شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې زېږېدلی امریکايي سناتور د پاکستان دفاع کوي

په پاکستان کې زېږېدلی امریکايي سناتور د پاکستان دفاع کوي

تاند (پنجشنبه، د سنبلې ۲۶) په داسې حال کې چې امریکايي سناتوران او پخواني چارواکي د طالبانو په بریالیتوب کې د پاکستان رول تر ټولو مهم بولي، سناتور کریس وان هالن وايي چې د ډانلډ ټرمپ ادارې طالبان پر افغانستان واکمن کړل.

دیموکرات سناتور هالن، چې د امریکا په سناجرګه کې د میریلنډ استازی دی، د پاکستان په کراچۍ کې زېږېدلی دی.

ده د پاکستان دفاع وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره یې د طالبانو ۳ قوماندانان خوشي کړي دي.

ده له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه په استماعیه غونډه کې وویل چې دا د پاکستان په ګټه ده چې په خپل ګاوندي هیواد افغانستان کې د ګډوډۍ او کورنۍ جګړې مخه ونیسي.

د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې نورو سناتورانو پاکستان په دوه مخۍ تورن کړ او د امریکا له بهرنیو چارو وزیر څخه یې وغوښتل چې له پاکستان سره پر اړیکو بیا کتنه وکړي او اسلام اباد د امریکا د غیر ناټو متحدانو له ایسته وباسي.

د کانګریس د سنا جرګې ځینو غړیو د بایډن اداره د ګډوډۍ او د طالبانو د واک ته رسېدا په خاطر ملامته کړه.

خو د دیموکرات او جمهوریپال ګوندونو اکثرو غړیو وویل چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو ملاتړ وکړ.

تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې غړیو هم په استماعیه غونډه کې پاکستان تورن کړ او له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن څخه یې وغوښتل چې له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو له سره غور وکړي.

دوی ته بلینکن په ځواب کې وویل چې د امریکا حکومت به په راتلونکو اوونیو کې د پاکستان د رول او په افغانستان کې د پاکستان د عزایمو په اړه څېړنې وکړي.

«دا کار به په راتلونکو څو ورځو یا څو اوونیو کې وکړو او دا کار د هغه رول په خاطر کوو چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې لوبولی او هغه رول په خاطر دی چې موږ غواړو په راتلونکو کلونو کې یې ولوبوي.»

ده زیاته کړه «یوه مسله د افغانستان د راتلونکې په اړه د دوی دوه مخې لوبه ده، بله د طالبانو غړیو ته د پناه ورکولو مسله ده…. یوه مهمه مسله هم دا ده چې له تروریزم سره په مبارزه کې یې له موږ سره متفاوتې همکارۍ لرلي دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب