سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د‌ هدفمن ائتلاف د جوړېدو اعلان/ اعلامیه‎

د‌ هدفمن ائتلاف د جوړېدو اعلان/ اعلامیه‎

 د وري میاشتې پر ۲۶ مه، ( ۲۰۲۴ کال د اپریل ۱۴)  د يو نړيوالې ناستې په ترڅ کې د څه پاسه ۶۰ تنو د مدني/ سیاسي سازمانونو او ائتلافونو استازو او خپلواک پېژندل شويوملي او ټولنيزو شخصيتونو په ګډون د «هدفمن ائتلاف» په نامه د يو پراخ بنسټه تشکل د موجوديت اعلان وشو

د ائتلاف يو تن مسؤل پدې اړه څرګنده کړه چې:

په ناسته کې د اجندا مطابق د یاد ائتلاف د دوو مشخصو( هد فمنو) موخو په باب صراحت ورکړل شوچې له پراخ بحث وروسته پرته له تسلط او انحصار، په ډېره روڼتيا اود ريښتينولۍ په ماحول کې۱۷ تنو مطرح ټولنیزو مسلکي شخصيتونو د ائتلاف د رهبري شورا غړيتوب ته ځان کانديد کړ اود شورا غړيتوب يې ترلاسه کړل. برخوالو له،‌ درېو مستنکفو رايو پرته ټولو پروفيسر ډاکتر زمان ستانيزی د هدفمن ائتلاف د مشر په صفت وټاکه

د سرچینې په وينا د ائتلاف دوه هدفونه دا دي‌:

۱- پرته له توپيرو جنسيتي تبعيض څخه د زده کړې او تحصيل حق په ګډون د افغانستان دټولو اتباعو دکار حق تامينېدل او په ټولنه کې د ښځو پر حضور د بندیزونو لرې کېدل

د لومړي هدف شرح :  ائتلاف د افغان ملت دانساني کرامت پر محور څرخي. هغه وقار او کرامت چې په قرآن شريف کې د هغه د تضمين اشاره شوې او د هغه په«امر» کې د هېواد د اتباعو مدني او سياسي حقونه شامل دي او د هغه «نهیه» د بندیزونو، بې لزومه تحریمونو او بېلابېل توپيرنو، په ځانګړي توګه د جنسيتي تبعيض له منځه وړلو غوښتنه کوي چې له دين ، رسم و رواج څخه د ناسمو توجيهاتو او تعبيرونو او په پای کې د عصر و زمانې غوښتنې اوبیا په ځانګړي توګه د نړېوالو منل شويو اصلونو و قوانينو پرخلاف عملي کېږي. ددې ډول حقونو محتوا د افغانستان دجمهوري دورې د اساسي قانون په ګډون د هېواد په قوانینو او لوایحو کې راغلي چې بايد دنوي اساسي قانون تر تنفيذېدو پورې معتبر او مرعي الاجرا وګڼل شي .

 د ۲- د بېړنۍ لویې جرګې رابلل چې د نظام مشروعيت په اړه به پرېکړه وکړي اوپه هېواد کې د سياسي واک د انحصار د پای ته رسولو لپاره د افغانستان اساسي قانون تسوید، تصویب او نافذ کړي.

د دويم هدف شرح د مؤسسې‌ په توګه ددولت  او د هغه د اساسي تقنيني ارکانو د جوړښت پر محور څرخي، څو په اوږدمهال کې د افغانستان دولت د اساسي قانون د طرحې، تصویب او پلي کولو او لدې ا خوا د افغانستان حکومت ته د مشروعيت زمينه رامنځته شي‌ چې د خلکو غوښتني کې منعکس او د هغوی حقونه کې خوندي شي او په اوسني اضطراري حالت کې د هېواد له انزوا او سياسي رکود څخه د خلاصون لپاره لويه جرګه راوغوښتل  شي.

د پورته موخو د پلي کولو په اړه يا دونه وشوه چې د يادو هدفونو د لاسته راوړلو په باب، هدفمن ائتلاف به د دیپلوماتیکو، سیاسي، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو هر اړخیز پروګرام طرح او تطبیق کړي، تر څو له یوې خوا د ایتلاف له اهدافو څخه د دفاع په موخه د ټولنې ذهنیت برابر شي او له بلې خوا په لویه جرګه کې او هم د افغانستان د وضعیت په اړه د ملي او بین المللي خبرو اترو په برخه کې د ائتلاف د استازو د ګډون لپاره  زمینې برابرې شي.

4 COMMENTS

  1. د تاریخ په استناد دا ثابته سوي چې، هر هغه غورځنګ او یا هم سیاسي جریان له ناکامي سره مخ سوي کوم چې، د ملت او ټولنې له عرف، دود او دستور سره په ټکر کې واقع سئ. ستانیزي صاحب خو زه شخصآ نه پیژنم، خو د هغه تقریبآ ټولي مرکي او لیکنې هغه که سیاست افغانستان، طلوع، لمر، شمشاد ، ژوندون او یا هم له نورو مجازي رسنیو خپري سوي او یا هم تر سره کړي ما آوریدلي او لوستلي. د نوموړي عقاید د نوموړي په پورته یادو شویو وسایلو کې واضح او ښکاره دي چې، صوفیانه د قبر پرستي اړخ لري او جمع روافضي (شیعه)منهج پر بڼست ولاړي دئ. له یو طالب سره د سیاست افغانستان په پاڼه کې د یو دینې ډیالوګ په ترڅ کې د قرآن د آیات کوم چې د نصارا او یهودو او په ټوله کې د مشرکینو په هکله وو
    تحریف کړل او ټولو مشرکینو ته یې د مسلمان خطاب وکړ. اوبله دا چې، ستانیزي د ایراني ټولنې سره ډیر نیږدي اړیکې لرئ او په نتیجه کې په مطلق ډول منکر
    حدیث دئ. ټرلیب عقاید څوک دیوبندي ، څوک قادیاني او څوک هم خوارجو ته نسبت ورکوئ. خو واقعیت دا دئ چې، واک ته د رسیدو لپاره ټرلیب د خوارجو عقاید لري، او واک ته د رسیدو لپاره په مسلمانانو د تکفیر او د هغوى په وړاندي خروج جایز ګڼئ. او د عقیده پر اساس د ټرلیب اصلي عقیده او په تیره بیا غیر محارب ټرلیبان د صوفیانو خرافاتي عقاید چې، قبر او پیر پرستي په محور راڅرخي ولاړه ده. ټرلیب د الله ج د توحید یوازې توحید الحاکمیه یعنې اعاده د حدودو نه پرته نه په توحيد الإلهية، وتوحيد الربوبية، وتوحيد الأسماء والصفات ایمان لرئ. د اسلامي عقایدو په تړاو صوفیان په طریقو تقسیم سوي چې، ځینې یې د مولانا جلال الین رومي علیه من الله ما یستحقون اشعارو ته ډانس کوئ ، یا د مړو قبرونو ته سجده او د هغه طواف کوئ. نوره ډلې پیرانو پښو ته د سجده تر څنګ په هسې خرافاتي اعمالو او هغه هم د عبادت په نیت لاس پوري کوي چې، نه د ویلو دي او نه هم دلیدلو. خبره اوږده سوه اوس به راسم اصلي موضوع ته، او هغه دا چې دا حزب به نتیجه ورکړي او کنه؟په افغانستان کې هر حزب، غورځنګ که د بریالیتوب تمه لري باید مجهول کسان او په تیره بیا د عرف او د خلکو ولسي عقایدو سره په ټکر کې نه وئ. داسې کس باید مشري په غاړه ولري چې، مخالف لوري پرې دینې او عقیدتي نیوکي ونه لرئ. ستانیزي که د یو عادي ټرلیب سره مخامخ سئ او دا اووایې چې ، زه احادیث نه منم دا جعلي دي او قرآن هغسې تفسیر کوم په کوم ډول چې زما خوښه وي نو همدا بهانه د ټرلیبانو پاره کفایت کوئ چې، خلکو نظریات د ستانیزي په هکله واړوئ او بیا ولس د ستانیزي معقولو او کټورو خبرو ته هم غوږ نه نیسئ. د ما په اند دا خبره بنده بولم، او فکر نه کوم چې، د دغې ١٧ کسیزه ډلې په خوله څوک پیاز هم وخورئ. دوه ساده مثالونه درته په ګوته کوم: کمونستان راغلل او د وخت نظامي اوسیاسی بلاک وارسا له ملاتړ نه برخمن وو، خو ناکام سول ځکه ملا د خلکو په مغزو کې د کمونیزم په ضد داسې تبلیغات پیچکاری کړي وو چې، د کمونیزم دی بریالیتوب امکان یې صفر ته راښکته کړي وو. په بل اړخ کې د سی ای ای په مالی ملاتړ او د ای آیس ای په نوښت اوازه سوه یو کس د ملا عمر په نامه رسول ص په خوب لیدلي او د شر او فساد په وړاندي مبارزه ته یې هڅولي. همدا د درواغو تبلیغاتو دومره نتیجه ورکړه چې، د ټرلیب سره هیچا جګړه ونه کړه. تاکتیک یې څه وو یو مجهوله کس د رسول ص د خوب په نامه او قرانونه یې په سینې پوري تړلي وو. د ستانیزي په حق کې په یوه ممبر کې د ١٥ دقیقو تقریر کفایت کوئ. الله ج دی وکړي چې، ستانیزي د ما په خبرو خوابدي نسئ، او د دغه دروند بار له منلو وړاندي پورته مطالب یاد سوي مطالبو ته پاملرنه وکړي. او شخصآ د ستانیزي صاحب په نیت زه شک نه لرم، نیت به یې د خیر وي، خو د ده په مشري او له داسې عقایدو سره د بري څرک لیدل به ناشوني وئ.

  2. یو خو دا پاچا ډیر چټیات وايي. چې هر کار د افغانستان په ګټه وي،دی یې تخریبوي. نپوهیږم د معاش په اساس خدمت کوي او که مفتو کې لګیا دي خو په دې دې پوه شي چې د خلکو نه دې اصل ماهیت پټیدای نشي.

  3. د جمهوریت تښتیدلي فیس بوک چلونکو او په امریکا کې ویلفر ته ناستو خلکو په ګوزو نه کیږئ. میدان ته راسئ چې، پته مو ولږیږي. په غرب کې میشتو افغانانو په خوله دلته څوک پیاز هم نه خورئ.

  4. یاره یو خو دغه سړی کله باچا نامی شی، کله شمس نامی شی او کله یو او کله بل، خو ماته دیر ګډوډ او په ډیپریشن مرض اخته کس معلومیږی.
    الله ج دي ځینی داسی افغانان دیر ژر روغ او د سالمی روغتیا او سالم فکر خاوندان کړی. آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب