت او جهاد پوهنتون ټولو فارغو انجنیرانو او ډاکټرانو دیني علم درلود، خو یو یې هم ملا نه و.
ملا کېدل اسانه کار دی. پنځه متره پاچ، یو جوړ تسبیح، یوه جوړه سپین کالي، یو جوړ مچڼې، او بیا د یوې میاشتې لپاره محدود دیني متنونه یادول له تا څخه بهترین ملا جوړولای شي، خو دیني علم هغه بې څنډو سمندر دی چې نابغه لامبوزنان یې هم بلې څنډې ته نه دي رسېدلي.
په لسګونو زره ملایان دي چې علم نه لري. یواځې یو څو ابتدائي عربي او فارسي متنونه یې لوستلي او خپل کار وباسي. د دوی تر ټولو عمده ستونزه دا ده چې دوی عمومي معلومات، عام ثقافت، د سیرت، عربیت، تاریخ، جغرافیې او نورو علمي ساحو ابتدائي معلومات هم نه لري. دا وګړي اکثره دین پر اساسي پیغامونو، لکه عدالت، توحید، فردي آزادي، انساني کرامت، او نورو ارزښتونو باور نه لري. د پرمختګ اړتیا ورته مسخره برېښي. خپله د خپل دنیوي ژوند په اړتیاوو پسې مړه او د نورو لپاره بیا د دنیوي ژوند له اړتیاوو منکر دي.
د اسلام، دین، دیانت، علم او دیني مرجعیت د پاک، سپېڅلي او نېکنومه پاتې کېدلو لپاره دا خبره ډېره زیاته اړینه ده چې نور ملا او عالم سره بیل کړو.
اساساً دا دوه دوه بیل کاینات دي هم، خو په افغانستان کې لا دا غلط تصور حاکم دی چې ګواکې ملایان علماء دي.
حقیقت دا دی چې ټوله نړۍ علماء لري، ملایان نه لري، موږ ملایان لرو، علماء نه لرو. که مو علماء د ملایانو په شمېر وای، افغانستان به د نړۍ تر ټولو ډېر له علم او پوهې ډک هېواد ګڼل کېدای خو خبره برعکس ده.
د ملا او عالم له بېلولو پرته بله لاره نه لرو.
که یې بیل نکړو، بیا به انسانان خامخا همدا وایي چې دا کوم منظم جهالت په افغانستان کې د خلکو د تباهۍ لپاره، د اسلام د بدنامۍ د آی ایس آی او سي آی اې په ننګه روان دی، دا د علماوو کار دی.
که یې بیل نکړو، بیا به خلک وایي چې دا د صوفیانو مزخرف او غیرهنري ډانسونه د علماوو کار دی.
که یې بیل نکړو، بیا به خلک وایي چې د وژونکیو ناروغیو ناروغان د دمونو او تعویذونو په وسیله له ډاکټر څخه علماء را ستنوي.
که یې بیل نکړو، بیا به خلک وایي چې خلکو ته خرافات ښودل د علماوو کار دی.
که یې بیل نکړو، بیا به خلک وایي چې د مسلمانانو ترمنځ د خون خرابې، وحشت، سخت زړۍ او بې رحمۍ ښوونکي علماء دي.
که یې بیل نکړو، بیا به خلک فضل الرحمان د علماوو مشر بولي.
که یې بیل نکړو، سور ملایارانه، ملاتمانچه، ملاعمر، ملا دپي ټانګ، ملاتوفدانۍ، ملاګلدانۍ، او نور نسواریان به ټول علماء یادېږي.
که یې بیل نکړو، بیا به خلک د پوه او ناپوه تفکیک په بګړۍ، په سپینو کالو، په لویه ږیره کوي.
که یې بیل نکړو، بیا به هغو پوهانو ته چې ټیپ او ټاپ، د ټوخېدا طرز، د غږېدا طرز، د خبرو طرز، بګړۍ، ږیره او غامبوري یې د ملایانو نه دي، هغوی ته به څوک علماء نه وایي. علم به په څېره معرفي کېږي نه څېره په علم..
که دا دواړه سره بیل کړو، هر چا ته به مو دلیل جوړ وي چې وروره، ملایان یوه طبقه خلک دي، چې د روزل کېدلو ځانګړې طریقه لري. د ګداګرۍ په روزي را لویېږي، له واړه سن څخه له لویو هلکانو سره وخت تېروي. له وړکوالي څخه ورته د عصریتوب دښمني تلقینېږي. ملاتوب یوه حرفه ده چې پیسې او اجوره پرې اخیستل کېږي. لکه بزار چې رخت پلوري، ملایان دین پلوري. لکه ډرېور چې موټر چلوي، ملایان محراب چلوي. ملایان په عبادت، چې پر ملا او هر مسلمان یو رنګه فرض دی، اجوره اخلي.
په دې بې قانونه هېواد کې هر ملا یوه محکمه پرانیستې چې له قتله نیولې د ځمکو تر دعوو، د لوڼو او نجونو تر دعوو، تر جهادي فتواګانو، تر لاس او پښې غوڅېدلو، تر سنګساره پورې ټولې فیصلې پکې کېږي. هر ملا په حقیقت کې یوه پر پښو روانه دارالافتاء ده.
د دې ترڅنګ، په کلیو کې له طبابته رانیولې، تر دعوه جلابۍ او وکالته، تر قضاء، تر پیرۍ او خلیفه توب، ترملکۍ، په جوماتونو کې تر تالونو او دریاګانو تر دربولو، تر صورت دعوې او دفع دعوې لیکلو، تر نومونو اېښدولو، تر نکاح تړلو، تر کافرولو، تر مسلمانولو، تر حلال او حرام ټاکلو، تر جهادونو اعلانولو، تر کوډو، سحر او جادو، تر عشر او زکات را ټولولو، او په بحرانی حالاتو کې له تقنینه، تر تنفیذه، تر قضاء پورې هرڅه ملایان کوي.
که چېرته دیني علم او ملاتوب سره بیل نه کړو، نو یو خو به د ملایانو لخوا پر افغان، او مسلمان اوسنی جبر ټول دین ته منسوب شي. بله دا چې دین به همداسې د ملایانو په انحصار کې پاتې شي، درېیمه دا چې دیني علم به په منطق، د قرآن او حدیثو په پوهه او عقلانیت نه، بلکې په څېره، طبقاتي پس منظر او طبقاتي هویت پېژندل کېږي. وروستۍ خبره دا چې د انجنیر، ډاکټر، او بل هر فن د تولید لپاره به معیار، تصدیق، شهادتنامه، و سند وي، خو د دیني علم او دیني فتوا په برخه کې به همداسې ګډوډي، ناپرساني او بې مسؤولیتي حاکمه وي.
یره قراره وروره سخت د مخالف یم خو په دغه لیکنه که تر یوی اندازی ……………..یم
ډېره ګرانه او محترمه قرار صاب، ستا له پوهې او فعاليت څخه ځار شم 🙂 زموږ د ټولنې د ناروغيو اصلي هسته دې څيړليده. له ټولو محترمو لوستونکو هيله ده چې پرته له تعصبه او رخې يې د زړه په غوږونو واوري او بيا ژور سوچ او غور پرې وکړي.
قرار صاحب په دې خبر اوسه چې ستا مطالب موږ ته بې حده ارزښت لري. ډالر بوجۍ زموږ رنځونه نشي دوا کولی خو ستا مضمونونه زموږ د ټولنې مضر پارازيت په وړاندې قوي اتېبيتيک دي خو د ګل پاچا اولفت غوندې لږ نور خواږه هم په کې ګډوه ځکه چې زموږ خلک ډېر زږه او خشن دي. که زر ځله ښه او منطقي خبره هم وي چې نرمه او شيرينه نه وي نو عصبي سيستم يې ورته دفع کوي اود زړه تل ته يې نه لويږي.
په دماغو کې يې د ناپوهۍ ويروس پوښ له ځانه راتاو کړي نو بيا يې لقمان حکيم هم چاره نشي کولئ 🙂 په ډېر درنښت
الحمدالله چی ستا دا خوږی خبری لکه شکری دی او زمونږ ملایان یی نشی لوستلای. له یوی خوا بیسواده دی او له بلی خوا دوی د برښنا ، کمپیوتر او علمیت له نعمته خدای محروم پیدا کړیدی.
که زه د دولت د مشر پرځای وای ما به له ملایانو د ټولو دینی او مروجه علومو امتحان تری اخیست او کله چی کامیابه کیدل نو بیا می د امامت اجازه ورکوله. د ملاعمر د امارت په وخت کی د نهی عن المنکر ډنډه مارانو خپله د جماعت او جمعی لمونځ نه کاوو ، ځکه پر دوی فرض نه و خو لارویانو به که یوځل لمونځ کړی هم وو بیا به یی په زوره په جوماتونو ننویستل.
زما په نظر د ملایانو د روزنی لپاره باید د افغانستان په داخل کی منظمی رسمی او مسلکی مدرسی جوړی شی او کله چی له دولسم ټولګی فارغ او شهادتنامه یی په لاس وی نو بیا د امامت اجازه د ورکړل شی او هغوی چی د آی اس آی له مدرسو رالیږل کیږی په هیڅ صورت حتی جومات ته د داخلیدو اجازه ورنکړل شی ، ځکه د دوی ماغزه د خوګ په سیروم منځل شوی دی . دوی خپل هیواد او خلک نه پيژنی . دوی یواځی د بینظری او نواز شریف ګټی پيژنی.
نور دی خلک پوهه شی ملا نه زموږ زوند زغورلی شی او نه کوم داسی دی کار خلک پکی شته زه دی ته حیران یمه چی وه ملا ګله دا سیاست ته څه کوی چی ګوتی کی وهی خپل کار سرهدی کار ولره.
محترم قرار صاحب: لیکنه دې هسې یوازې پرملایانو متمرکزه کړیده. حقیقت دادی چې زمونږ د ټولنې هیڅ یوه طبقه هم رښتینی تخصص نه لري. که د پوهنتونونو فارغین یا د مدرسو فارغین وګورو یو هم په خپله رشته کې متخصص نه دی. ستونزه داده چې مونږ په هیواد کې د علم د ترلاسه کولو آسانه او معتبره منابع نه لرو. د حل لاره داده چې دولت د جګړې پرځاي په علم پانګونه وکړي. نن په افغانستان کې ۶۴ میلیارده ډالره په ملکي برخه کې او ۶۴ میلیارده ډالره په نظامي برخه کې مصرف شویدي. زه یقین لرم چې یو ملیارد یې هم په علمي برخه کې ندي مصرف شوي. مونږ نن په هیواد کې لس داسې معتبر پوهنتونونه نه لرو چې ماستري او دوکتورا په وړیا توګه یا په لږ مصرف تدریس کړي. د دیني مدرسو په برخه کې مونږ نه د حقانیې په سطحه، نه د دیوبند په سطحه او نه د الازهر په سطحه حتی بوه مدرسه هم نه لرو. زما ډاکټرله فراغت وروسته د تخصص اخیستلو لپاره چانس نه لري. انجنیر مې د عملي کارکولو لپاره چانس نه لري. د زراعت فارغ مې له ناچارۍ شاعرۍ، لیکوالۍ او سیاست ته مخه کوي او د حقوقو فارغین بیچاره ګان اکثره یا ترجمانان شي یا بیکاره ګرځي. د شرعیاتو فارغین خو څوک په هیڅ کې هم نه شماري. همداسې د اروا پوهنې، ادبیاتو، ساینس، او نورو برخو فارغین درواخله.
ستاسو خبرې یوله بله سره تعارض لري، ځکه چې تاسې حکمتیار عالم بللی، ملا نه، خو بیا د ویلي دي چې د شهید سردار داوود خان پرمهال د انګریز چمچو یعنې آی ایس آی له دغو ملایانو څخه کار واخیست. داخو معلومداره خبره ده چې جهاد لومړی استاد ربانی، انجنیرحبیب الرحمن، حکمتیار، مسعود او نورو پیل کړ چې ددوی یو هم ملا نه و، بلکې ټول ستاسو په ارزونه علما وو، خو څومره غلط سیاست چې همدې په اصطلاح علماوو وکړ، وروستیو ملایانو ندی کړی. بله خبره داده چې همدا ملایان ددولت په څنګ کې هم دي، او ترملایانو زیات علماء په دولت کې زیات دي، خو افسوس چې د وطن حالات ورځ په ورځ خرابۍ خواته بیايي. ددې ترڅنګ زمونږ بل عمده مشکل دادی چې خپل تاریخ نه لولو او دا علت دی چې خپل دوست او دښمن نه پیژنو او خپلې ستراتیژیکې ګټې نه راته معلومیږي. هغه انګریز چې د ۱۸ پیړۍ نه ترنن پورې ستا د خاروې په تجزیه کولو کارکوي، نن تاته دوست ښکاري او هغه امریکا چې د امریکا د بقا ضامن دی، هغه نن تاته په پوره معنا دوست ښکاري. هغه ایران چې ستا هویت او ارضي تمامیت یې د تاریخ په اوږدو کې ترپښو لاندې کړیدی او لا هم دهمدې هدف لپاره کارکوي نن تاته دوست ښکاري. زه پدې باور یم چې مونږ خپل ځان او خپله ټولنه نه درک کوو او مینه هم نه ورسره لرو. مونږ یوازې احساسات پيژنو او دخپلو احساساتو په خرو ځغاسته راته ډیرخوند راکوي. دا هم باید په یاد ولرو چې لکه څرنګه چې مونږ سیاسي او اقتصادي استقلال نه لرو، دغسې مونږ فکري استقلال نه لرو. فکري استقلال هغه وخت رامنځ ته کیږي چې تفکر، تعلیم او تعلم او تذکار یا د بیان آزادۍ ته هیڅ ډول تهدید موجود نه وي. نن یو زیات شمیر مسایل داسې شته چې ته په هغه باندې پټه خوله یې. ته نن مسعود ته خاین نشې ویلای بلکې مجبوره یې ملي قهرمان به ورته وایې. ته نن رباني ته غدار نشې ویلای، ته نن امریکایي ته نشې ویلای چې ولې اقلیتونه ماته حمایه کوې، ولې بایلونکی ډاکټرعبدالله پرما را تحمیلوې؟ ولې هغه ته ترما زیات واک ورکوې؟ ولې ملي امنیت د یوې ډلې او حتې یوې درې دخلکو په واک کې دی؟ ولې پښتو ژبې ته سپکاوی کیږي؟ ولې ملي ترمینالوژي نه مراعات کیږي؟ او داسې نورې په زرګونه مسلې.
زما په آند، د حل یوازیني لاره، سوله ییز ماحول رامنځ ته کول، علم او پوهې ته کارکول او ولس ته د آبرومندانه ژوند تیرولو زمینه مساعدول دي. که هرڅوک له دې پرته بله لاره لټوي، له خپل ولس سره دښمني کوي. داچې دا کارونه باید څنګه وشي، نو بیاهم علماوو ته به ګورو چې په تیرو دیارلسو کلونو کې خو یې ونه کړل، که خدای یې په راتلونکي کې مهربانه کړي.
قرار صاحب ټوله لیکنه په حقایقو ولاړه، بی طرفه، علمی او هر اړخیزه ده خو زه د یو شی سره موافق نه یم، هغه دا چی تا لیکلی چی په ملایانو کی هم سپیڅلی خلک شته، خو زما پلار وایی چی په دوه شیانو کی یی ښه نشته. یو ملا او بل ….. ، …. که د هر شي وي، ټول مردار دی او ملا که د پاکستان دی، که د هندوستان دی، که تاجک دی، که پښتون دی، که مشر دی، که کشر دی، که خپل دی که پردی دی ټول بې لارې دي، په دی کی ښه نشی پیداکولی
قرار صیب ! یوه بله اصطلاح هم د ملا لپاره استعمال شویده چی روحانی یی بولی .روحانی یا همدا ملا هغه څوک دی چی د دین له لاری روزی پیدا کوی یعنی دین د رزق او روزی لپاره د وسیلی په توګه استعمالوی مثلا که د جومات ملا ته څوک دری وخته ډوډي او میاشتینی پیسی ورنکړی نو الله اکبر به پری ونه وایی . او عالم هغه دی چی په دینی علومو کی تحقیق کوی او په دین هم پوهیږی خو دین د رزق د پیدا کولو لپاره نه استعمالوی .اوس نو وینو چی کله د ارتزاق مسله رامنځته کیږی نو ملا هم د همدی اړتیا له مخی خپلی ګټی ته ترجیح ورکوی نه دین ته . مثالونه یی هم وینو چی د دولت ملایان چی د دولت نه معاش او امتیازات اخلی نو د دولت خبری تاییدوی او د (( امارت)) ملایان بیا د ملا عمر او امثالهم د خبرو د تایید لپاره په قرآن کی آیتونه لټوی .
نن سبا په افغانستان او د سیمې په هېوادو کې د ریښتیني ملا او عالم ډېره فحطي او اړتیا ده ، خو د خلقیانو ، پرچمیانو ، شعله یانو، وهابیانو، ستمیانو ، هزاره ګانو، ،اپر چو نېستانو ، تېکنو کراتانو ، د کورنیو او بهرنیو استخباراتو حرفوي ملایانو ، افغان ملتیانو او د غني او نجیب په څېر لېډرانو ته ځکه اړتیا نه شته چې هغوی دین خاوره او ملي واک هرڅه له خرمُورې سره په یوه تله کې تللي . ډاکټر نجیب دا کار وکړ ، د شمال ملېشې یې جوړې او واک یې نظار شورا ته ور وسپاره .هغوی پردۍ جګړه پر پښتنو باندې په زوره ور وتپله او تر نن پورې یې پښتون بچی قرباني دﺉ . اوس ډاکټر اشرف غني احمدزي داکار وکړ چې واک یې له نظار شورا سره نیم او پښتون ملت یې د امریکې په خوله ور ته څملاوه . د احمد زيو قوم دوه ځلې پښتون ملت ته تاریخي خیانت وکړ ، نور نو څوک پر دوی باندې باور نه شي کولی . دا یې آخري چاڼس ؤ، هغه یې هم له لاسه ور کړ.عیان ته د بیان څه حاجت دﺉ . د تبصرو او تفسیر ځای یې په کې نه دﺉ پرې اېښی .هر څه معلوم دي .دا سر یال او دا جګړې به تل پر پښتنو باندې تحمیل او روانې وي . امریکا به خپل سند لاسلیک کړي ځانته به روایت پیدا کړي . خو بیه به یې بیا هم افغانان پرې کوي . همدې ته وایي د ملي وحدت حکومت . چې ږیره زما او واک یې د ملا . رأیې د افغانانو او واک د پنجشېریانو . ووا جامعه ْ جهاني ، ووا دموکراسي ، ووا دیپلو ماسي ، چې ټر په پرو بدلوي .
محترم قرار صاحب اسلام علیکم
محترمه تا یوې ډېرې مهیمې او ضروري موضوع ته اشاره کړېده چه پدې زموږ خلک تر اوسه نه پوهېږي او نه د ملا او عالم په فرق پوهېږي او نه ورته قایل دي. ملایان هغه خطرناکه ډله ده چه یو خو د علماوو په نسبت په پوره اکثریت کې دي اوبل د خلکو په رګ رګ ننوتلي دي چه دا ډېر وخت ته اړتیا لري تر څو خلک وپوهېږي چه د ملا او عالم تر منځ څومره فرق موجود ده. زه به یې یو کوچنی مثال ووایم هغه دا چه د ملا او عالم فرق داسي ده لکه د یو ډاکټر او ډسپنسر مثلاٌْ ډاکټر کولای شي چه مرض هم تشخیص کړي او د هغه د علاج لپاره دوايي او دهغې خوراک هم ورته تجویز کړي مګر ډسپنسر ته دا معلومه ده چه کلوروکین د ملاریا د علاج لپاره ده خو دا تشخیص نه شي کولای چه ناروغ شخص واقعي په ملاریا اخته ده او که نه. نو که ډسپنسر په ډاکټري ګوتې ووهي او مریض ته علاج شروع کړي نو ددې پرځای چه د مریض علاج وکړي نو شاید هغه د مرګ ستونې ته ور ټېل وهي. نن صبا زموږ ملایانو له ځانو عالمان جوړ کړيدي او فتواوې ورکوي نو بیا یې خپله خوښه ده ښه فتوا ورکوي او که بده څوک یې په مقابل کې نه شي درېدلای. که یو عالم د هغه فتوا چېلنج کړي نو په هغه د وهابي یا د پنجپیري ټاپه ولکوي او په ټولنه کې یې دومره بدنام کړي چه هرڅوک کرکه ځني کوي نو ځکه علما خاموش دي او د ملا په مقابل کې هیڅ نه وايي. هر چېري د ملا صاحب راج ده په یوه لاس کې یې جنت او په بل کې یې دوزخ نیولی ده او څوک جنت ته غورزوي او څوک دوزخ ته. خو موږ له علماوو دا غوښتنه کوو چه چوپه خوله پاتې نه شي ځکه الله مو په دې نه بخښي ځکه دادوی ذمه واري ده چه باید تر ځان یې راتېره کړي.
دنورو نظريو دي كلك مخالف يم, خو دا ليكنه دي ريشتيا هم منطقي , حقيقي او به زره بوري ده! دنورو داسي ليكنو به هيله
به درناوي.
محترم قرار صاحب :
ستا د لیکنی پوری ما ته دغنی خان بابا یوه کیسه را یاده شوه
وایی د غنی خان بابا دیری ته یو کس راغی غنی بابا ته د سلام او روغبړ وروسته مخامخ په کټ کیناست غنی خان تری وپوښتل وروره خفه نه شی ومی نه پیژندی ؟ هغه وویل صیب عالم یم . غنی بابا ټری وپوښتل عالم خو خدای دی ته کوم قسم عالم یی؟ هغه وویل صیب امام یم غنی بابا ټری بیا وپوښتل امامان خو څلور دی ټه یی کوم یو یی ؟ هغه وویل صیب ملا یم غنی خان بابا ورته وویل داسی وایه کنه چی د شر ک..و..ن..ه یم
.
زه په خپله هم په داسی کورنی کی زیږیدلی یم چی نیک ټایی تړلو ته کفر وایی خو چی کله ورته د ذاکر نایک مثال وړاندی کړم وایی هغه هم مرتد دی (آلعیاذ بالله) یو ورځ می وویل خلک سپوږمی ته وختل راته وایی چوپ کفر مه وایه سپوږمی ډیری دروازی لری په هره دروازه کی ملایکی وی .
ملایان په هاروت او ماروت ملایکو هم بهتان لږوی خو عالمان یی ردوی
ملایان د شب قدر په باره کی هم ډیر څه وایی (رڼه ، هر څه په سجده ……..) خو عالمان یی ردوی
ځدای دی په مونږ کی عالمان پیدا کړی نه ملایان
قرار صیب، قلم دې تیز خو له ذهرو ډک دی.
ملا ستونزې هم لري، ګټې هم.
تا پوښتنې کړې چې که یې بیل نکړو، ، نو دا حالت به دوام وکړي. خو دا دې ندي ویلي چې څنګه به یې بیلوو.
پدې دې هم اعتراف کړی دی چې ملا یعنې هر څه. نو که د شورای نظار باج منو چې یو قوت دی او ټکر ورسره د افغانستان ثبات ریانمنوي، ولې له ملا سره ټکر درته دومره اسان ښکاري.
ملا په لږ شی راضي کیدای شو. خو ستاسو په شان افراطي کسانو ورته هغه لږ شی هم نه ورکاوه.
امان الله خان پرې ټول امتیاز ودراوه، ځان یې پرې وشاړه، نادرشاه ورته یوازې شورای علما جوړه کړه، ترې په امن کې و.
خلقیانو بې تپوسه وژل، دوی هم ټول تباه شول.
اوس د کرزي ورونه دي، خو نه یې راضي کولی خو زما او ستا دښمن پآکستان یې دې ته تیاروي چې ځان والوزوي او ځان، تا او ما ټول مړه کړي.
ملا یو واقعیت دی، د ده ستونزې حل کړه، ټولنه به د ده له ستونزو خلاصه شي.
دغسې هر قشر دی، که ستونزې یې حل نشي، ټولنې ته په ستونزه بدلیږي.
او پآتې شوه جګړه: هغه خو سیاسي مسئله ده، یو لوی قوت راغلی، یو هیواد یې اشغال کړی دی، اکثریت یې شړلي او د نظار شورا رامعشان یې په واک کینولي دي. نه سوله کوي، نه خبره کوي. بس وایي چې تسلیم شئ، او چې ورته تسلیم شې، جامې دې باسې او ګوانتانامو ته دې لیږي.
جګړه ساده نده، حل یې هم ساده ندی.
له خپلې شړۍ سره پښې وغځوه او چا ته په کنځلو فکر مه کوه چې دا ټول وطن به سم او ارام شي.
حل لاره پيشنهاد کړه او د عملي کولو له پاره یې کار وکړه.
ddd
ورونو ملایان هم هوښیار شویدی او دوی نه پریږدی چی خلک هوښیار شی . ښوونځی او پوهنتون ته لاړ. نو ځکه دوی یی هم ورانوی.
خو دا یوه خبره به زه هم ور اضافه کړم چی زمونږ ملایان سیاسی پوهه نه لری. دوی د یو سپږی لپاره ټول پوستین ته اور واچاوه او ټول افغانستان یی تر بن لادن قربان کړ. د دوی هغه ښه پوه او عالم ملاحسن و چی د ده په واکمنی کی افغانستان یواځی له دریو هیوادونو ( سعودی عربستان، دعربو متحده امارات او پنجابستان سره ) روابط درلودل چی د رښتیا ورځ راغله هغوی هم په میړانی سره د دوی رسمی مامورین ګوانتانامو ته ولږل.
مګر د ملا او قاضی د صلاحیتونو ترمنځ فرق ضرور دی. ښه به دا وی چی زمونږ ملایان هم په رسمی او دولتی مدرسو کی زده کړی وکړی او د خپلو خلکو او هیواد په خدمت کی وی نه د پردیو استخباراتو په خدمت کی.
بسم الله الرحمان الرحیم.
سلامونه تاندوالو، مبصرینو او ع.مجید قرار ورورته،
دا ډیر مهم علمی او اسلامی بحث څه چه دافغانستان او د اسلامی ممالکو د معاصرو مشکلاتو عمده علت اومعلول دی.زما په نظر دعلماوو شورا،د الازهر،استانبول ا.د.ن. فارغان، دشرعیاتو پوهنځی استادان دحج اواوقافو ټیکه داران ،کلیوال تجربه لرونکی مشران ا.د.ن. خپل نظرونه د یو علمی کانفرانس یا د همدې تاند ویبپاڼی له لارې څرګندکړی او د قران مجید، احادیثو او عصری علومو په رڼنا کی د مسلمانانو او نورو خلکو ذهنونه روښانه کړی.
زمآ ارواښادپلار(عبدالملک ساپی په۱۳۷۴ل.ه.مړ)به ویل “له ډنګرډاکټراوچاغ ملاڅخه تښته!”؟ماناداچه،
که ملا متقی او با خدا وی باید دنس او مال په قصه کی نه بلکه د خدای په ذکر او عبادت کی د اخرت په طمع وی اوځان ډنګرکړي، نه چه د ملا ناریو، سرسایو،صدقو،خیراتونو ،سخاتونو ا.د.ن. ته یی سترګې نیولې وی!؛ او ډاکټر باید په سوء تغذی ګرفتار نه وی او لږ چاغ وی ځکه هغه وخت خلکو فکر کاوه چه چاغي دښه صحت او مړښت علامه ده(حال دا چه اوس د ډیرو مرضونو علت چاغی ګڼل کیږی).په هر حال،دملا ،چلی،طالب ا.د.ن. څخه دپیسو او وسلې او غلطو تبلیغاتوپه وسيله ناوړه او داسلام ضد استفاضه شوې اوکیژي،له بلې خوادعوامو خلکو او ولس له بې سوادۍ،په پاکو او صافو زړونو ګپ روۍ(په هره خبره غولیدل او خوشباورۍ) ،فقر،ا.د.ن. څخه هم دښمنانو بده استفاده کړې چه د ټولو اولنئ او اخرنئ نمونه یی دشمن؛ دمرحوم عبدالغفار خان( پاچاخان) بابا په خبره فیرنګےاوهرموني ېې وو او دي!.نور مو په خدای سپارم. وما علینا الا البلاغ والتبصره.ډوکتور حمیدالله ز. صاپی./بلجیم/دآګست ۱۲=اسد ۲۱
ملا زما په فکر هغه یو موجود دی چه د خږو لکه حلوا، روح افزا شربتو، بد بویه عطرو، رانجو، سرې غوښې، غوړ پیلاو (پلو) او د شړشمو تیلو سره ډیره مینه لري. ملا همیشه په اخیستلو کې دی او خلکو او کلیوالو په شخصی استخدام کې مهارت لري. ملا خپل سر د درونو ویښتانو او لویۍ لونګۍ لپاره استعمالوي او د تکنالوژی او نورو د هوسا ژوند مخالف دی. ټوله ورځ به د سلیمان علیه سلام، یوسف علیه سلام او نوح علیه سلام په کیسو بوخت وي او د نني عصر په معیار دیني لارښوونې یی نه دي زده! خو بیا عالم هغه څوک دی چه د اسلامی امت په جهالت، فلاکت او بې وسې ځوریږي او د دغې مشکل د منځه وړلو په خاطر د ورځې په مطابق هڅې کوي. عالم یو مستقل شخصیت دی چه خپل مادي اړتیاوې په خپله مرفوع کوي او د علم لوی دریاب وي.
Wow…hhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhhbbbhbbbbbbbbhhhhhhhhhhhhhahahahsgzhhahahahahahahahahahahagaga
تقریبآ ښه ډیر نه
عالم او ملا/مولوي تر منځ توپیر
ملا د ترکي ژبې له )منلا( څخه اخیستل شوی،
ملا ځینې خلک د )مولوي( لنډیز/اختصار بولي،
ملا/مولوي خاص نوم دی او عالم عام نوم دی؛
عالم پر هر چا اطلاقیدای شي، فزیکپوه ته هم عالم ویلی شو، همداسې کیمیاپوه، ادبپوه، ساینسپوه، بیولوژي پوه، ریاضي پوه …. بالآخره دینپوه ته هم عالم ویلی شو خو؛
ملا یوازې هغه عالم ته ویلی شو چې په دین کې د پوهې سربیره دیني اصولو ته پابند هم وي، یا هم په عموم کې دیني عالم هغه څوک دی چې د دیني علم سره سره د دین پابند هم وي.
پاتې شو یوازې عالم؛ هغه هر څوک جوړیدای شي، کفارو کې هم داسې کسان شته چې د اسلام په دین کې علما دي لیکن ملایان/دیني عالمان نه دي خکه موږ مخکې وویل چې د علم سره سره به د هغې پابند هم وي.
نو؛
هر ملا عالم دی خو هر عالم ملا نه دی؛
ملا؛ اسلامي شعایرو او احکامو ته د پابندۍ سمبول دی؛
ملا د حق د اواز اوچتوونکو سمبول دی؛
او بالآخره ملا د اسلامي ټولنې بنسټ دی!!!
سلام
زموږ ټولنه په معاصره نړۍ کې دیوې سترې سیمه ایزې،نړیوالې لانجې سره په اخ او ډب کې ده چې دیوه نړیوال افت بڼه ځان ته غوره کوی موږ دا تول عوامل په علمی لحاظ وڅېړو اود قضایاوو اصلی ریښو باندې سوچ وکړو ډېرو پوشتنو ته باید ځواب ووایو او دا ومنو چې پوهه یعنی څه ؟ زما هدف په تبصره کې نیوکه او هاها او بلوا نه ده او نه کوم بل شخصی هدف لرم قرار ښایسته لیکوال دی خو دې لیکنه ور سره موافق
نه یم د احساساتو،ژبې، وفا،دلایلو ،اسلام ،دلیدنې برخورد، تصور او برداشت پربناء داهغه عوامل دی چې زموږ دټولنې له جوړشت سره کلک تړاو لری دملا او عالم مبادی په اسلام کې ترم لری. عمل ،لږ یا ډیر پوهېد ل ګنا ه او خیانت کول سیاست لوبې بیا دقضیې بل اړخ دی چې فردی اوګروهی برخې لری
خبره خو دا دا ده چی
یوه متمدنه ټولنه له مختلفو اقشارو څخه تشکیله سویده او قانون هر قشر ته خپله دنده ټاکلی ده بناً هر قشر د خپل دریځ او مؤقعیت پر بنسټ خپله دنده مخته وړی.
ملا هم یو قشر ؤ او دی
ملا د یوی ټولنی د جوړښت د څرنګوالی په اساس د تثبیت خاوند دی
بېله مارکسیسټی ټولنو نور نو په هره ټولنه کی ( حتی سکولر او لائیک ټولنو کی) ملا په رسمی او غیر رسمی مراسمو کی ( هم د دولت په کچه او هم د فرد او کورنی په کچه) پوخ یا اُم حضور لری
امّا
زموږ ملا
زموږ ملا د وروستیو پنځلسو لسیزو ( یو سل پنځوس کلونو) په اوږدو کی د تاریخ او ټولنی په کرونده کی د یو خوږ او تریخ او خنثی او ترِیو او همدارنګه ګټور او غیر ګټور تخم په شان یو ډراماټیک او رومانتیک رول لوبولی دی
هم د انګریزی استعمار او هم د شوروی د یرغل په وړاندی د ملا مثبت رول د انکار وړ نه دی خو د بده مرغه چی زموږ د ملا د انګریزی ضد روحیه ډیر ژر د ژور بدلون سره مخامخ سوه او د انګریز تیښته ئې له دروازی څخه ولیده خو د کړکۍ له لیاری ئې مرموز دخول تشخیص نکړای سوای
ددی ټکی یادونه به هم بده نه وی
زموږ د هیواد د حساس جغرافیائی مؤقعیت له کبله د دین او مذهب او ملا شتون له یوی خوا طبیعی ؤ او طبیعی دی او له بلی خوا د نړیوالو سترو لوبغاړو د لوبو د کیفیت په اقتضاء د دین او مذهب او ملا شتون یو ضرورت ؤ
دا د لوبو او لوبغاړو یو ستراتژیکی او تاکتیکی حرکت دی چی مثلاً په یوه اسلامی کِتله کی د دین د رُشد پر ځای مثلاً د سکولاریزم عقائد پلی کیږی لکه مثلاً سل کاله مخکی په ترکیه او ایران کی
خو
په بله اسلامی کِتله کی شین دینی کمربند را منځته کیږی البته ددی بحث د څیړلو فرصت به نه وی چی ولی دوی متضادی سناریووی پلی سوی دی
په هر حال
د مُلا او د مُلا د نننی او پرونی او احتمالاً سبائی رول بحث یو پراخ بحث دی چی یقیناً دا بحث په مارکسیسټی او لبرالیسټی او الحادی او طالبی ادبیاتو د تحلیل او تجزئی وړ نه دی بلکه دا بحث د تاریخی او عینی واقعیتونو په رُڼا کی د تحلیل وړ دی البته بېله هیڅ ډول حُب او بُغض او عقیدتی او فکری متحجرانه موضِع نیولو څخه
زړه می نه غواړی دا خبره می په ستونی کی بنده سی چی
د نادرجان دکورنی د پنځوس کلن حاکمیت طرفداران او خواخوږی حق نلری چی د مُلا په وړاندی منفی دریځ غوره کړی
ځکه
ددی پنځوس کلن حاکمیت په لمنه کی مُلا د هیڅ ډول منفی حرکاتو او منفی مقاومت توان نه درلود بلکه دا خپله د حاکمیت ضعف او کمزوری وه چی وولس د هر اړخیز رکود او تورتم سره مخامخ ؤ نه د مُلا ضعف البته په نورو تاریخی پړاوونو کی د مُلا ( نه یوازی د ملا بلکه هر قشر ) د عادلانه او منصفانه او منطقی نقد حق هر افغان لری
بلا نه مې زړه تور دی، د ملا نه مې زړه تور دی
منبر کې ږدي ماینونه له تقوا نه مې زړه تور دی
چې پای یې وندبازي قتل او قتال شي تمه نه شته
له دا هسې جهادونو او غزا نه مې زړه تور دی
ملا چې د مسلم وینې تږی لکه سپی شي
د جهل په لاره سر دي، علما نه مې زړه تور دی
مسلم د دې وطن اوس تر غوږو فساد کې غرق دی
د داسې دیندارانو له قبا نه مې زړه تور دی
اوس تسپې، ږیره، لباس مسلماني ده
را معلومه دا ټګان دي، له ریا نه مې زړه تور دی
هرچه دین دین یادوي باور پرې مه کړه
د دین د دعوهګرو له دعوا نه مې زړه تور دی
تباه شو دا وطن د دین په نوم خو دین لا نه شته
روان تور جادونه له رنا نه می زړه تور دی
As often Mr. Majid Qarar again break the barrier with his excellent writings. The issue is relatively simple:
Almost all Mullahs are educated within specific sets of curriculum that will not exceeds vallum of about 10 books. Plus all of their studied material and curriculums are the same with little variety. Such level of education and Mullahs being always at the receiving end of working productivity, disqualify them to lead a nation