سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته ښه خبر؛ د مصنوعي ذهانت د پراختیا له کبله د...

افغانستان ته ښه خبر؛ د مصنوعي ذهانت د پراختیا له کبله د مسو ارزښت په زیاتېدا دی

تاند(چهارشنبې، د حمل ۲۸ مه) متخصصان وايي چې د مصنوعي ذکاوت په برخه کې تقاضا تر ۲۰۳۰ پورې د مسو استعمال تر یو میلیون ټنو پورې زیاتولی شي.

له الیکتریکي موټرو او پر تجدید کېدونکې انرژۍ له متمرکزې ټکنالوژۍ زیاتې استفادې مس پر یوه ډېر مهم او قیمتي عُنصر بدل کړی دی.

د متخصصانو په وینا، که نن سبا د مصنوعي ذهانت او د ډاټا د مرکزونو تجارتي تقاضاوو ته پام وکړئ، وبه وینئ چې مسو ته تقاضا په ناڅاپي ډول خورا زیاته شوې ده.

د دوی په وینا یو میلیون ټنه مسو ته په داسي حال کې اړتیا ده چې تر ۲۰۳۰ پورې به د مسو کموالی له ۴ تر ۵ میلیون ټنه وي او دا به یوه لویه ستونزه وي.

سږ کال په نړۍ کې مسو ته نړیواله اړتیا نژدې ۲۶ میلیون ټنه اټکل کېږي.

د هغې سروې له مخې، چې رویټرز خبري اژانس په جنورۍ کې کړې وه، سږ کال په نړیوالو بازارونو کې د مسو کموالی ۳۵۰۰۰ ټنه اټکل شو خو په ۲۰۲۵ کې به تر ۱۰۰ زره ټنه زیات وي.

چین په نړۍ کې د مسو تر ټولو ستر تولیدوونکی او مصرفوونکی دی. دا هیواد په نړۍ کې د نورو فلزي عناصرو، چې د انرژۍ د انتقال لپاره مهم دي، خورا ډېرې زېرمې لري. دې مسلې لوېدیځو هیوادونو ته جدي اندېښنې زېږولي دي چې له دې کبله له خپل سیال څخه شاته پانه نه شی.

که څه هم د نړۍ د هغو هیوادونو په لیستونو کې، چې ډېر مس لري، د افغانستان نوم نه لیدل کېږي خو ویل کېږي چې د لوګر د عینک مسو کان د نړۍ د مسو یو له سترو کانونو څخه دی.

مسو ته د اړتیا زیاتېدا د افغانستان لپاره ښه خبر دی او دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لیتیم هم لري چې تر تېلو او ګڼو نورو  عناصرو زیات ارزښت لري.

په نړۍ کې تر ټولو ډېر مس د امریکا د لویې وچې چیلي او همداراز پیرو لري. ورپسې افریقايي هیواد کانګو دی. چین څلورم ځای لري.

د ټکنالوژۍ د برخې ستر امریکايي میلیاردر ایلن مسک په وروستیو کې وویل، هغه وخت راروان دی چې نور به د انسان کار ته اړتیا نه وي او هیڅ دنده به ورته پاته نه وي. که څوک غواړي چې په خپله خوښه کومه دنده ولري، ممکن ویې لري، خو مصنوعي ذهانت به ټول کارونه په خپله کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب