شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمهم خبرخليلزاد: طالبان موږ واکمن کړي نه دي، د سقوط اصلي عامل غني...

خليلزاد: طالبان موږ واکمن کړي نه دي، د سقوط اصلي عامل غني و

تاند: ( ۵ شنبه، د سنبلې ۲۵مه) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر کابل د طالبانو له واکمنیدو کابو يوه مياشت وروسته په لومړي ځل يوې نړيوالې رسنۍ سره د افغانستان د مخکيني حکومت د سقوط او د ده په وسيله د سولې د پيل شویو خبرو پر ناکامیدو مرکه کړې ده.

خليلزاد د فايننشل ټايمز ورځپاڼې ته ويلي، چې د مخکيني حکومت د سقوط او سولې بهير د پايلو د ناکامۍ عمده دليل ډاکټر اشرف غني و.

د خليلزاد په خبره، غني د هوکړې خلاف د دې پر ځای چې واک يوې انتقالي ادارې ته وسپاري، له کابله وتښتېد او کابل ته يې د وسله والو طالبانو د راتلو او د هغوی د واکمنۍ زمينه مساعده کړه.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو دغه لوړپوړي مخکيني استازي دا هم رد کړې، چې ګواکې طالبانو ته يې واک د يوې معاملې په پايله کې سپارلی.

خليلزاد په داسې حال کې دا مرکه او څرګندونې کړي، چې د افغانستان تر څنګ په متحده ايالاتو کې هم د هغه په هڅو د سولې د ترسره شويو هڅو خلاف توندې څرګندونې زياتې شوي.

د متحده ايالاتو د ملي شورا يو شمېر غړو او ځینو مطرح سياستوالو په افغانستان کې د رامنځته شويو بدلونونو له کبله، چې دوی یې د شل کلنو لاسته راوړنو او قربانیو ضايع کیدل ګڼي، سخت غوسه کړي.

هغوی خليلزاد او په ټوله کې د ولسمشر بايډن اداره د دغه وضعيت له کبله ملامته ګڼي او د ځواب ویلو غوښتنه يې لري.

د افغانستان مخکينی ولسمشر ډاکټر اشرف غني، چې لا يې له دندې استعفا نه ده کړې او مخالفین يې « تښتيدلی ولسمشر» بولي، د خليلزاد تورونو ته ځواب نه دی ویلی.

هغه مخکې له متحده عربي اماراتو څخه په ورکړي پیغام کې ویلي، چې له افغانستان څخه يې د وتو دلیل د توافق خلاف کابل او ان د ارګ دروازو ته د وسله والو طالبانو د جنګیالیو او د يوه ګاونډي هېواد د وسله والو کسانو رسیدل و.

غني ادعا کړې، چې د ګاونډي هېواد او طالبانو جنګياليو د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب په شان د ده بې عزته مرګ او په کابل کې د وينو د ويالو بهول غوښتل، خو ده له ناڅاپي وتو سره د کابل ورانیدو او وينې توييدو مخنيوی کړی.

وسله والو طالبانو بیا دا خبره رد کړې او ويلي، چې غني د واک د تشې د رامنځته کيدو لپاره هېواد پريښوده.

2 COMMENTS

  1. دغه خبیث او بې شخصیته انسان هم افغانانو او هم امریکې ته یو ملي خائن او د انسانیت دښمن کس دئ. د امریکې چارواکي دي د دغه ذلیل انسان په هکله هر اړخیزه تحقیق وکړي او بانکي حسابونه دې هم ارزیابي کي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب