چهارشنبه, جولای 3, 2024
Home+هالنډ نیپال مات کړ، د انګلیستان او سکاټلنډ سیالي بې نتیجې شوه

هالنډ نیپال مات کړ، د انګلیستان او سکاټلنډ سیالي بې نتیجې شوه

تاند (سې شنبې، د جوزا ۱۵ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې نن دوې مسابقې وشوې.

د انګلیستان او سکاټلنډ مسابقه د باران له کبله بې نتیجې پای ته ورسیده خو هالنډ یا نیدرلنډ په ۶ ویکټونو او ۸ توپونو نیپال ته ماته ورکړه.

د سکاټلنډ او انګلیستان په مسابقه کې سکاټلنډ پچه وګټله او بیټنګ یې غوره کړ. دغه ټیم په ۱۰ اورونو کې، بې له دې چې کوم لوبغاړی یې وسوځي، ۹۰ منډې جوړې کړې، لوبه لږترلږه دوه ځلې د باران له کبله وځنډېده تر دې چې بالاخره بې نتیجې اعلان شوه.

په دوهمه مستبقه کې نیدرلنډ پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. هالنډي لوبغاړو د نیپال لوبغاړي یو په بل بسې لکه پاڼې ورژول.

د نیپال ټیم د ټولو لوبغاړو د بایللو په پای کې ۱۰۶ منډې وکړای شوې.

خو هالنډ دا نسبتاً اسان هدف د ۴ لوبغاړو له بایللو وروسته په اتلسم اوور او څلورم توپ پوره کړ.

ټاکل شوې ده چې سبا (چهارشنبې) په اې (A) ګروپ کې د هند پیاوړی ټیم له آیرلنډ او د په سي ګروپ کې پاپوا نیوګینې له یوګنډا سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب