یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د باران او سیل وړاندوینه شوې

د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د باران او سیل وړاندوینه شوې

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې له اټکل سره سم به نن او سبا د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې باران واوري.

د ترانسپورت په وزارت پورې دې اړوندې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د شدید باران او سیلونو ترڅنګ په ځینو ولایتونو کې د بادرونو او دوړو وړاندوینه کوي.

 بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې د ورښت وړاندوینه پکې شوې ده.

همداراز په سالنګونو کې د باران اټکل شوی دی.

له اټکل سره سم به د باران اندازه (له ۱۵ تر ۴۵) میلي مترو پورې وي.

په افغانستان کې سږني ورښتونه په څو لسیزو کې ساری نه لري. د ورښتونو او سیلونو له کبله سلګونه افغانان مړه شوي، زرګونه ټپیان شوي او همداراز زرګونه کورونه او لسکونه زره جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب