یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد جرمني د کورنیو چارو وزیره وايي، د افغانانو پر ایستلو غور...

د جرمني د کورنیو چارو وزیره وايي، د افغانانو پر ایستلو غور کوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) وروسته له دې چې یوه افغان په جرمني کې یو پولیس په چاقو وواژه، د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نن (سې شنبې) د مهاجرو د منلو په اړه د پالیسۍ د سختولو غوښتنه وکړه.

نانسي فایسر وویل، افغانستان ته بېرته د هغو افغان مهاجرو پر ایستلو غور کوي چې امنیت ته ګواښ پېښوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا ډول اقدام به جنجالي وي ځکه چې جرمني هغو هیوادونو ته څوک نه لیږي چې ژوند ته یې خطر وي.

 جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته افغانستان ته د اخراج لړۍ بنده کړه. سربیره پر دې، جزمني ته دا اسانه نه ده چې له طالبانو سره په دې اړه کومې موافقې ته ورسیږي.

په داسي حال کې چې د اروپا انتخاباتو ته یوازې څو ورځې پاته دي، او ښي اړخي تمه لري چې اکثریت به ترلاسه کړي، اغلې فایسر وویل چې له څو میاشتو راهیسې پر دې مسلې غور کوي او پلان لري چې ژر تر ژره پریکړه وکړي.

د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر خبریالانو ته وویل، «ما ته څرګنده ده هغه کسان چې د جرمني امنیت ته احتمالي ګواښ پېښوي باید ژر تر ژره وایستل شي.» په دې کې افغانستان او سوریې ته د خلکو استول هم شامل دي.

هغې زیاته کړه، «زه په دې هم کلکه ولاړه یم چې د جرمني امنیتي ګټې په ښکاره ډول د هغو کسانو له ګټو څخه زیاتې دي چې اغیزمنې شوې دي، حکومت لا دمخه هڅه کوي چې نورو هیوادونو ته د اخراج لړۍ چټکه کړي.»

د جمعې په ورځ د افغانستان په منهایم ښار کې د یوې اسلام ضد غونډې پر مهال د یوه ۲۵ کلن افغان له خوا د چاقو په برید کې شپږ کسان سخت ټپیان شول. يو پوليس د ټپونو له امله سا ورکړه. برید کوونکی، چې په جرمني کې په غیر قانوني توګه اوړسیده،  په ډزو ټپي شوی دی.

په تیرو څو ورځو کې د جرمني لپاره متبادل ښي اړخي (AfD) ګوند د مهاجرو په اړه د سختې پالیسۍ غوښتنه کړې ده.

د AfD همکارانو وویل: “زموږ فکر له ټولو ملکي کارمندانو سره دی چې هره ورځ د غلط مهاجرت او امنیتي پالیسۍ له امله خپل ژوند په خطر کې اچوي.”

د صدراعظم اولاف شولز د سوسیال دیموکراتانو په مشرۍ په درې اړخیز ایتلاف کې، زرغون ګوند افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو له پلان سره مخالفت کوي.

1 COMMENT

  1. دی ته وایې انصاف، د یو منفرد شخص د عمل په وړاندي ټول ملت محکومول. د دغه د رزیل بچې د عمل په نتیجه کې به دی ډیرو افغانانو په کیسونو اغیزه ولرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب