سه شنبه, جولای 9, 2024
Homeخبرونهطالبانو په کابل کې ۶ زره کورني بې ځایه شوي له خپلو...

طالبانو په کابل کې ۶ زره کورني بې ځایه شوي له خپلو موقتي مېنو وایستل

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) یوې مرستندویې ډلې نن (سې شنبې) وویل چې په افغانستان کې د طالب چارواکو په پلازمینه کابل کې زرګونو بې ځایه شوي خلک له خپلو موقتي مېنو ایستلي او د هغوی غیر رسمي استوګنځایونه یې ویجاړ کړي دي.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دې موسسې پر اساس، د طالبانو دې اقدام تر ۸ سوه ډیرې زیانګالې کورنۍ بې کوره کړي دي.

د ناروې د کډوالو شورا د طالبانو له چارواکو غوښتي چې دا لړۍ تر هغو ودروي چې د بې ځایه شویو د ځای پر ځای کولو لپاره مناسبه او اوږدمهاله لار نه وي موندل شوې یا متبادل هستوګنځی نه وي ورته برابر شوی.

د ناروې د کډوالو د شورا رييس نیل ترنر وویل:”د یکشنبې په ورځ په پلازمینه کې د شاوخوا ۶ زره کورنیو بې ځایه شویو خلکو د جبري ایستلو له امله مې سخت ټکان وخوړ. دا په افغانستان کې ځینې خورا زیان منونکي ټولنې دي.”

دا په داسي حال کې ده چې طالب چارواکي وايي، جګړه ختمه شوې او هغوی چې د جګړو له کبله بې ځایه شوي وو، اوس باید بېرته خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.

افغانستان اوس هم له زیاتېدونکي بشري او ټولنیز اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان. دا بحران د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پیل شو.

د ناروې د کډوالو شورا پر اساس، د ۲۰۲۳ تر پایه پورې د هغو افغانانو شمېر، چې د جګړو له کبله په خپل هیواد کې بې ځایه شوي وو، ۴ میلیونه او ۲۰۰ زره ته رسیده، او یو نیم میلیون نور د طبیعي ناورینونو له امله بې ځایه شوي دي.

دې ډلې وویل، له تېر سپټمبر راهیسې له پاکستان څخه د شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانانو ناڅاپه راستنېدو په هېواد کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر په ډراماتیک ډول زیات کړی دی او دې چارې د افغانانو اقتصادي فشارونه نور هم ډېر کړي دي.

1 COMMENT

  1. کیدې سئ له کویت یا اماراتو څخه کوم راغلي خوستي او یا هم دی کوټه څخه کوم راغلي هلمندي یا کندهاري په دغو ځمکو دعوا کړي وئ. ټرلیب او هیبتې ځناور په وحشت او ځناورتوب کې نوم لرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب