سه شنبه, جولای 9, 2024
Homeخبرونهطالبانو د قزاقستان د پرېکړې هرکلی وکړ

طالبانو د قزاقستان د پرېکړې هرکلی وکړ

تاند (سې شنبه، د جوزا ۱۵ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان د هغې پریکړې هرکلی کړی چې د تروریستي سازمانونو له لست څخه یې د دې ډلې د ایستلو په اړه کړې ده.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو نوم یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت  نن )سې شنبې د جوزا ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د قزاقستان دا پرېکړه له طالبانو سره د اړیکو په برخه کې یو مهم ګام دی او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر وړاندې خنډونه لېرې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې قزاقستان د سیمې په کچه د افغانستان مهم سوداګریز او ترانزیتي شریک دی.

طالبانو ویلي چې د قزاقستان دا پرېکړه به د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

تر دې مخکې جګپوړو روسي چارواکو هم په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو د احتمال خبره کړې وه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په وروستیو کې له طالبانو سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا ګڼلې وه.

ځینې شنونکي وايي چې د قزاقستان له لوري د ممنوعه ډلو له لیسته د طالبانو د ایستلو پرېکړه، ممکن روسیې او ځینو نورو هیوادونو ته هم لار پرانیزي چې ورته ګام واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب