Homeخبرونهدیبرالاینز له سراج الدذین حقاني سره پر بشري مرستو خبرې وکړې

دیبرالاینز له سراج الدذین حقاني سره پر بشري مرستو خبرې وکړې

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۵) په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما یا د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت دفتر مشرې دیبرا لاینز د افغانستان د کورنیو چارو له نوي وزیر سراج الدین حقاني سره ولیدل.

رویټرز خبري اژانس وايي، سراج الدین حقاني، چې د نړۍ تر ټولو مطلوب کس و او ملیونونه ډالر یې پر سر جایزه ټاکل شوې، اوس د طالبانو د حکومت د هغې برخې غړی هم دی چې د بشري ناورین د مخنیوي هلې ځلې کوي.

د طالبانو یوه ویندوی سُهیل شاهین نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د مېرمن لاینز او ښاغلي حقاني د خبرو تمرکز پر بشري مرستو و.

په دې کتنه کې حقاني ټینګار وکړ چې د ملګروملتو کارکوونکي له هیڅ راز خنډه پرته کار ته دوام ورکولی او افغانانو ته مرستې رسولی شي.

د رویټرز د راپور له مخې، افغانستان له وړاندې لا له سختې بېوزلۍ او بدې وچکالۍ سره مخامخ و خو له تېرې میاشتې را په دې خوا چې طالبانو واک ترلاسه کړی، د دغه هیواد وضعیت خورا خراب شوی دی ځکه چې د مرستو رسولو چارې ټکنۍ شوي، لسګونه زره حکومتي چارواکي، مامورین او مرستندویان له افغانستانه وتلي او اقتصاد تر ډېره سقوط کړی دی.

روانه اوونۍ د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په جینیوا کې د افغانستان د مرستو نړیوال کنفرانس ته وویل چې ښايي افغانستان د خپل تاریخ تر ټولو له خطرناکو شېبو سره مخامخ وي.

په ۲۰۰۹ کال طالبانو د کابل پر یوه مېلمستون په حمله کې د ملګروملتو ۵ کارکوونکي ووژل.

د افغانستان حکومت دا برید د حقاني شبکې کار وباله.

سراج الدین حقاني لا هم د امریکا په تور لیست کې دی خو طالبان وايي چې امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقه کې ژمنه کړې وه چې د طالبانو ټول مشران به له تورو لیستونو باسي.

له سراج الدین حقاني سره د مېرمن لاینز د کتنې په عکس کې ښاغلی حقاني نه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...