Homeخبرونهمجاهد وايي، دوی د دوحې د غونډې د اجنډا پر جزییاتو غور...

مجاهد وايي، دوی د دوحې د غونډې د اجنډا پر جزییاتو غور کوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) د طالبانو حکومت نن (سې شنبې) وویل چې د دوحې د راتلونکې غونډې اجنډا او جزییات له دوی سره شریک شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله وویل چې د غونډې د اجنډا پر جزییاتو دوی غور کوي خو تر اوسه یې په دې غونډه کې د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د دوحې دریمه ناسته د روان جون په پای کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړېږي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د دوحې د غونډې په اجنډا کې مالي او بانکي مسایلو، د مخدره موادو د کنټرول او د اقلیمي بدلون په اړه خبرې شاملې دي. دوی به له ملګروملتونو څخه د وروستۍ اجنډا له ترلاسه کولو وروسته د خپل ګډون په اړه پریکړه وکړي.

په همدې حال کې د ملګروملتو د امنیت شورا یو راپور ښيي چې غړي یې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو غور کوي. له بلې خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور وايي چې غړي یې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو غور کوي.

که ځانګړی استازی وګومارل شو، د ملګروملتو سکرتریت به د یوناما له ماموریت څخه جلا د ځانګړي استازي ماموریت په یوه غیررسمي غونډه کې تعریف کړي.

راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې چین او روسیې د ځانګړي استازي په اهمیت کې پوښتنې راپورته کړي، امریکا او بریتانیا یې له افغانستان سره د نړیوالې د همغږۍ لپاره ضروري بولي.

1 COMMENT

  1. مجاهلیه: ټول عمر دی دروغ وویل راځه په ژوند کې یو ځل د رښتیا ویلو خوند هو وڅکه. واقعیت خو دا دي چې تاسو ته ای آیس ای تر اوسه زرغون څراغ ندي درکړئ. الله ج ته ورتګ لرئ یو ځل رښتیا اووایه او ملت ته د ځان او ټرلیب هیبتې ځناورو د غلامې واقعیت بیان کړه. ملت ته دا اووایه چې، مونږ ګوډاګیان یو او په مونږ ټولې کانۍ د انجونو د ښوونځیو تر تړلو پوري کانې د پنجاب ای ایس ای کوئ. په آخرت کې به الله ج درسره حساب کوئ، اصلآ په دغې دنیا د ملت او تاریخ له منفی قضاوت څخه براعت تر لاسه کړئ. نوره ستا خوښه چې مختوري او که سرخ رویه له نړۍ کوچیږئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...