سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهطالبان پنجشېر ته بشري مرستې لېږي

طالبان پنجشېر ته بشري مرستې لېږي

تاند: ( ۵ شنبه، د سنبلې ۲۵مه) د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د خپلې سرپرستې کابینې غونډه کې امر کړی، چې له بهرنيو هېوادونو څخه را رسيدلي بشري مرستې پنجشېر ولايت ته واستوي.

 باختر دولتي خبري اژانس د ملا حسن اخند په حواله لیکلي، چې يادې مرستې دې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې پر مستحقو کسانو ووېشل شي.

سرچينې زياته کړې، چې د کابینې په غونډه کې په پنجشېر کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت د لګېدلو بندیزونو لرې کولو او د دغه ولایت د خلکو ژوند او د سیمې وضعیت ته پر رسینز پوښښ ورکولو هم پرېکړې وشوې.

پنجشېر د افغانستان وروستی ولايت و، چې وسله وال طالبان پکې سخت مقاومت سره مخ او د درنو جګړو په پايله کې واکمن شول.

له دې ولايت څخه د خلکو د بد بشري وضعيت او دغه راز هلته د جګړې پر مهال د طالبانو د بشري سرغړونو خبرونه ورکړل شوي.

اوس تمه کيږي، چې طالبان به دغه ولايت ته د خبريالانو د سفر له مساعدولو سره د اصلي وضعيت د انعکاس موقع برابره کړي.

پنجشېر د پخواني مشهور قومندان احمد شاه مسعود ټاټوبی دی، چې د هغه د زوی احمد مسعود په مشرۍ د دویم مقاومت د جريان په نوم طالب ضدو جنګياليو طالبانو ته د دې ولايت د نه سپارلو لپاره سختې جګړې وکړې.

ياد شوی جريان اوس هم د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت د دوام ادعا لري، خو طالبانو دا خبره رد کړې او لوی درستیز يې چې د پنجشېر د نیولو د برید مشري هم کوله، د مقاومت کوونکو د ځپلو ګواښ کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب