جمعه, مې 10, 2024
Home+موږ او ټول شموله حکومت/ عبدالوحيد وحيد

موږ او ټول شموله حکومت/ عبدالوحيد وحيد

د ټول شموله، ټول ګډونه او پراخ بنسټه حکومت اصطلاح له ډيره وخته راپدیخوا په کور دننه او نړيواله کچه په رسنيو او سياسي ناستو کې د بحث موضوع ده. زموږ شته ستونځو  ته په کتو د موقتې دورې، يا هم عبوري حکومت په ګډون د ټولټاکنو له لارې رامنځته شوى حکومتي جوړښت هم باید د دغه هېواد د پرګنو، سمتونو، قشرونو او قومونو د انډوليز تناسب او هراړخیز ترکيب  پربنسټ جوړ شوى وي. د مختلفو ژبو، قومونو او مذهبي او فکري بهيرونو څخه جوړو ټولنو د بريا راز هم په همدغه ټول ګډونه حکومتي جوړښت کې نغښتې دى.

په داسې ټولنو کې د ټول شموله حکومت جوړيدو نسخه د حل يوازنۍ لاره ده،  متأسفانه موږ د ټول شموله حکومت لپاره ښه تعریف نلرو. زموږ  په جګړه ځپلي هېواد کې ټول شموله حکومت د خپلو ګټو په محوريت را څرخيږي. د بيلګي په توګه طالبان خپل اوسني حکومت ته ټول شموله نوم ورکوي او تېرو حاکمانو هر يوه خپل حکومت ټول ګډونه باله، خو  ډيرى سياسي مخالفين بيا هغه مهال حکومت ټول شموله ګڼي چې خپله پکې غوښن رول ولري.

هره ډله خپل حکومتي جوړښت ټول شموله ګڼي او هرڅوک خپل حکومت ته د ولسونو د ارادې ممثل نوم ورکوي. موږ  ډيرې کمې بيلګي لرو چې کار اهل ته  سپارل شوى وي. د ځنګل قانون رائج دى. هر زورواکى که بل زورور حريف ولري، نو بيا د معاملې له مخې واک ورسره ويشي، خو که مقابل لورى زورور نه وي، نو بيا  هره حاکمه ډله دولتي پوستونه د غنيمت مال ګڼي. سملاسي يې له خپلو ملګرو سره ويشي او ورته د ټول شموله نوم هم ورکوي.

هغه څه چې په تېرو څو لسیزو کې زموږ ولس ته بربنډ شو د ټول شموله په ځانګړتیاو ښه پوهاوى دى. که څوک د شخص يا ډلې په هکله د ړوند تقليد  ستونځه ونلري، نو  پوهېږي چې په تيرو څلورو لسيزو کې د انحصار د کچې له توپير سره سره د هيڅ اړخ حکومت ملي بڼه نه درلوده او ټول شموله نه وه. د جګړو لپاره مختلفې بانې او اصطلاحات وکارول شول خو بنسټيز لامل همدغه د واک ظالمانه ويش وو.

بشپړ باور لرم چې د اسلامي امارت اوسنى وخيم او ترينګلى وضعیت د دوحې په  هوکړه ليک کې د  شته نيمګړتياو او د امریکا د غلطو پاليسيو محصول دى. امریکا کولاى شواى اوسنى ستونځې، د مديريتي وړتیا او غوره حکومتولي په برخه کې د طالبانو نيمګړتياوې انځور کړي، خو دغه ستونځه يې د مذاکراتو په جريان کې عمدا له پامه وغورځوله او طالبان يې د احساساتو او تخيلي برياو په دلدل سپاره پريښودل.

اوس که د دوحې په تړون کې د نيمګړتياو له امله موږ امریکا ته د پړې ګوته نيسو، نو خبره “ګل جانۍ” کيږي او د نړيوالو اړيکو  له مخې هر هېواد په دوه اړخیزه يا هم ډير اړخيزو تړونونو کې د خپلو ملي ګټو د تامين مسئوليت په غاړه لري. هغوى ځان ته  دهمدغه اصل پر اساس برائت ورکوي  او د افغانستان د ګټو د خوندیتوب لپاره مبارزه د هغوى په کاري مکلفيتونو او دندو کې نه راځي. دغه کار باید افغان خواو کړى واى. ځکه خو وايو چې مړه هم موږ يو او پوه هم موږ يو.

