پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهحاجي دین محمد: د متخصصینو نه جذب او هېواد نه وتل لویه...

حاجي دین محمد: د متخصصینو نه جذب او هېواد نه وتل لویه ضایع ده

تاند:( يکشنبه، د قوس اوومه)‏‏ ‏د افغانستان یوه جهادي مشر حاجي دین محمد، چې د مصالحې عالي شورا مرستیال و او د جمهوري نظام له سقوط وروسته هم په کابل کې دی، له هېواد څخه د افغان متخصصینو وتل لویه ضایع ګڼلې ده.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې طالبانو باید دغه کادرونه په کارونو کې جذب کړي وای، څو هېواد نه وتو ته نه مجبوریدای.

حاجي دین محمد ویلي، چې پر دغو متخصصینو د افغانستان ډېر لګښت شوی او په بې برخلیکه او ستونزمن ډول له هېواده وتو ته مجبوریدل به یې ښې پایلې ونه لري.

هغه پر بهرنیو هېوادونو هم نیوکه کړې، چې افغانان باید تفاهم ته وهڅوي او خپله انرژي د افغان کادرونو د ویستو پر ځای د طالبانو او نورو لوریو په تفاهم مصرف کړي.

دین محمد په دې مرکه کې له هېواده تر وتو وروسته د افغان کادرونو ګونګ برخلیک هم د اندیښنې وړ وباله او وویل، چې معلومه نه ده دوی به په بهرنیو هېوادونو کې څه کوي او د ژوند و روزګار شرایط به یې څه ډول وي؟

 د مصالحې عالي شورا دغه مرستیال د سولې هڅو د ناکامۍ په برخه کې یوازې افغانان او د سولې پلاوي پړه نه ګڼي او وایي، چې سوله کې نور لوري هم ښکېل وو.

د ده په وینا د سولې خبرو پر مهال هم جمهوري نظام او هم طالبانو ستونزمنې او نه پوره کیدونکې غوښتنې لرلې، چې ورسره د سولې هڅې ناکامې او بې پایلې شوې.

حاجي دین محمد په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو بیا پيل شویو مذاکراتو ته په نسبي ډول هیله مندي وښوده او وویل، چې که په ټولو موضوعاتو توافق ممکن نه وي، پر ځینو مسایلو به دواړه لوري پایلې ته ورسیږي.

د طالبانو له واکمنیدو سره لسګونه زره افغانان، چې اکثره یې د مختلفو برخو متخصصین او ظرفیتونه وو، له هېواده په قانوني او ناقانونه ډول وتو ته اړ وتل.

سربېره پردې هغه کادرونه چې په هېواد کې ایسار دي، شکایت کوي چې طالبانو حکومت له ملایانو ډک کړی او متخصصین یې وزګار کړي، چې له کبله یې د پوهنتون د استادانو او نورو کادرونو په ګډون اکثره مزدورۍ او شاقه کارونو ته اړ وتي دي.

طالبانو بیا ژمنه کړې، چې له سیاسي بستونو پرته نورو ته مسلکي کادرونه ګوماري، خو د دوی د واکمنۍ له باندې ۳ میاشتو راهیسې د دې ژمنې عملي کیدل خورا کمرنګه ښکاري.

1 COMMENT

  1. له افغانستانه دکادرونو وتل او هغه په طالبانو بارول بی انصافی ده.
    د طالبانو ویره، دخیانت دلوڅیدو امکان، دخارجی امکاناتو بندیدل، دطالبانو نفرت، دپردو جاسوسان، او نور عوامل باید په نظر کی ونیولی. طالبان لا رارسیدلی نه وو چه دوی وتښتیدل. نو څنګه طالبان باندی ملامت هغه چه طالبانو ورته اعلان کړی وو چه عفوه مو کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب