Homeخبرونهد م.م. امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

د م.م. امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) د ملګروملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.

د امنیت شورا د میاشتني راپور له مخې، په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي مشره روزا اوتونبایوا او د افغان مدني ټولنې غړي ویناوې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د ملګروملتونو د سرمنشي د بشري چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږوونکی مارتین ګریفیتس هم افغانستان ته د مرستو رسولو په اړه راپور وړاندې کړي.

نوموړي ته په دې برخه کې د امنیت شورا د ۲۶۱۵ پرېکړه لیک له مخې ماموریت سپارل شوی دی.

په داسې حال کې چې د غونډې کره نېټه لا نه ده ټاکل شوې، خو په اجنډا کې به د القاعدې او داعش پر ضد د بندیزونو د مسودې په اړه د رایې اخیستل شامل وي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د دوحې د درېیم کنفرانس لپاره چمتووالی نیسي چې ټاکل شوې د جون تر پایه د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون دایره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...