تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۵) د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې نن دوه سازمانونه د افغانستان پر مسلې په داسې حال کې خبرې کوي چې د معمول خلاف په دې غونډه کې افغانستان ته بلنه نه ده ورکړل شوې.
د ګډو ګټو د ډله ییز تړون د سازمان د غړیو هیوادونو او دغه راز د شانګهای د همکارۍ سازمان د دوه ورځني سرمشریزه په دوشنبې ښار کې جوړېږي.
افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی او په ټولو غونډو کې یې ګډون کوي خو دا ځل دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د افغانستان منتخب حکومت برزول شوی او د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه پېژني.
د دغه سازمان غړیو چې اکثره یې د افغانستان ګاونډیان دي، د افغانستان پر روان وضعیت اندېښمن دي او بېره لري چې په افغانستان کې به بې ثباتي زیاته شي او ګاونډیو هیوادونو ته به خبره شي.
چین، روسیه، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند د دې سازمان دایمي غړي او ایران یې څارونکی غړی دی.