سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهکابلوف: د مسکو فارمټ ډله په تهران کې غونډه کوي

کابلوف: د مسکو فارمټ ډله په تهران کې غونډه کوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د مسکو د تماس ډله به د جون په اتمه په تهران کې د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي.

کابلوف وویل:«موږ د افغانستان له مشرتابه سره په دوحه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راتلونکې، دریمې ناستې لپاره د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.»

ده زیاته کړه: «دا غونډه به د جون په 30 او د جولای په لومړۍ په دوحه کې ترسره شي، مګر موږ به مخکې په تهران کې، په حقیقت کې د شنبې په ورځ سره راټول شو. دا د ماسکو فارمټ د اړیکو ګروپ نومیږي. په دې کې پر روسیې سربیره ایران، چین او پاکستان هم شامل دي.»

کابلوف څرګنده کړه چې په تهران کې شوې مشورې به د دوحې غونډې ته پر چمتووالي متمرکزې وي.

د مسکو فارمټ په تېره غونډه کې، چې د روسیې په کازان کې دایره شوه، له طالبانو په زغرده وغوښتل چې د تروریستي ډلو په ځانګړې توګه داعش پر وړاندې ټینګ او جدي ګامونه واخلي.

سره له دې چې د غونډې برخوالو د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه وستایله خو بیا یې هم ورڅخه وغوښتل چې «د ټولو تروریستي ډلو پرضد چې اوس په افغانستان کې دي باید اغیزمن ګامونه واخلي، چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ ځاله نه شي او بیا هغه ترهګري او بې ثباتي د سیمي نورو هېوادونو ته وغځیږي..»

2 COMMENTS

  1. د دوه میلیونه افغانانو دی سرونو پرې کولو قصاب او د شهادت مسؤل هیواد، د ایراني شیطاني او ابلیس صفته اخوندانو په رافضی جهنم کې د ی ای آیس ای له پرکټیو هیبتې ځناورو سره د ویاړلي افغان ملت د ٤٠ ملیونه پرګنو په سرنوشت تصمیم او پرېکړه کوئ. آیا تر دی بل د ٢٠٢٤ لویه ټوقه چا آوریدلي؟

  2. ​لکه ددی ملی خائینینو پلرونو او ددوی حلقی د بی کفایته غازی امان الله خان نسکوریدو کښی د لنین په کومک فعالیت درلود همدارنګه دی کمونیستانو د محمد داؤد خان تر رهبری لاندی خائینانه کودتا د روسانو په هدایت سره تر سره کړه

    او ددی ملی خیانت له کبله د افغان ملت تباهی لا تر اوسه روانه دی ! اوس دا ملی خائینین د یو کمونیست میر اکبر خیبر چی د خپلو ملی خائینو کمونیستانو له خوا وژل شوۍ دی ژړا پری کوی حتی دا وطنفروشان د افغان ملت تباهی د ملی خائین کمونیست میر اکبر خیبر وژنی باندی تماموی او غواړی چی د هغه کمونیست څخه قهرمان جوړ کړی !!!

    روسی کمونیستان اوس بیا راژوندی شوی دی او د چینی کمونیستانو سره متحد شوی او ددی لپاره معلومداره ملی خائین چینی کمونیست اوس چین کښی بستره اچولی دی دوی غواړی چی د خپلو پلارونو ملی خیانت د روس او چین په کومک په بل شکل سره تکرار کړی ، دا ملی خائینین باید پوه شی چی د تاسی وطنفروشو خائینی چټلی څیری پیژندل شوی دی او تاسی وطنفروشه په خپل چټل هدف کښی نشۍ بریالی کیدای !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب