Homeخبرونهنعیم وردګ: د بشري حقونو په تامینولو کې بېساري یوو، نړۍ ته...

نعیم وردګ: د بشري حقونو په تامینولو کې بېساري یوو، نړۍ ته یې باید درس ورکړو

تاند:( يکشنبه، د قوس اوومه)‏‏ ‏د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ هغو پرله پسې غوښتنو ته توند غبرګون ښودلی، چې ګواکې طالبان د بشري حقونو ناقض دي او نړۍ ته باید د دغه حقونو د خوندیتوب ضمانت ورکړي.

ښاغلي وردګ له الجزیرې ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې دوی د بشري حقونو په تامینولو کې په نړیواله کچه بې ساري دي.

د ده په وینا، دوی چمتو دي چې نړیوالو ته د بشري حقونو د تامین او خپلو تعهداتو په اړه درس ورکړي، څو نور له دوی څخه د بشري حقونو تامینول زده کړي.

ډاکټر نعیم وردګ دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې طالبانو له واک ته رسیدو مخکې د بشري حقونو په اړه شعارونه تر ډېره غربي او کفري ګڼل.

د بشري حقونو د کمیسیون په ګډون ګڼ هغه بنسټونه، چې په دې برخه کې فعال وو، طالبان یې د کارکوونکو په وژلو او ګواښلو تورنیدل.

طالبانو له واک ته رسیدو سره، د بشري حقونو کمیسیون هم تراوسه نه دی فعاله کړی او چارواکو یې د بشري حقونو په اړه خپله ژمنتیا نه ده په ډاګه کړې.

معلومه نه ده، چې ډاکټر نعیم وردګ له بشري حقونو څخه څه ډول تعبیر لري.

د ډېرو داسې موضوعاتو په اړه د طالبانو او نورو افغانانو تعبیر او برداشت فرق لري، چې د شنونکو په خبره همدا د دوی ترمنځ د شدید واټن سبب ګرځیدلی.

نړیوالې ټولنې شرط ایښی چې که طالبان ټول شموله حکومت جوړ او د بشري او ښځینه حقونو د تامینولو ترڅنګ د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د نه استفادې موضوع تضمین کړي، دوی به یې واکمني په رسمیت وپېژني.

2 COMMENTS

  1. د نعیم ورګ او یا ددې په ځیر د نورو جاهلانو په خبرو بحث کول خپل وخت ضایع کول دی.

    لمړی تاسو انسانیت له سره نه پیژنۍ نو د بشری حقونو په هکله خبری کول یا تامینول یوازی په خپل ځان ملنډی وهل دی.

    ستاسو د اسلام د مقدس دین د احکاماتو او هدایااو تعبیرول د جهالت په اساس ولاړ دی او دین مو د خپلو لویو خیټو او څربو څټونو لپاره داسی کارولی چی ساده خلک ورباندی تیرباسۍ او خپلی شومی موښی تر سره کړۍ
    یو وړوکی مثال يی د افغانستان شتمنۍ او بیت المال لوټ کول او په پاکستان خرڅول چی یو رښتینی افغان ته د ناموس خرڅولو څخه بدتر دی

    ماته می د یو ملګری هغه رښتیانی کیسه رایاده شوه چی د کلی ملا يی د جمعی خطبه ورکوله نو په خطبه کی يی د جنت او دوزخ خبری کولی او مثالونه يی ورکړل

    ویلی چی جنت داسی ښاییته ځای دی لکه د وتلی چمن
    او ددوزخ داسی توری تمبی دی لکه زما دلالی دا توره کورتۍ.

    دا ملا صیب غریب د وتلی د کلی نه بل ځای ته نه و تللی او د کلی د یو وړوکی چمن نه پرته يی بل څه په خپل ټول عمر کی نه و لیدلی
    او همدغه راز د دوزخ په هکله يی د خپل لالی یا وړوکی ورور چی توره کورتې يی اغوستی وه او په اول صف کی ورسره ناست و مثال ورکړ

    نو د ملا نعیم او ددې ډلی د ملایانو هم د بشر د حقوقو او نړیوالو تعاملاتو نه د وتلی د ملاصیب تعبیرونه دی چی دوۍ ورته د خوښۍ نه په جامو کی نه ځایږی او خلک ورباندی ملنډی وهی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...