طالبان نه يوازې په ملي کچه د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د ټول شموله حکومت جوړولو په شمول د ډيرو بدلونونو راوړلو مسئوليت په غاړه لري بلکې په نړيواله کچه  هم د خپلو تعهداتو او دوحې د تړون له مخې ټول ګډونه حکومت ته  ژمن دي، خو تر اوسه پورې د دغې ژمنې د پوره کولو شېبې حسابيږي. د نورو په پرتله د اوسني حکومت د فساد ګراف که څه هم د تير نظام په پرتله ښکته دى، خو شک نشته چې د انحصاري فکر او انډيوال شموله حکومتي جوړښت تر ټولو نوى ويرژن نندارې ته وړاندې کوي.

اوسنيو ترينګلو شرایطو ته په کتو د اسلامي امارت چارواکي  باید پوه شي چې اوس هغوى يوازي يوه وسلواله ډله نه ده، بلکې د يوه ستر هېواد د مديريت کولو، عامه نظم او امنیت سمبالولو مکلفیت هم په غاړه لري، د هغوى هره پريکړه هره کړنه او هر ډول نوښت د دغه هېواد او ولس په ښېرازي او بدمرغي باندي نيغ په نيغه اغيزې لري. د جګړې په پرتله د مديريت امنیت او عامه چارو د مسئوليت دنده خورا لوړه او ارزښتناکه ده. که اسلامي امارت له نړيوالو سره خپلې ژمنې عملي نکړي نو نه يوازې په نړيواله کچه خپل اعتبار بايلي او زيان به ويني، بلکه له ژمنو څخه د سرغړونې منفي اغيزې يې په مستقیم ډول په هيواد او ولسي ژوند پريوزي.

دا منطق د منلو نه ده چې  څوک د مټو په زور ارګ ته له ننوتلو وروسته افغانستان د غنيمت مال وګڼي او ټول ګډونه حکومت هم هغه نه دى چې له هرولایت او هر قوم څخه يو عام شخص پکې شتون ولري، بلکې ټول شموله حکومت هغه مهال تحقق موندلاى شي چې د هر قوم، مذهب، ژبې سمت جنس قشر او سياسي اړخونو داسې خلک پکې شتون ولري چې په ټوليزه توګه د خپل اړوند اړخ د استازيتوب کولو وړتیا او ولسي ملاتړ له ځان سره ولري. له دغه ضرورت څخه ورهاخوا د نظام نوعيت، اساسي قانون، ملي بيرغ او ملي ترانې د ملي مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د لويې جرګې او يا لويې جرګې ته د ورته فورم لخوا منظوري ته اړتیا لري او اوسني حکومت دغه اړتیاوې نه دي پوره کړې.

5 COMMENTS

  1. د وحید سیب دټول شموله تعریف دنورو له تعریفو نه فراخ دی خو بیا هم دبیا فکرکولو لپاره ښه موضوع ده.
    زما په نظر دټول شموله خبره ددوو هغو متضادو قاطبو سره تماس لری چه خلک یی لا دیو کولو په جریان کی بریالی سوی ندی. هغه دوه قاطبی دیموکراسی او کفایت دی. خلک وایی چه دیموکراسی او دقانون برتری دټولنو ربړی له مینځه وړی. خو عملا دیموکرات حاکمان نه پوره کفایت لری او نمایندګی، او دزور په خاطر قانون دخپلو ګټو پر اساس جوړوی. په افغانستان کی دیموکراتو مخورو نه نمایندګی کوله او نه یی قانون ته غاړه ښوده او کفایت خو بیخی ورک وو.
    طالبان دشریعت خبره کوی. دسیکیولرو او نیم پوهه قانونپوهی په سترګو کی دا د دین برتری مالومیږی خو دپاخه قانونپوه په سترګو او دماغ کی هغه دقانون دبرتری خبره ده. نو قانون که برتره وی بیا دیموکراسی او کفایت دواړه راتلای سی.
    زما په نظر طالبان قانون لری او هغه شریعت دی. وحید سیب څینی نورو ټکو ته اشاره کړی چه هغه دنن دنیا یو طرز دی چه قانون، دقانون مصدر، او له خلکو نه دنمایندګی مرچع روښانه کړی. نو کله چه قانون مالوم وی بیا دهغه دروښانولو طرر دوهم مقام لری ترڅو جزئیات پکی تر بحث لاندی ونیول سی. دا دا معنا نلری چه دوحید سیب خبری باید له نظره وغورځول سی. شریعت عمومیات لری چه دتعمیل جزیات نه ابدی دی او نه دزرکالو مخته خبری اوس تعمیل ته شایسته دی.
    مونږه افغانان ځانونه مسلمانان بولو. نو شریعت باید راته دروند کار مالوم نسی. صرف دهغه دپوهی او تحلیل په لټه کی باید واوسو.
    ټول شموله حکومت جوړول مغلقه خبره ده. زه دوحید سیب سره یو نظر لرم چه دهغه پیاده کول نه پخوانو او نه اوسنی حکومت لا راوړی دی. بیا هم زما په نظر ټول شموله حکومت یو مغالطوی اصطلاح ده چه اوس په دی شرایطو کی دافغانانو دناکامی لپاره راپورته سوی دی. امارت چی کله دمشهد طالبانو ته ځای ورنکړ نو دایران متعصب ایران نژاده اخوندان دطالبانو حکومت ټول شموله نه بولی. تاجکستان پنجشیریان غواړی هندوان ددوی تربیه سوی اجنټان غواړی او امریکا بیا داشغال همکاران. پاکستان او عرب خپل خلک غواړی کوم جه ډیل اجنتان وی.
    زما په نظر طالبان باید په شریعت ټینګ ونیول سی. خو افغانان باید په شریعت ځان پوه کړی. افغانان باید پوه سی چه که طالبان کامیاب سی ددوی کامیابه حګومت دافغانانو ویاړ کیدای سی. طالبان په نړی کی دداسی نوی نظام ډبره ږدی چه هغه نن سبا داوسنی ناکامو نظامو لپاره یو بدیل دی.
    دشریعت عملی کول دقانون برتری ده. شریعت مساوات راوړی او عدل. دا هغه دوه ټکی دی چه که چیری طالبان کامیاب سی نو ددوی په نظام کی به هم دملت نمایندګی وی او هم کفایت هغه دوه ټکی چه لا تراوسه پوره نه لیدل کیږی.
    ددیموکراسی نبمګړیتوب دا ده چه ځینی کسان له خلکو اعتماد واخلی او بیا وروسته دهغوی په غم کی نوی او نه په خپلو وعدو ځانونه قانونا مکلف بولی. دا په دی مانا چه په اوسنی شکل دیموکراسی هغه پالتو خبره ده. دیموکراسی به هلته راسی چه دخلکو نماینده دهغه مشکلات وحاکمی طبقی ته وروسوی او بیا دهغه دحل لپاره نه دا چه پلان جوړ سی بلکه هغه پلان عملی هم سی. نو که شریعت راسی او طالبان ځان باندی پوه کړی نو بیا باید داسی کسان ولری چه دخلکو په خوښه او ناخوښه دملت دردونه او مشکلات پیدا کړی او دهغوی مشکلات ورته حل کړی. نمایندګی باید نمایشی نه وی بلکه عملی وی. نو کله چه دملت مشکلات حل سی بیا نو ددیموکراسی په څیر نمایندګی بی معنی بللی سو.
    لنډه دا چه طالبان باید په ملایی نظام فشار ونکړی. ملایی نظام او شرعی نظام ډیر فرق لری. طالبانو ته شاید دا سخته سی چه دا خبره هضم کړی ځکه دوی به وایی چه له ملا نه سوا بل څوک دی چه په شریعت ښه پوهیږی. که دوی دا وایی نو په خپله دوی دشریعت نه ځانونه لیری کوی. حکومت چلول تنها دشریعت چلول ندی. هغه تقویه غواړی او قوت. هغه قوی پوهه او اقتصاد غواړی او هغه دخلکو هوسایی. ددی ټولو لپاره هغه کسان ضرورت لری چه په دغو چارو کی متخصص وی. دملایانو ضرورت صرف په ډیره محدوده برخه کی لیدل کیږی.
    ملت باید دا درک ولری او په دی درک متکی دطالبانو لاس ونیسی. دوی باید داسی ونه اوسی چه طالبان اعتماد باندی وکړی او بیا دوی دطالبانو دناکامی لپاره هڅی وکړی. دا دامانت خیانت دی. متاسفانه یولړ خلک باندی افتخار کوی.

  2. سلامونه نيکې هيلې مې ومنئ جناب ثابت صاحب محترمه
    زه ستاسو له نظر سره له پيل تر پايه موافق يم. موږ اصلا د وړتیاو له نشتون سره مخ يو. له ديموکراسي نه هم داسې ريشخند جوړ کړ چې د ديکتاتوري بلا دى ورباندي وګرزي او اسلامي هم يوازې په خوله يادوو خو عملاً يې د عملي کولو وړتيا نلرو. فکر کوو يوازې د غله نيول او همهغه ځاى کې ورباندې حد جاري کول اسلامي نظام دى. د رسول الله او راشدينو خلفاو زرين تاريخ او د ولسي خدمت بشر دوستي تعاملاتو او معاملاتو او د ولس د ستونځو په تړاو د هغوى د کړنو کتابونه راته مخته پراته دي خو چې موږ يې د لوستلو او عملي کولو لپاره نه هوډ لرو نه اراده.
    ديموکراسي مو وشرمول او اسلامي نظام مو نړۍ ته يو سواليه نشان جوړ کړى دى.
    په هر حال له تحلیل څخه مو مننه. روغ رمټ اوسئ.

  3. سلام
    حضرت علی (رض) وایی: په دنیا کې هر دولت په مصرف کمیږی مګر دعلم دولت چې څومره مصرف شی زیاتیږی.
    امام غزالی وایی:ته ایینه کې وګوره که ښایسته یې نوپه خپل مخ دګناه تور داغ مه ږده او که مخ دې توراو بد رنګه وی نو دوه تور شیان مه یوځای کوه.
    دعلم په مصرف کې موږ څومره مشتریان لرو ، دغه مشتریان کومو موادو ته په بېړنی، لنډ مهاله اوږد مهاله او هراړخیزه وخت کې ضرورت لری؟ زموږ عادلانه توزیع په ټولنیزه اواقتصادی برخو کې کوم اوصاف لری. موږ رښتیا ددغې طرحې په یوه متناسبه جهان بینی ، اګاهی او میکانیزم باندې ولاړ یو ؟ موږ د دې پروسې په علمی برخه کې څومره کار کړی او دکار منابع مو څه دی؟ اوهمدارنګه موږ دګوم کیفیت ا وکمیت پرسر بحث غواړو چې وکړو. موږ اخلاقا باید ددې مهارت ولرو چې څنګه یواوبل منلی شو؟حتی سیاسی مخالف ځکه چې ملی او اسلامی مصالح مو ګډ دی!شرع خو له هرایین څخه دې طرحې ته لاره هواروی!
    دټول شموله حکومت شعارد نړیوالواستخباراتو تکیه کلا م ځکه وګرځید چې موږ په ملګرو ملت کې رغنده ستراتیژی نه لرو او په نوم یې غړیتوب لرو . له بده مرغه دغه هابیلی او قابلی احساسات مو دومر لوړ دی چې مچ پرمخ نه پرېږدو موږ دمنځنۍ اسیا هېوادونو ،ایران ، پاکستان او هندوانو هم ځان پکې راواچاوه په خواخوږیو او کنفرانسونو کې یې یوځل بیا دترورېزم په چیغو کې نړۍ ته ورو پېژندلو خو موږ د یوه حکومت په توګه ولې ددې سیاست او دېپلوماسی به وړاندې له کلک دریځ نه کار وانه اخیست حتی هغوی کنفرانسونو ته ونه بللو. دې کار ټول شموله ته نورهم دهیاهو او ها ها ته زمینه برابره کړه. خصوصا فراری دولو عناصرو ته .بناء دنړیوالې ټولنې بشر د وستانه مرستې تحریمول « دامریکا اقتصادی فشار تر اغېز لاندې په سیاسی ابزارو بدلې شوې » دا له افغانستان سره دناممکنې دیموکراسی تر عنوان لاندې سترخیانت او جنایت دی. لوږه په هره ټولنه کې ستر ه ناروغی او خطرناکه دښمنه ده.
    حکومت باید د قدرت او کار په نوم اصطلاخګانې سره جلا کړی. دکار په نوم دافغانستان هغه کتله او قشر چې دې ملت ته کار کولی شی اود ماهی حیثیت ورته لری او لاسونه یی د هېڅ خیانت،فساد، اختلاس ا ونورو شخصی ګټو باندی ککړ نه دی هېر نه کړی. داکتله په ټول شموله کې له پخوا په کاروه دا چې ددوحې له اجندابهر وساتل شول اودغه اعتماد او باور رامنخ ته نه شو دا بیا دهغوی کار او لید لوری دی په هرصورت کلی په زور نه کیږی.هیله کوم جوړ روغ او خوښ اوسې کور مو ودان.

  4. سلامونه نيکې هيلې او مننه جناب ع شريف زاد صاحب

    موږ يقيناً د خيالونو په نړۍ کې ژوند کوو عيني واقعيتونه او ځمکني حقایقو ته نه متوجه کيږو. ستاسو په خبره د علم کچه مو ښکته ده احساسات مو په سر واخلي چيغه کړو. ځان راڅخه ورک شى. يو بل ته مو د زغم ماده ختمه شوې ده. په چوکئ کيناستل راته حکومت ښکاريږي د ړندو مقلدينو او يا هم غوړه مالانو په مداحيو تيروتلي يو.

    په نړيوالو ناستو کې مو غږ داعيه او غوښتنه د ګدا ګرو ده. يوازې مرستې غواړو نور رول به نو څنګه کړو. يد سفلى يو او لاندي لاس کله هم د رهبري رول نشي ترلاسه کولاى. په خپلمنځي جګړه ښکېل يو او همدغو نيمګړتياو نور هم پرديو ته د غلامي په غولي کينولي يو. موږ چيغې د زمرو وهو بيزو ګانو په مخه کړي يو.
    ترهغو چې د سمون او بدلون لپاره غږونه سره يو نکړو د رهبري لپاره په ملي کچه د ملت له خېټې څخه راپورته شوې خلک پيدا نکړو تل به په ذلت کې د ګاونډيانو او نړيوالو ترمنځ ژوند کوو خو ځانونه به راته زمريان ښکاريږي.
    بيا هم له ژور تحلیل څخه مو نړۍ مننه. الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره

  5. محترمو ورونو  وحید او ثابت صاحب !جزاکم الله خیرا بحث مطرح نهایت آموزنده برای همه و بخصوص حکام مستقل فعلی می باشد و باید دقیقاگوش داده وبا تعمق مؤمنانه،مسؤلانه بخوانند تاحق مسئله قسما اداء شود زیرا ما به حسابدهی و روز جزا ایمان داریم پس باید امانات را به اهلش سپرد۰چنانچه فرمودید مسئله اهلیت و کفایت اساسی بوده و مؤمن اهل و باکفایت با نور ایمان و کفایت علمی و اخلاقی اش می تواند حق هر فرد ملت، امت و حتی حیوان و نبات را هم فراموش نکند۰ اصطلاح حکومت همه شمول از قرارداد بن که نزد ما رواج یافته فقط برای ایجاد سهم برای افراد  معامله گر است که امروز ملت  خساره و تباهی آنرا می پیند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب