سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهپه ګڼو ولایتونو کې نن هم د ورښتونو وړاندوینه شوې

په ګڼو ولایتونو کې نن هم د ورښتونو وړاندوینه شوې

تاند (چهارشنبه، د حمل ۲۸ مه) په داسی حال کې چې د روانې اوونۍ د سیلونو او شدید ورښت له کبله د مړینو شمېر ۶۶ ته رسیدلی، د هواپېژندنې ادارې اټکل ښيي چې نن (چهارشنبې) هم د افغانستان په کابو نیمايي ولایتونو کې شدید ورښت کېږي.

د ترانسپورت او هوايي ملکي چلن وزارت د هواپېژندنې ادارې له اټکل سره سم نن په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو ترڅنګ د تالندې او سیلونو احتمال شته.

فراه، نیمروز، هرات، هلمند، اروزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، غزني، بامیان، دایکنډي او غور هغه ولایتونه دي چې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه پکې شوې ده.

د وروستیو ورځو په سیلونو کې تراوسه د ۶۶ تنو مړینه او د ۳۶ نورو ټپي کېدا تایید شوې ده.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویندوی ملاجانان سایق پرون د وروستیو سیلونو له امله د مرګ ژوبلو په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې وویل چې ۶۰۰ څاروي تلف شوي او ۱۲۳۶ کورونه بشپړ ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي.

1 COMMENT

  1. نړیوالې هواپېژندنې ادارې وړاندوینه کوي چې تر راتلونکې دوشنبې پورې به هره ورځ په کابل او نورو ولایتونو کې بارانونه دوام وکړي.والله اعلم بالصواب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب