جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهد متحده عربي اماراتو دولتمشر له سراج الدین حقاني سره ولیدل

د متحده عربي اماراتو دولتمشر له سراج الدین حقاني سره ولیدل

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) د متحده عربي اماراتو دولتمشر محمدبن زاید النهیان د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په مشرۍ پلاوي سره ولیدل.

د متحده عربي اماراتو د رسنیو د راپور له مخې، د دوبۍ په قصرالشاطي ماڼۍ کې په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د اړیکو او د دوه اړخیزو ګټو اړوندو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د متحده عربي اماراتو د خبري اژانس (وام) د راپور له مخې، په دې خبرو کې پر اقتصادي او انکشافي برخو او همداراز په افغانستان کې پر بیارغونه او پرمختګ تمرکز وشو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو د دولت له رييس سره په کتنې خوښي ښکاره کړه او د خپل هیواد او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې یې وستایلې.

7 COMMENTS

  1. د نړۍ دی هر هیواد چې، څومره سیاسي غله دي، هغوې خپلې توري پیسې په اماراتو کې سپینوئ. د حقاني غوندې خونخوره ظالم او جابر ځناور چې، د ای آیس ای جاسوس او دلال دي موجودیت او هرکلي له انسانیت سره جفا دئ. ټوله کورني یې اوس هم په میرامشاه کې د ای آیس ای تر چتر لاندی اوسیږي.اماراتو ته هم په پاکستاني پاسپورت سفر کړئ.

  2. ټولې استخباراتي لوبې دي چې پر موږ روانې دي.
    مخکې هم پاکستان، سعودي او امارت وو چې د امريکا په نغوته پاکستان به روزل. سعودي او اماراتو به يې مالي ملاتړ کولو او تر شا يې امريکا وه ځکه چې د امريکا په نغوته يې دوی په رسميت پېژندلي وو. اوس هم ټوله لوبه د امريکا په لاس کې ده چې دا ځل يې قطر ته په واک کې ورکړي، خو روزنه او تمويل يې ټول د پاکستان په لاس کې ده او مديريتي څار يې امريکا کوي.
    که د امريکا خوښه نه وي، عربان او نور هېڅوک يې کتلی نه شي.
    له پيله د امريکا جنګ وو چې موږ کولو، خوچې اوس امريکا نه غواړي، نو جهاد هم ….
    عجيبه جهاد وو چې موږ هېڅکله پوښتنه ونه کړه چې دا وسله، کارتوس، باروت، پيسې او داسې اړوند لګښتونه وړيا څوک راکوي؟
    د وړندو سترګو جهاد وو او موږ هم په شعوري و ناشعوري توګه له چون وچرا پرته د پردۍ جګړه مخته يووړه.

  3. خپله امارات د فری ماسونری خصوصاُ یهودو او انګریزانو یوه اقتصادی او فرهنګی او حتی عقیدتی اډه ده.
    د خلیج فارس اکثره عربی پرګنې د ابوسفیان پلید نسل دی.

  4. د اماراتو مشران ډیر هوښیار او په خپل منفعت پوه خلک دئ. کاشکې د ابي سفیان، یا د هغه دی زوی امیر المؤمنین معاویه ابن ابي سفیان رضی الله عنهم اجمعینو ځاې ته ورسیږئ. دا چې، د حقاني په څیر خلکو سره ناسته ولاړه کوي ماته ډیره د تعجب وړ دئ. د حقاني ظلمونه او له افغانانو سره جفا عینې د عبدالله ابن زیاد، او شمیر ذالجوشن او د کوفه د روافضو ظلم ، دوکه او جفا سره ورته دئ.

  5. دا حق او ناحق غندل د لوده ګانو کار دی. سړی سفر کړی دی، ښه يې کړي دي. دلته د کنځلو څه ګونجایش دی؟ ایا د پاکستان داخله وزیر زموږه د پاره لاړ شي؟ د ځانونو به لیوني سپي نه جوړوئ.

  6. د شرافت په تخلص ایښودلو انسان شریف او با تربیه نسئ کیدلي. او داخبره د صابري بیشرف په نامه یو لوده ، احمقه، او نا اهله د کوچیانو سپې په اثبات ورسوله.
    ته به د سپیو له ذات سره تړاو لري چې، خلکو ته د سپیو خطاب کوئ. پام کوه چې، بیا داسې غول ونه خوړي لوده . خپل چټیات لیکه او جاسوسي دی کوه هغه د تا کار دئ خو د توهین حق نلرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب