شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ملکي ګومارنو ګونګ برخليک؛ طالبان د عدالت او شفافيت ژمنه پکې...

د ملکي ګومارنو ګونګ برخليک؛ طالبان د عدالت او شفافيت ژمنه پکې کوي

تاند: ( ۵ شنبه، د سنبلې ۲۵مه) پر افغانستان د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنیدو څه باندې يوه مياشت پوره شوې، خو دغې ډلې تر اوسه د ملکي مامورينو د ګومارنو ؛ په ځانګړي ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون د برخليک په اړه کوم وضاحت نه دی کړی.

په مخکيني حکومت کې له لوړ پوړو سياسي بستونو پرته ډېری ملکي بستونه د ياد شوي کميسيون له لوري اعلانيدل او ظاهرا د ازاد رقابت په پایله کې ورته کسان ټاکل کیدل.

د مخکيني حکومت ډېری ملکي مامورين، چې د ياد شوي بهير له لارې پر دندو ګومارل شوي، د خپلو دندو د برخليک په اړه انديښمن دي.

د طالبانو اسلامي امارت په مرکزي کچه نه دي ويلي، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون به دوام ولري کنه او د دې کمیسیون له لوري ټاکل شوي کسان به له څه برخليک سره مخ کېږي؟

د‌ دې باوجود، په ختیځ کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون لپاره د نوي رئيس د ټاکل کیدو خبر ورکړل شوی.

د ننګرهار ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نوی ټاکل شوی رئیس مولوي طلحه نوميږي.

ويل شوي چې نوموړي په ختيځ کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس په توګه دنده پيل او مسئولينو ته ور وپېژندل شو.

مولوي طلحه د پېژندنې په مراسمو کې يې ويلي، چې د بشپړ عدالت او شفافيت له مخې به په ادارو کې وړ کسان پر دندو وګماري.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په کچه د طالبانو اسلامي امارت د ګومارنو په اړه خپل کوم خاص ميکانيزم نه دی په ډاګه کړی.

دغه وضعيت خلک انديښمن کړي او دا نيوکه هم شوې، چې د طالبانو په امارت کې نيږدې ټولې چارې د مدرسو فارغانو او طالبانو ته سپارل شوي او دا کار د حکومتولۍ چارې ننګولای شي.

د طالبانو ځينو وياندويانو بيا ويلي، چې اعلان شوی حکومت يې سرپرست دی او د وخت په تېرېدو سره به ټولو مسلکي کادرونو ته په حکومت کې ځای ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب